ژباړه : اتل ترين - لندن

ډېر پخوا چي دنیا نوې جوړه سوې وه هوسۍ د چنګښو مزدوراني وې، یوه ورځ یوې چنګښي د یو پړانګ څخه پیسې په پور واخیستې او وعده یې وکړه چي بیرته یې ورکوي، ډېر وخت تېر سو خو چنګښي پیسې بیرته نه سوای ورکولای، یوه ورځ چي پړانګ ډوډۍ وخوړه، ولاړ د چنګښو کور ته چي د هغې وعده ورپه یاد کړي، چي ورنژدې سو د چنګښي ږغونه یې واورېدل، چنګښي ټوله ډوډۍ خلاصه کړې وه او له خپل دود سره سم یې غزلي یې ویلې خو پړانګ ته د هغې ږغ داسې نه اېسېدي لکه غزلي، هغه فکر وکړ چی چنګښي په یو چا پسي خپه وه او ژاړي، پړانګ له چنګښي څخه پوښتنه وکړه:

– څوک مړ سوي دي؟

چنګښي وویل:

– زما انا مړه سوې ده، وبخښه زه نن پیسې نه سم درکولای، بله ورځ راسه.

  پړانګ ولاړی او درې ورځي وروسته ورغلی. نن بیا هغوی ژړل، پړانګ پوښتنه وکړه چي څه پېښه ده؟ چنګښي وویل:

– زما مشره خور مړه سوې ده. لطفاً بله ورځ راسه، پړانګ ولاړي او درې ورځي وروسته ورغلي که ګوري چي هغوي بیا ژاړي، چنګښي ورته وویل چي کشر ورور یې مړ سوي دئ، بل وخت راسه، پړانګ ډېر خوابدی وو، کور ته د تلو پر مهال یوې هوسۍ د هغه خوابدي مخ ولید او پوښتنه یې ځني وکړه چي څه پېښه ده؟

پړانګ وویل:

– درې واري د چنګښي کور ته ورغلم، درې سره واري یې را ته وویل چي بله ورځ راسه، هغوی هره ورځ یو څوک یادوي او ساندي وایي، ته غوږ ونیسه، هوسۍ او پړانګ دواړو غوږ ونیو او د چنګښو ږغ یې واورېد، هوسۍ په خندا سوه او وې ویل:

– پړانګه! ته یې خطاایستلي یې، ته نه پوهېدې چي هغوی غزلي وایي او دا د دوي دود دئ چي تر ډوډۍ وروسته غزلي وايي.

پړانګ ته ډېر درد ورغلي، سمدلاسه بېرته چنګښي ته ورغلی او ورته وې ویل:

– ما ته همدا اوس زما پیسې راکړه!

چنګښي وویل:

– ما درته وویل چي ورور مي مړ سوی دئ.

پړانګ وویل:

– دا درواغ دي، زه پوهېږم ځکه چي هوسۍ ما ته وویل.

چنګښي ته درد ورغلي او وې ویل:

– که هوسۍ دا درته ویلي دي نو زه یې په لاس درکړې یم، هغه زما مزدوره ده، ته کولای سې چي د پیسو پر ځای هغه یوسې.

پړانګ وویل: یا، هوسۍ تېره غاښونه لري، ما به په غاښ کړي.

چنګښي وویل: د هغې غاښونه پڅ دي، ته دا پلمېټ ورکړه او وې ګوره چي په غاښولای یې سي او که نه؟

پړانګ پلمېټ واخیست، هوسۍ یې پیدا کړه او ورته وې ویل:

– ما تا ته یو پلمېټ راوړي دئ، یو چا ما ته وویل چي ستا ډېر خوښ دئ.

هوسۍ وویل:

– مننه! زه یې نه غواړم ځکه زما غاښونه پڅ دي او نه یې سم په غاښولای.

پړانګ چي دا واورېده پر هوسۍ یې یرغل وکړ، تر غاړي یې ونیوله او خپل کور ته یې یووړه چي په آرامه یې وخوري، له هغه وخت څخه راهیسي پړانګان هوسۍ خوري او د چنګښي څخه پیسې نه غواړي.

د دې نکل درس دا دئ چي هیڅکله باید د بل چا په کار، کار ونه لرو.

( له افریقایي سرچینو څخه)

 منبع: http://larawbar.net/32095.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.