ژباړه : اتل ترين - لندن

یوه ورځ یو د ګیدړي بچي پر لار روان وو چي د یو پړانګ سره مخامخ سو، د دې امکان نه وو چي هغه پټ سوی وای او یا تښتېدلی وای، هغه له خپل ځان سره فکر وکړ چي اوس باید څه وکړ؟ زه باید یوه چاره پیدا کړم که نه زما ژوند به پای ته ورسیږي، نو یې پړانګ ته وویل:

– پړانګه! ما ته غوږ ونیسه!

پړانګ حیران سو. بېله د هغه له مور څخه هیچا هغه ته پخوا په دا انداز خبري نه وې کړي، پړانګ وویل:

– تا ته ولي غوږ ونیسم؟

ګیدړي وویل:

– ځکه زه تا مړ کولای سم!

پړانګ نور هم حیران سو او وې ویل:

– ته ما مړ کولای سې؟!

ګیدړي وویل: هو! ځکه چي زه تر تا بېرونکی یم، ستا څخه به یو موږک یا یوه سوۍ بېرېږي خو زما څخه انسان لا بیریږي!

پړانګ وویل:

– زه ستا خبره نه منم.

ګیدړي وویل:

– ښه! نو زما سره راځه!

هغه په جګو او لوړو وښو کي د انسانانو یوه کلي ته ولاړه، پړانګ هم په پسې سو. خلکو د ګیدړي بچی په وښو کي نه سوای لیدلاي خو هغه غټ پړانګ یې ولید او ټوله وتښتېدل، ګیدړي خپل سر له وښو څخه راوایستی او پړانګ ته یې وویل:

– ودي لیدل؟ اوس مي خبره منې، کنه؟ زه اول هلته ورغلم او ټوله زما څخه وبېرېدل، هیچا تا ته پام ونه کړ.

پړانګ مجبوره سو چي د ګیدړي خبره ومني، بیا نو دی هم د ګیدړي څخه وبېرېدی او وتښتېدی.

د دغه نکل درس دا دئ چي زور یوازي په غټو منګلو او زورورو غاښونو کي نه دئ بلکي په عقم کي هم سته.

( د چین د هیواده څخه)

 منبع: http://larawbar.net/31834.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.