د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ
 


لیکوال : هانس کرستین اندرسن
ژباړه : یوسف هېواددوست


هماغه شان چې پوهیږئ، په چین کې، چینایي امپراتور دی. د هغه دربار او وګړي هم چینایان دي! دا کیسه کلونه وړاندې پېښه شوې ده، له همدې امله په دې ارزي مخکې له دې چې هېره شي، یو ځل بیا وویل شي. په چین کې د امپراتور ماڼۍ، د نړۍ ترټولو ښایسته ماڼۍ وه. دغه ماڼۍ له چیني ښېښو څخه په ډېر لګښت جوړه شوې او ډېره ماتېدونکې وه، تر دې کچې چې انسان دې ته اړ کېده چې آن لاس یې په کوم څیز و نه لګیږي، او دا یو ستونزمن کار و. بڼ له ډېرو ښایسته ګلانو ډک و، او د تر ټولو حیرانوونکو ګلانو په غاړه یې واړه نقره یې زنګونه ځوړند کړي ول، چې شرنګ شرنګ یې کاوه، او انسان نشو کولای پرته له لیدو یې ورڅخه تېر شي.

هوکې ! د امپراتور په ماڼۍ کې هر څه په ډېرې ځیرکتیا سره ترتیب شوي و. بڼ دومره لوی و چې آن بڼوال نه پوهېده چې بڼ چېرته پای ته رسیږي. که چا به په بڼ کې قدم وهه، په پای کې به له لوړو ونو څخه ډک ښایسته ځنګل ته او ژورو ویالو ته رسېده. ځنګل تر سیند پورې غزېدلی و، تر هغه سیند پورې چې ډېر ډوب او له اوبو ډک و، تر دې کچې چې آن سترو بېړیو هم کولای شول د ښاخونو لاندې دلته وچلیږي. هلته یو بُلبل ژوند کاوه چې ډېرې ښایسته سندرې یې بوللې، تر دې حده ښکلې وې چې آن هغه بېوزلي کب نیونکي چې به هره شپه دلته راته او خپل جالونه سیند ته واچوي او ډېر بوخت و، خو بیا هم کله چې به یې د بُلبل غږ واورېد، چوپ به ودرېد او ویل به یې: «خدایه ! څومره ښایسته یې وایي !»، خو نه یې شو کولای چې تر ډېره د بُلبل سندرو ته غوږ شي، ځکه ډېر بوخت و، او دا مرغۍ یې ژر هېرېده. په همدې توګه کله چې به یې په بله شپه بیا د بُلبل غږ واورېد، نو بیا به یې د تېرې شپې هماغه خبرې په بیا بیا ویلې چې : «خدایه ! څومره ښایسته یې وایي!».

له ټولې نړۍ څخه مسافر به د امپراتور ښار ته راتلل چې د هغه ماڼۍ او بڼ وستایي، خو کله به یې چې د بُلبل غږ واورېد، ټولو به ویل چې د بُلبل غږ تر ټولو ښایسته دی. او کله چې به خپل هېواد ته ستانه شول، د امپراتور د ښار، ماڼۍ او بڼ په باب به یې ډېر کتابونه لیکل، خو هېڅکله به بُلبل ترې هېر نه و. هېڅکله هم نه!

دغو مسافر سېلانيانو به تل د کتاب په لومړي څپرکي کې له بُلبل څخه یادونه کوله، او هغو کسانو به چې شعرونه ویلای شول، هغوی به هم د هغه بُلبل په باب  ستر غزلونه کښل چې د ځنګله سره له اوبو ډک او ډوب سیند په غاړه يې ژوند کاوه. دغه کتابونه په ټوله نړۍ کې لوستل کېدل. او په پای کې یوه ورځ، یو کتاب د امپراتور لاس ته ورغی. هغه پر خپلې طلایي څوکۍ ناست و او په لوستلو یې پیل وکړ او د لوستلو په وخت کې، کله به چې هغې پاڼې ته ورسېد چې د هغه د ماڼۍ او بڼ ستاینه په کې شوې وه نو د مننې په توګه به یې خپل سر وښوراوه، خو ناحاپه دې جملې ته ورسېد چې: «...خو د بُلبل غږ ترټولو ډېر ښایسته دی.»

امپراتور وویل: «څه !... بُلبل !... زه ولي هغه نه پېژنم؟ آیا زما امپراتورۍ کې، په همدې بڼ کې؟ داسې یو الوتونکی هم شتون لري؟! ما هېڅکله هم په دې باب څه نه دي اوریدلي، ګواکې دا هغه څه دي چې باید د هغه په باب یې ولولو!». هغه د دربار مشر راوغوښت. هغه یو اشرافي و او که د هغه له مقام څخه ښکته چا به ورسره خبرې وکړې او یا کومه پوښتنه به یې وکړه، هغه به یوازې دا ویل چې: «پ»، او دا «په» اصلا کومه مانا نه درلوده. امپراتور وویل: «په دې کتاب کې لیکل شوي چې په دې بڼ کې داسې یو الوتونکی شته چې بُلبل نومیږي، خلک داسې فکر کوي چې دا زما په ستره امپراتورۍ کې یو حیرانونکی څه دی. ولې، ما د هغه په باب، هېڅکله هم، هېڅ نه دي اورېدلي ؟!»

د دربار مشر وویل: «ما هم هېڅکله، هېڅ نه دي اورېدلي او دربار ته هم، نه دی ورپېژندل شوی. » امپراتور وویل: «زه غواړم چې بُلبل همدا نن مازیګر، ماڼۍ ته راشي او ما ته سندرې ووایي! ټوله نړۍ یې پېژني! خو زه یې نه پېژنم !». د دربار مشر وویل: «ما پخوا هېڅکله هم دغه نوم ندی اورېدلی، خو له لټولو وروسته به يې پیدا کړم!». خو دا به چېرته پیدا شي؟ د دربار مشر د ماڼۍ ټولو برخو ته منډې وهلې، د زینو له پاټکو به ښکته او پورته کېدو، له اوږدو دالانونو څخه تېرېده، او له ټولو به یې پوښتل، خو له هر چا څخه چې به یې د بُلبل په هکله پوښتنه کوله، هغوی به هېڅکله هم په دې باب، هېڅ هم نه و، اورېدلي. نا هیلی امپراتور ته راغی او ویې ویل چې دا کیسه به یوه له هغو افسانو څخه وي چې په کتابونو کې یې لیکلي، او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ: «اعلیحضرت امپراتور هر هغه څه هم چې په کتابونو کې لیکل کیږي باید و نه مني! زما دا خبرې روغې دي. دغه شان کارونو ته کوډې او جادو وایي!». امپراتور ځواب ورکړ: «خو هغه کتاب چې ما لوستلی، ما ته د جاپان ستر امپراتور را استولی، نو ځکه خو نشي کېدای چې ناسم وي. زه غواړم د بُلبل غږ واورم او همدا نن شپه! همدا نن شپه! او که بُلبل را نه شي، امر به وکړم چې د ډوډۍ له خوړلو وروسته د ټولو درباریانو، خېټې په سوکانو ووهل شي!».

د دربار مشر په وېرېدونکې بڼه وویل: «ت ـ پ»، او بیا به د زینو له پاټکو پورته او ښکته تللو، له دالانونو تېرېده او تر شا یې د دربار نیمایي ډله ورسره پورته او ښکته تلله، ځکه نه یې غوښتل چې له ډوډۍ وروسته، د هغوی خېټې په سوکانو ووهل شي! هر چېرې د هماغه حیرانونکي بُلبل په باب خبرې کېدې چې ټوله نړۍ یې پېژني خو دلته په دربار کې یې څوک نه پېژني! په پای کې په پخلنځي کې یوه کوچنۍ بېوزله نجلۍ ولیده چې ویل یې: «زه هغه ښه پېژنم. کولای شي سندرې ووایي! هره شپه چې زه اجازه اخلم چې پاتې شوې ډوډۍ، خپلې ناروغې بېوزلې مور ته چې د سیند پر غاړه هلته ژوند کوي، یوسم، د بېرته راتګ په لاره کې په داسې حال کې چې ستړې یمه او هلته په ځنګله کې دمه نیسمه، د بُلبل د سندرو نارې اورم. د هغه د نارو له اورېدو څخه وروسته مې په سترګو کې اوښکې راډنډ شي. داسې احساس کوم، کت مټ لکه داسې چې مور مې ما ښکلوي!».

د دربار مشر وویل: «د پخلنځي کوچنۍ نجلۍ! که موږ تر بُلبل پورې ورسوې، نو هغه څه به وکړم چې د تل لپاره په پخلنځي کې یو مقام ولرې او له دې سره جوخت د امپراتور و ډوډۍ خوړلو ته به هم ګورې، څکه بُلبل همدا نن شپه دربار ته راغوښتل شوی.» په دې توګه ټول د هغه ځنګله خوا ته ور روان شول، چې هلته بُلبل چغېده. د دربار نیمایي کسان هلته ورسره ول. دوی چې په لاره روان شوي و، ناڅاپه یو غوایي رمباړې پیل کړې. ټولو درباریانو چیغې کړې او یو تن یې وویل: «اوه ! همدلته دی. دا کوچنی حیوان څومره ځواکمن غږ لري! زه باور لرم چې دا غږ مې ډېر اورېدلی !». د پخلنځي کوچنۍ نجلۍ وویل: «نه ! دا د غوایي غږ دی، موږ له هغه ځای څخه چې هلته بُلبل اوسیږي، لا ډېر لرې یو!».

ورپسې بیا، دوی له یوې کوچنۍ لارې څخه تېرېدل. چونګښو، قوړ قوړ کاوه. د دربار چینایي کشیش وویل : «دا غږ ښایسته دی، زه کولای شم د هغه غږ واورم، د هغه غږ لکه د کلیسا د کوچنیو زنګونو په څېر دی.» د پخلنځي کوچنۍ نجلۍ «نه ! دا د چونګښو غږونه دي، خو فکر کوم چې ډېر ژر به د بُلبل غږ واورو.»

لږ شېبې وروسته سمدلاسه بُلبل په سندرو پیل وکړ. کوچنۍ نجلۍ وویل: «همدا دی، غوږ ونیسۍ! غوږ ونیسۍ! هلته پورته په څانګه ناست دی.» وروسته یې هغې خړرنګه الوتونکي ته ګوته ونیوله د څانګې پر سر ناست و. د دربار مشر وویل: «هېڅ امکان نه لري. ما فکر نه کاوه چې دا ډول دې وي. له ورایه ډېر معمولي ښکاري!». د دغو ټولو له لیدو وروسته د اشرافي سړي د څېرې بڼه بدله شوه. د پخلنځي کوچنۍ نجلۍ په لوړ غږ وویل: «کوچنی بُلبله ! زموږ ستر امپراتور له تا څخه غواړي چې ورته نغمې ووایې.»

بُلبل ځواب ورکړ: «په پوره ویاړ سره.» وروسته بُلبل ترټولو شایسته سندرې وبوللې.

د دربار مشر وویل: «غږ یې لکه د کوچنیو ښیښه یې زنګونو په شان دی! کوچني ستوني ته یې وګورئ چې څنګه رپیږي. ډېره حیرانونکې ده چې موږ پخوا هېڅکله هم د هغه غږ نه و اورېدلی! د هغه غږ به په دربار کې د ټولو د پاملرنې وړ وګرځي !.» بُلبل فکر کاوه چې د همدغو سړیو په ډله کې به یو هم امپراتور وي، او پوښتنه یې وکړه: «کولای شم امپراتور ته نورې سندرې هم ووایم ؟» د دربار مشر وویل: «زما کوچنی او بې جوړې بُلبله! اجازه لرم چې په ډېرې خوښۍ سره تاسو د دربار د نن شپې جشن ته راوبولم. هلته به تاسو په خپل په زړه پورې غږ سره، اعلیحضرت امپراتور خپل مین کړئ.»

بُلبل ځواب ورکړ: «دا غږ همدلته په دې زرغون ځنګل کې ډېر ښه په غوږونو لګیږي!»، خو کله چې یې واورېدل، امپراتور ټینګار لري، په مینې سره ماڼۍ ته د ورتګ لپاره په هغوی پسې والوت. په ماڼۍ کې یې ټولې کوټې پاکې او ځلانده کړې وې! د ماڼۍ دېوالونه او غولی چې له چیني ښېښو څخه جوړ ول، د زرګونو څراغونو تر روښنایۍ لاندې، لکه د زرو، برېښېدل. تر ټولو ښایسته ګلان یې په کوچنیو زنګونو سره ښکلي کړي او په دالانونو کې یې ځای پر ځای کړي ول. دا زنګونه دومره ښورېدل او غږونه یې کول چې سړی نه پوهېده څوک څه وایي؟

د مېلمستیا د ستر صالون په منځنۍ برخه کې هلته چې امپراتور ناست و، یوه طلایي کړۍ یې راځوړنده کړې وه چې بُلبل به هلته کیني، ټول درباریان هلته راټول شوي ول، او د پخلنځي کوچنۍ نجلۍ چې اوس یې نو، د «پخلنځي نجلۍ» نوم ګتلی، اجازه درلوده چې د یوې دروازې تر شا ودریږي او د بُلبل غږ واوري. ټولو خپل ډېر ښه کالي په تن کړي و، او ټولو هغې کوچنۍ خړ رنګه مرغۍ ته کتل چې امپراتور په ډېرې مینې سره د هغې خوا ته سر ښوراوه. کله چې بُلبل په بوللو پیل وکړ، دومره ښکلې یې وېلې چې د امپراتور په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او هغه  وخت چې دغه اوښکې د امپراتور پر باړخوګانو راتویې شوې، کوچنۍ مرغې لا ښکلې سندرې ووېلې، هغه شان ښکلې چې غږ یې په زړونو کې کېناست او د امپراتور چې دغه غږ ډېر خوښ شوی و، امر یې وکړ چې د هغه طلایي څپلۍ د مرغۍ په غاړه کې وځړوي، خو بُلبل له امپراتور څخه مننه وکړه او په داسې حال کې چې په بشپړه کچه له ویاړونو برخمن شوی و، هغه ته وویل:«ما د امپراتور په سترګو کې اوښکې ولیدې چې ما ته زیات ارزښت لري! د امپراتور اوښکې پیاوړی ځواک لري! خدای شاهد دی چې همدا ډالۍ ما ته ډېره ده.»

یو ځل بیا بُلبل په خپل زړه وړونکي او آسماني غږ سره، سندرې وویلې. د دربار ټولو مېرمنو وویل: «دا تر ټولو ګران او زړه وړونکی غږ دی چې تر اوسه موږ اورېدلی !»، له هغې وروسته، دغو ښځو کله به یې چې غوښتل له چا سره خبرې وکړي، نو خوله به یې له اوبو ډکه کړه او هڅه به یې کوله چې غږ وباسي، ځکه هغوی فکر کاوه چې دوی به هم لکه بُلبل شي! دا لا څه چې ان د دربار کارکوونکې او خدمې هم خوشاله وې، او دې کار په رښتیا هم ډېر ارزښت درلود، ځکه ترټولو سخت کار دا دی چې هغوي خوشاله وساتل شي. هوکې ! په هغې ماڼۍ کې د بُلبل اوسېدل، یوه ستره بریا وه.

وپتیل شوه چې بُلبل په دربار کې پاتې شي، ځان ته یو قفس ولري او په خپلواکه توګه هره ورځ دوه ځلې، او هره شپه یو ځل له قفس څخه د باندې راووځي، خو تل به له هغه سره، دوولس خدمتګاران مل وي او هر یو به هغه ورېښمین تار په لاس کې ولري چې د بېوزلې مرغۍ په پښو کې تړلی و، خو په دغه شان حال کې ګرځېدل هغه ته هېڅ خوند نه درلود. د ښار ټولو اوسېدونکو د دغې حیرانوونکې مرغۍ په باب خبرې کولې. کله چې به په واټ کې دوه تنه سره مخامخ شول، نو د بُلبل نوم به یې په بیا بیا یادوو! د خوړو او خوراکي توکو د دوولس هټیو خاوندانو د خپلو بچیانو نوم «بُلبل» کېښود، خو له هغوی څخه هېڅ یو هم نشو کولای سندرې ووایي.

یوه ورځ امپراتور ته یوه ډالۍ راورسېده. د ډالۍ پر پوښ لیکل شوي و «بُلبل». امپراتور د ډالۍ له لیدو وروسته وویل: «ښایي زموږ د نومیالۍ مرغۍ په باب به بل کتاب هم لیکل شوی وي.»، خو هغه تېروتلی و، دا کتاب نه و، پر ځای یې یو کوکي بُلبل و. دغه کوکي بُلبل یې په یو کوچني ډبلي کې ایښی و. هغه یو رښتیني بُلبل ته ورته و، خو دا له سرو او سپینو زرو جوړ شوی و، او په ډېرو قیمتي ډبرو لکه توربخن یاقوت، سور یاقوت او الماسو ښایسته شوی و. کله چې به یې کوک کړ لکه د رښتیني بُلبل په شان به یې یو ډول غږ کاوه، او د غږ په وخت کې به یې نقره یې لکۍ پورته او ښکته کېده. د دغه بُلبل پر غاړه یوه ټوټه تړل شوې وه چې پرې دا جمله ترسترګو کېده: «د چین امپراتور د جاپان د بُلبل د امپراتور په پرتله، لږ ارزښته دی.» خو ټولو درباریانو ویل: «ښکلی دی» او هغه چا چې دا بُلبل راوړی و. ډېر ژر یې د «سلطنتي د ستر بُلبل د ډالۍ د راوړونکي» لقب ترلاسه کړ. ټولو ویل: «هغوی دواړه باید یو ځای نغمې ووایي. عجیبه سیالي به وي.»

له همدې امله هغوی یو ځای نارې وهل پیل کړې، خو ګټه یې نه درلوده، ځکه رښتیني بُلبل په خپل ډول سندرې ویلې او کوکي بُلبل د هغه دبلي نه سندرې ویلې چې په ټټر کې یې ځای پر ځای شوی و. د سلطنتي آرکستر مشر وویل: «کوکي بُلبل ملامت نه دی، د نوټ واټنونه سم په پام کې ساتي. هغه زما د موسیقۍ له ښوونځي څخه دی!» له هغې وروسته کوکي بُلبل اړ شو چې په یوازې ځان نغمې ووایي او د رښتیني بُلبل سره په پرتله کې له هغه څخه زیاتې بریاوې لاسته راوړي. د دې ترڅنګ کوکي بُلبل له زرق او برق څخه ډکو بازو بندونو او د ټټر له سینجاقونو سره، له ورایه ښایسته ښکارېده. کوکي بُلبل یوه سندره دری دېرش ځله وویله او ستړی نشو! د درباریانو زړه غوښتل چې هغه بیا هم سندرې ووایي، خو امپراتور فکر وکړ چې اوس نو د رښتیني بُلبل وار دی چې سندرې ووایي، خو بُلبل چېرې و؟ د هیڅ چا پام نه و چې بُلبل له قفس څخه بیا د خپل زرغون ځنګل پر خوا والوتی. امپراتور په قهر سره وویل : «دا څه مانا لري ؟» ه دې توګه ټولو درباریانو هم بُلبل ورټه او هغه یې یو نه منونکی موجود وباله او ویې ویل: «ترټولو ښه مرغۍ له موږ سره ده !»

کوکي بُلبل اړ شو چې بیا هم سندرې ووایي. دا هماغه غږ و چې هغوی څلور دېرش ځلې واورېد، خو لا یې هم نه و زده، ځکه یو ستونزمن غږ و. د سلطنتي آرکستر مشر د کوکي بُلبل ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ چې دا الوتونکی نه یوازې په ښکاره بڼه او خپلو الماسو سره، چې په دننه کې هم له رښتیني بُلبل څخه ښه دی. هغه وویل : «اعلیحضرت او ښاغلیو! تاسو هېڅکله هم نشئ کولای د رښتیني بُلبل په اړه وړاندوینه وکړئ چې څه به پېښ شي؟ په داسې حال کې چې په کوکي بُلبل کې غږ له مخکې د وړاندوینې وړ دی. همداسې او له دې پرته هېڅ هم نه! کېدای شي هر څه څرګند شي. کولای شو هغه راوسپړو اوهلته د انسان کار وښیو او وکتل شي چې ډبلی چېرې ایښودل شوی او څنګه کار کوي؟ او یا هم پرزې څنګه یو پر بل ایښودل شوي ؟» تولو درباریانو په یو غږ وویل: «بیخي سمه ده، زموږ اند هم همدا دی.»

همدا و چې سلطنتي ارکستر ته اجازه ورکړل شوه چې کوکي بُلبل راتلونکې یکشنبه ټولو ته وروښیي. امپراتور فکر وکړ چې خلک هم باید د کوکي بُلبل غږ واوري. خلکو هم د بُلبل غږ واورېد او دومره یې ترې خوند واخیست لکه چې د یو چای له څښلو وروسته ډېر خوښ شي. هر چېرې همدا پېښه وه. ...خلکو د خپل لاس د غټې ګوتې په واسطه د آسمان خوا ته اشاره کوله او ویل به یې: «اوه. ..»، خو بېوزلی کب نیونکي چې د اصلي بُلبل غږ اورېدلی و نو ویل به یې: «ډېر ښایسته او لکه د الوتونکي په شان غږ لري، خو یو څیز په کې نشته، او زه نه پوهیږم چې هغه څه دي ؟ !»

رښتینی بُلبل له امپراتورۍ څخه ووت، او کوکي بُلبل د امپراتور د تخت خوا کې د یو ورېښمین بالښت بر سر، د هغه ځای ونیو او ټولې هغه طلایي او قیمتي ډبرې یې چې د ډالیو په توګه ترلاسه کړې وې د هغه تر څنګ کېښودې. کوکي بُلبل د «سلطنتي ستر میز سندربول» ویاړ ترلاسه کړ او کیڼې خوا د هغه شمېر لومړی و. امپراتور فکر کاوه چې کیڼه خوا ارزښتناکه ده!، ځکه چې زړه هم د انسان کیڼې خوا ته وي، ان د یو امپراتور په وجود کې هم.

د سلطنتي آرکستر مشر د کوکي بُلبل په اړه په پنځه ویشت ټوکونو کې یو کتاب ولیکه. دغه اثر نه یوازې لوړ او له خبرتیاوو ډک و، چې له ډېرو پېچلو چینایی کلمو څخه هم ډک و، خو ټولو دا کتاب وپېروده، او ویلې یې چې هغه یې لوستلی او پرې پوهېدلي دي. که هغوی داسې نه وای کړي، نو د ناپوهانو له ډلي شمېرل کېدل، او په خېټو به پر سوکانو وهل شوي وای. په دې توګه یو کال تېر شو.

امپراتور، درباریانو او د چین ټول چینایي اوسېدونکي د «سلطنتي میز ستر سندربول» هره سندره له یاده زده کړې وه. پوښتنه دا ده چې د دوی دغه تکراري غږ، ولې خوښېده؟ خبره روښانه وه، ځکه هغوی کولای شول دغه سندرې پخپله ووایي او ټولو به ویلې. په کوڅو کې شیطانو هلکانو به هم ویلې «زي زي زي زي ـ کلاک کلاک کلاک...» امپراتور هم همدا کار کاوه.

هوکې ! په رښتیا هم په زړه پورې وه. خو یوه ورځ مازیګر چې بُلبل سندرې ویلې او امپراتور ورته په خپل تخت کې اوږود غزېدلی و او سندرو ته یې غوږ نیولی و، یو ناڅاپه یو غږ شو «ترق» او یو څه شئ مات شو. د څرخ ټولې پرزې پر بل مخ شوې او کوکي بُلبل له کاره ولوېد. امپراتور د خوب له ځایه ټوپ ووهه او خپل ډاکټر یې راوغوښت، خو هغه هم هېڅ هم نشو کولای، نو ځکه خو امپراتور ساعت جوړونکی راوغوښت. ساعت جوړونکي په ډېرې سختۍ سره مرغۍجوړه کړه او څرګنده یې کړه چې ګرارۍ خرابه شوې او بله ګرارۍ هم ورته نه راځي او نه شي کېدای چې د تل لپاره کوکي بُلبل ته کوک ورکړو، ستر ناورین و! هغوی اجازه درلوده چې په کال کې یو ځل هو! یوازې یو ځل دغه مرغئ کوک کړي، او په دې توګه به په سختۍ سره خپل غږ وباسي. خو ورسره جوخت د سلطنتي آرکستر مشر په داسې حال کې چې په ډېرې سختۍ سره خبرې کولې، د یوې لنډې وینا په ترڅ کې وویل: «کوکي بُلبل په ښه توګه شته او تل به وي.»

پنځه کاله تېر شول او یو ناڅاپه هیواد ته ستر غم ورپېښ شو. که څه هم امپراتور ټولو ته ګران و، خو اوس چې هغه ناروغه شوی و، ویل به یې چې: هغه به نور ژوندی پاتې نه شي. له همدې امله نوی امپراتور ونومول شو. خلکو به په لارو کې د دربار له رئيس څخه د امپراتور د حال پوښتنه کوله او هغه به یوازې د سر په ښورولو سره ویل «پ». امپراتور سوړ او له الوتې بڼې سره پر خپل پرتمین تخت اوږود غزېدلی و. ټولو درباریانو ګمان کاوه چې هغه نور نو مړ شوی او هر یو په تلوسې سره نوي امپراتور ته د ښه راغلاست ویلو لپاره هلته ورتلل. د ماڼۍ کارکوونکي له ماڼۍ څخه د باندې ووتل چې د باندې د دې موضوع په اړه، خبرې وکړي. د دربار مېرمنې یو د بل سره ناستې او قهوه یې څښله. د قصر د کوټو او دالانونو غولي پوښل شوی و چې د چا د پښو غږ وانه ورېدل شي، او له همدې امله ټوله ماڼۍ په چوپتیا کې وه. خو امپراتور چې لا، نه و مړ شوی، د خپل پرتمین تخت د جګو بخملي پردو ترمینځ چې درانه طلایي ځونډي برې ټومبل شوي ول، په الوتې بڼه او بې ځواکه تن، اوږود غزېدلی و.

پاس هلته د یوې کړکۍ ور پرانیستی و، او د سپوږمۍ رڼا د هغې څخه د امپراتور او کوکي مرغۍ پر سر، خوره وه. بیچاره امپراتور  په سختۍ سره ساه وېستله. احساس یې کاوه چې کوم څه یې پر ټټر دروندوالی کوي. کله چې یې سترګې پرانیستلې، ویې لیدل چې پر سینه یې مرګ ناست دی. طلایي تاج یې پر سر، په یو لاس کې یې طلایي توره او په بل لاس کې یې سلطنتي نښان نیولی و. د تخت پر شا او خوا د ځوړندو پردو له لړونو څخه یو شمېر حیرانو څېرو ورته کتل. ځینې یې په ډارونکي توګه کرکجنې وې او ځینې یې خوږې او مهربانه ښکارېدې. هغوی د هغو بدو او نیکو چارو نښې وې چې امپراتور د خپل ژوند په اوږدو کې ترسره کړې وې. اوس یې مرګ پر ټټر ناست و او هغه ورته کتل.

لومړۍ څېرې زمزمه کړه : «آیا په یاد دې دي...؟» او په دې توګه ټولو څېرو هغه ته یو څه وویل، چې له وېرې، د امپراتور پر وچولي سړه خوله راوخته. امپراتور چیغه کړه : «نه، نه، زه هېڅکله هم نه پوهېدم...» او هیله یې وکړه چې : «موسیقي، موسیقي. ستر چینايي زنګ وغږوئ چې و نشم کولای ستاسو غږ واورم.» خو څېرو خبرو ته ادامه ورکړه او مرګ لکه یو رښتینی چیني خپل سر له هرې خبرې سره خوځاوه. امپراتور هیله وکړه: «کوچنی طلایي بُلبله ته سندرې ووایه! ما تا ته طلا او ارزښتناک جواهرات درکړي. ما په خپل لاس خپلې طلایي څپلۍ ستا تر غاړې راتاوې کړې، ووایه، هیله کوم سندرې ووایه...!»، خو کوکي بُلبل هماغه شان چوپ ولاړ و، ځکه کوم څوک نه و چې هغه کوک کړي، له همدې امله یې نشو کولای سندرې ووایي. مرګ د امپراتور د کُړاغو سترګو د ننوتو ګاټو څخه پر هغه بر شوی و. چوپتیا خوره وه. ډېره وېرونکې چوپتیا.

یو ناڅاپه یو زړه راښکونکي غږ دغه چوپتیا ماته کړه. دا رښتینی بُلبل و چې د امپراتور له ناروغۍ او ناسوبتیا خبر شوی و، راغلی و چې د امپراتور د کوټې له پنجرې د باندې د یوې څانګې پر سر کېني، سندرې ووایي چې امپراتور ته هیله او هوساینه وروبښي. کله چې یې سندرې ویلې په دې وخت کې هغه څېرې چې د پردو په ولونو کې ښکارېدې کمزورې او لا کمزورې کېدې. د امپراتور په وجود کې وینه په زیات فشار سره په خوټېدو شوه. مرګ هم د مرغۍ سندرو ته غوږ شو او ویې ویل: «کوچنی بُلبله ! سندرو ویلو ته دې ادامه ورکړه !»

بُلبل وویل : «آیا کولای شې دا طلایي توره ما ته راکړې؟ آیا کولای شې د امپراتور تاج ما ته راکړې؟» مرګ خپل ټول شته او غنایم، د یو غږ پر وړاندې، هغه ته ورکړل او ورپسې بُلبل د کلیسا د غولي د چوپتیا په باب سندرې وویلې، د هغه ځای په اړه چې هلته د ګلابو سپین ګلان راټوکیږي، د هغه ځای په باب هلته د عکاسي خوشبویه ونې شته، د هغه چمن په باب چې هلته د غمجنو کسانو له اوښکو خړوب او زرغون دی. مرګ د بڼ لپاره دومره زړه تنګی شو چې نور نو لکه سړه او سپینه سپوږمۍ، له کړکۍ د باندې والوت او لاړ.

امپراتور زمزمه کړه : «مننه، مننه! ته اسماني غږ یې، زه تا پېژنم! ته مې له خپل هېواد او خپلې امپراتورۍ څخه وشړلې، خو له دې سره سره تا زما د تخت له شا او خوا څخه شیطاني انځورونه لرې او مرګ دې زما له زړه څخه ووېست. زه کومه ډالۍ تاته درکولای شم ؟»

بُلبل ځواب ورکړ: «تاسو ما ته ډالۍ راکړې ده! ما چې د لومړي ځل لپاره سندرې وویلې، تا دې ما ته د سترګو اوښکې راکړې، هغه څه چې هېڅکله به یې هېرې نه کړم. هغه اوښکې داسې مرغلرې دي چې د سندرمار زړه تودوي. اوس نو تاسو خوب وکړئ چې وکولای شې، لا پیاوړی شې. زه به درته نورې سندرې هم ووایم.» کوچنۍ مرغۍ سندرې ویلې او امپراتور په خواږه خوب ویده شو. په آرام او ځواک بښونکي خوب. کله چې د لمر وړانګې له کړکۍ نه د کوټې مینځ ته خورې شوې. امپراتور روغ او هوسا له خوب څخه راپاڅېد. لا هېڅ خدمتګار یې نه و راغلی، ځکه هغوی فکر کاوه چې هغه مړ دی، خو بُلبل همالته و، او لا یې هم سندرې بوللې.

امپراتور وویل: «ته باید د تل لپاره زما سره پاتې شې او هر وخت چې دې زړه شه، سندرې وایه، زه به هم کوکي مرغۍ ماته او زر ټوټې کړم.» بُلبل ځواب ورکړ: «نه ! دا کار مه کوه ! کوکي مرغۍ چې څومره کولای شول، سندرې وویلې، لکه پخوا درسره یې وساته، زه نشم کولای په ماڼۍ کې جونګړه جوړه کړم او ژوند وکړم. اجازه راکړه هر وخت چې زړه مې وغوښتل دلته راشم. له کړکۍ د باندې د ونې پر څانګې کېنم او درته سندرې ووایم او په دې توګه تا خوښ او له ښو اندېښنو ډک کړم. زه به د هغو کسانو سندرې ووایم چې نیکمرغه دي، د هغو کسانو سندرې چې رنځ ګالي. زه به د ټولو هغو ښو او بدو سندرې تاته ووایم چې ستا په شا او خوا کې تېریږي او ته یې نه ګورې، ځکه یوه کوچنۍ مرغۍ ډېرو لرې ځایونو ته الوزي. د بېوزلو کب نیونکو جونګړو ته او د کلیوالو کوډلو ته ورځي، چې ستا له ماڼۍ او دربار څخه ډېر لرې دي. ما ته ستا زړه ستا له تاج او تخت څخه ډېر ګران دی. په دغه شان حال کې احساس کوم چې تاج یو سپېڅلی عطر لري. زه به راشم، زه به تاته سندرې ووایم، خو ته به یوه ژمنه راسره کوې!»

امپراتور په داسې حال کې چې سلطنتي جامې یې، خپله پر تن کولې، د خپلې طلایي تورې لاستئ یې نیولی او مخامخ د خپل زړه خواته یې نېغه کړې وه، ویې ویل: «هره ژمنه چې ته یې غواړې زه یې درکوم !» بُلبل وویل: «زه له تا څخه غواړم چې هېڅ چا ته و نه وایې چې ته داسې یوه کوچنۍ مرغۍ لرې چې هرڅه تاته وایي. دا به ډېر ښه وي.» د دغو خبرو له څرګندولو وروسته کوچنۍ مرغۍ لاړه والوته. خدمتګاران کوټې ته ننوتل چې خپل مړ شوی امپراتور وګوري، خو ټول له حیرانتیا هغه وخت پر خپل ځای ودرېدل پر خپل ځای ودرېدل چې امپراتور ورته وویل: «سهار په خیر!» پای

منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2spEkzr

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.