source of image: https://pilipililove.files.wordpress.com/2011/12/ugly-duckling-copy2.jpg

 

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن                  

ژباړونکی: پوهندوی آصف بهاند   

د ایلۍ بد رنګه چورګوړی

Den grimme ælling 

لومړۍ برخه

اوړی و، په کلي کې هر څه ډیر ښکلي وو. غنمو رنګ اړولی و، وربشئ شنې وې، په چمنونو کې واښه له خیال نه دانګې وانګې پراته وو، ډینګان(لک لک) په خپلو اوږدو سرو لینګیو ولاړ او په مصري ژبه یې خبرې کولې، هغه ژبه چې له مور نه یې زده کړې وه. د چمنونو او شنو جلګو شاوخوا کې لوی ځنګلونه ولاړ وو او د ځنګلونو په منځ کې ژور سیندونه وو. هوکې، په کلي کې هر څه ښکلي وو! د لمر تر وړانګو لاندې دیوه شتمن(ارباب) کور و چې چار چاپیره یو ژور خندک ور نه را تاو و. د کور له دیوالونو نه د اوبو تر څنډې پورې د بابا آدم د بوټي(ډنمارکي کلمه) پاڼې شنې شوې وې او دومره جګې شوې وې چې واړه ماشومان یې تر پاڼو لاندې دریدلای شول. دا ځای داسې ګڼ و لکه وحشي ځنګل. هلته یوه بتکه په خپله ځاله کې ناسته وه او له هګۍ  نه د خپل بچي را وتلو ته سترګې په لاره وه. ډیر انتظار ستړې کړې وه، خو د بچي د را وتلو پته نه لګیده. نورې بتکې د دې په غم کې نه وې چې راشې دې سترګې په لارې ایلۍ ته د بوټو تر پاڼو لاندې سندرې وبولي، هغوی کرار د اوبو پر سر روانې وې.

په پای کې هګۍ پر له پسې ماتیدلې. غږ شو کړاغ کړاغ او ټولې هګۍ ژوندۍ شوې او چورګوړو خپل سرونه د باندې را ویستل.

بتکې و ویل:«قُت، قُت!» د وړو چورګوړو یوازینی کار چې زده و دا و چې د جیک جیک نری غږ وباسي او تر شنو پاڼو لاندې هرې خوا ته وګوري. مور یې اجازه ورکړه، څومره چې یې زړونه غواړي، ودې ګوري ځکه چې شین رنګ سترګو ته ګټه لري.

    د بتکې چورګوړو و ویل:«دنیا څومره لویه ده!»

او اوس دوی په داسې ځای کې وو چې له پخواني ځای سره یې ډیر توپیر درلود، دوی پخوا د هګیوو په منځ کې ویده وو.

د چورګوړو مور و ویل:«داسې فکر مه کوئ چې ټوله نړۍ همدا ده. دنیا د یوې اوږدې لارې په شان د بڼ هغه لوري ته هم غځیدلې ده، آن د کشیش تر ښونځي پورې، خو زه تر اوسه هلته نه یم تللې! زه هیله لرم چې تاسې هم همدلته پاتې شئ!»

بیا له ځایه جګه شوه پښو لاندې یې وکتل او وې ویل:«ڼه، تر اوسه ټول له هګیوو نه دي را وتلي، لویه هګۍ تر اوسه ځای پر ځای ده، څومره نور وخت به ولګیږي، نوره ستړې یم!» او بیا پر هګۍ کیناسته.

زړه بتکه یې چې لیدلو ته راغلې وه، و ویل:«ښه، اوضاع څنګه ده؟»

بتکه په داسې حال کې چې پر هګۍ ناسته وه، و ویل:«دې یوې هګۍ سره لکه یوه پیړۍ وخت پسې اوږدیږي، حتی نه شي کیدای چې سورۍ شي، هغوی ته وګوره، دا تر ټولو ښکلي چورګوړي دي چې تر اوسه پورې ما لیدلي دي! هغوی ټول خپل پلار ته پاتې کیږي، هغه نا ولی هیڅکله زما لیدلو ته نه راځي!»

زړې بتکې و ویل:«پریږده چې دا روغه هګۍ یو ځلې وګورم. دا د فیل مرغ هګۍ ده. ما ته هم یو ځلې همداسې را پیښه شوې وه، ته نه پوهیږې چې زه چورګوړو سره څومره په تکلیف شوم! هغوی له اوبو نه ډیر ویریدل، نه مې شول کولای چې هغوی د باندې وباسم. پر له پسې مې قُت قُت او تق تق کول، خو ګټه یې نه کوله. پریږده چې وې ګورم. بلې! بیخي د فیل مرغ هګۍ ده. دا همدلته پریږده او نورو ماشومانو ته لمبل ورزده کړه.»

بتکې و ویل:«لږ به نوره هم ورباندې کینم، ډیر وخت شو چې دلته ناسته یم، کولای شم لږه نوره هم ور باندې کینم.»

زړې بتکې و ویل:«څنګه دې زړه غواړي.» او نوره په خپله مخه ولاړه.

او په پای کې لویه هګۍ هم ماته شوه. څنګه چې چورګوړی له هګۍ نه را و وت، وې ویل:«پیپ! پیپ!» ډیر غټ او بد شکله چور ګوړی و. بتکې هغه ته وکتل او وې ویل:«عجیب ډارونکی غټ چورګوړی دی! یو زره هم دا نورو ته نه پاتې کیږي. حتمي به د فیل مرغ چورګوړی نه وي. ښه ډیر ښه، ډیر ژر به پوه شم! باید اوبو ته لاړ شي، حتی که اړوزم په لغته یې هم اوبو ته غورځوم!»

یوه ورځ وروسته ډیره ښه هوا وه. د اوبو په اړخ کې د لویو پاڼو باندې لمر ځلیده. بتکه له خپلو ټولو چورګوړو سره د ډنډ د اوبو په لوري وخوځیده. سړپ شو او مور اوبو ته ور ګډه شوه او وې ویل:«قُت! قُت!  او چورګوړو یو په بل پسې ځانونه اوبو ته ور وغورځول. اوبه یې سر پورې ورسیدې، خو بیا نیغ پاس راغلل ، خپلې پښې یې خوځولې او په ښایسته ډول  د اوبو پر سر مخ پر وړاندې ولاړل، او بد شکله خړ چورګوړی هم له نورو سره په لمبلو لمبلو روان و.

بتکې له ځان سره و ویل:«نه، دا فیل مرغ نه دی. وګورئ خپلې پښې څومره ښې کاروي! څنګه ځان نیغ د اوبو پر سر ساتي! زما خپل ښکلی چورګوړی دی! که ښه ورته ولیدل شي، دومره بد رنګه هم نه دی. قُت! قُت! اوس له ما سره راځئ، تاسو یوې دنیا ته بیایم او د بتکو بڼ کې مو نورو ته  ور پیژنم، خو هر کله به ما ته نږدې اوسئ چې څوک مو پښو لاندې نه کړي. پیشکې ته مو هم پام وي!»

او بیا د بتکو بڼ ته ورغلل. هلته ډارونکي غږونه وو. د دوو کورنیو د مار ماهي پر سر باندې دعوا کوله، خو په پای کې یوې پیشکې هغه تر لاسه کړ او وتښتیده.

څنګه چې د چورګوړو مور هم د ماهي د ککرې په فکر کې وه، نو خپله ټونګه(منقار) یې و څټله او وې ویل:«وګورې! د دنیا کار دغسې دی!» بیا یې خبره داسې وغځوله:«وښورئ، پښې مو و خوځوئ، داسې یې و ښيئ چې کولای شئ د بتکې غږ ایستلای شئ، خپله غاړه هغې مشرې بتکې ته ټیټه کړئ! هغه د دې ځای تر تولو ښه موجود دی! هغه اسپانوۍ وینه لري، د همدې له پاره هغه غټه او درنه ده. تاسو وګورئ، هغه سره جنډه یې چې په پښو پورې تړلې ده، د ځانګړیتوب نښه یې ده، دا نښه څوک نه شي ور نه اخستلای، دا هغه څه دي چې هغه له نورو خلکو او نورو څارویو جلا کوي! غږ وباسئ! ګوتې مو مه خوشې کوئ! یو روزل شوی چورګوړی لکه خپل مور او پلار خپلې پښې یو له بل نه لږ لرې نیسي! اوس مو خپله غاړه ټیټه ونیسئ او و وايئ: قُت!»

چورګوړو هم هماغه کار وکړ چې ورته ویل شوی و. نورې بتکې چې هلته را ټولې شوې وې کتل یې او په لوړ غږ یې ویل:«وګورئ! لکه چې تر اوسه پورې موږ ډیر لږ وو، اوس به موږ یوه ډله شو. وګورئ هغه بل چورګوړی څه ډول دی! نور هغه نه شو زغملای!» یوه بتکه والوتله او د یوې بلې غاړه یې په غاښ کړه.

د چورګوړو مور نارې کړې:«خوشې یې کړئ، هغه څه نه دي کړي!»

په غاښ کوونکې بتکې و ویل:«نه، هغه ډیر غټ او عجیب شی دی، باید تنبه کړای شي!»

مشرې بتکې چې سره جنډه یې په پښه پورې تړلې وه ، و ویل:«دا بتکه ښایسته بچیان لري، پرته له دا یوه نه، نور ټول یو له بل نه ښکلي دي. دې به هم چانس نه درلود، ډیره خواشینونکې ده چې بیرته یې نه شي سمولای!»

د چورګوړو مور و ویل::«دا چې یو چورګوړی نورو غوندې ښایسته نه دی، اوس څه نه شو کولای، خو ښه خوی او عادت لري په اوبو کې تلای شي او حتی له نورو نه ښه، فکر کوم د لوییدو په لړ کې ښکلی شوی هم دی، ډیر به یې وجود غټ هم نه شي. کله چې په هګۍ کې و، ډیر اوږد و، د همدې له پاره یې و نه شو کړای چې یوه ښه بڼه ولري!»

کله چې د چورګوړو مور دا خبرې کولې، د بد شکله چورګوړي غاړه یې پاکوله او اضافي بڼکې یې ښکته تویولېاو داسې یې زیاته کړه:«له دې نه پرته ډیره مهمه نه ده، ځکه چې هغه یو نارینه چورګوړی دی. فکر کوم چې هغه به په پوره اندازه قوي شي چې ځان ښه وځلوي!»

مشرې بتکې و ویل:«نور چورګوړي زړه وړونکي دي، داسې یې و انګیرئ چې خپل کور مو دی، که مو د مار ماهي ککره پیدا کړه، کولای شئ ما ته یې راوړئ!»

همداسې و لکه خپل کور کې چې وي.

خو دا چورګوړی چې له ټولو نه وروسته له هګۍ نه راوتلی و او لږ بد شکله هم و، نورو بتکو، چرګو اوچرګانو به په ټونګه باندې سکونډه، ټیله کاوه به یې او مسخرې به یې ور پورې کولې او ټولو به ویل:«ډیر غټ دی!» 

یو بل فیل مرغ چې فکر یې کاوه چې کوم اوسپنیز شی په پښو دنیا ته راغلی دی او ځان یې  امپراتور ګاڼه، ځان یې لکه بادي کشتۍ  پړسولی و، نیغ د بد رنګه چورګوړي خوا ته ورغی او دومره و ټقیده چې رنګ یې تک سور شو! خوارکوټی بد رنګه چورګوړی نه پوهیده چې چیرې ولاړ شي او چیرې ودریږي. ډیر غمجن و، ځکه چې بد رنګه و او په کرونده کې د ټولو د خندا وړ.

لومړۍ ورځ دغسې تیره شوه او وروسته له هغه نوره پسې بد تره شوه. بد رنګه چورګوړی هر چا ټیله کاوه حتی خپل خویندې ورونه هم ور سره ښه نه وو او تل به یې ویل:«بد قواره مرغآوۍ، کاشکې پیشکې ته په لاس ورغلی وای!» مور به یې ویل:«کاشکې ته نه وای!» نورو چورګوړو به سکونډه، مرغانو به په ټونګه باندې واهه او هغې نجلۍ به چې څارویو ته د خواړه اچول، دې ته به یې لغته ورکوله.

یوه ورځ چې خپلې سترګې یې تړلې وې منډه یې کړه او د دیوال د لرګیو له سر نه  داسې والوت چې د بوټو په منځ کې نور واړه الوتونکي  له ډار نه هوا ته والوزول او له ځان سره یې و ویل:«د دې له پاره چې زه ډیر بد شکله یم!» هغه لاړ او داسې یوه ډنډ ته ورسید چې هلته وحشي بتکو ژوند کاوه. ډیر ستړی ستومانه و، ټوله شپه هلته ویده شو.

سبا سهار ته، کله چې وحشي بتکې راغلې، خپل نوي ملګري ته یې وکتل او وې پوښته:«ته څه شی یې؟»

ښکلې بتکې شاو خوا کتل، تر څو یې کولای شول درناوی یې وکړ.

وحشي بتکو و ویل:«ته په رښتیا بد رنګه یې! خو موږ ته مهمه  نه ده تر، هغو چې تا زموږ په کورنۍ کې واده نه وي کړی!»

خوارکوټی چورګوړی! هغه لا د واده په باب فکر هم نه و کړی، یوازاې دې بسنه کوله چې هغه پریښودل شي چې د بوټو په منځ کې  پاتې شي او د ډنډ له اوبو نه لږ وڅښي.

هغه دوې ورځې هلته پاتې شو، او بیا دوه نارینه وحشي زاڼې راغلې، هغوی هم څه موده وړاندې له هګۍ نه وا وتلي وو، له همدې کبله ترو تازه او په ځان باندې ډاډه ښکاریدل.

هغوی و ویل:«ګوره انډیواله، ته سره له دې چې بد رنګه یې، خو په موږ به ګران یې! خوښه دې ده چې د یو مهاجر الوتونکي اوسې او له موږ سره والوزې؟ دلته نږدې یو بل ډنډ دی، هلته څه نورې ښایسته زړه وړونکې وحشي زاڼې ژوند کوي، ټولط ښځینه دي، کولای شي قُت قُت وکړي! ته کولای شې په همدې بده قواره خپل بخت هلته وآزمیې!»

«بِنګ! بِنګ!» نا څاپه د ډزو غږ شو او د دوو وحشي زاڼو مړي د د نیزار په منځ کې ولویدل او د ډنډ له اوبو سره وینې ګډې شوې. «بِنګ! بِنګ!» نورې ډزې هم وشوې او ټولې وحشي زاڼې د نیزار له منځ نه والوتلې او بیا هم د ډزو غږ شو. دا غټ ښکار و، ټول ښکاریان د ډنډ شاو خوا ته را ټول شوي وو، حتی ځینې ښکاریان د ونو په څانګو کې ناست وو او سم د نیزار له پاسه را وزوړند وو. د ونو په منځ کې شین لوګی خپور شو او د اوبو د پاسه معلق ودرید. د خټو اوچیکړو په منځ کې د ښکاري سپیو د تګ شړپهاری شو او د ډنډ په منځ کې ټول ولاړ بوټي له هر لوري وښوریدل. خوارکوټي وړوکي چورګوړي ته بد ډارونکی حالت پیښ و. سر یې را واړاوه چې وزره لاندې یې پټ کړي، خو نا څاپه یې خوا ته یو غټ سپی، له اوږدې را وتلې ژبې او رډو ډاروونکو سترګو سره ودرید. سپي مخامخ چورګوړي ته خپل اوربوز ټیټ کړ او خپل تیره غاښونه یې ور وښودل او پرته له دې چې چورګوړي ته څه و وايي، ځان یې و ښوراوه، له ځان نه یې اوبه و څنډلې او په خپله مخه ولاړ.

 

د لومړۍ برخې پای

 منبع: ټول افغان ټکی کام
http://www.tolafghan.com/posts/31682
د اخذ نېټه: د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۳مه نېټه

د مرغآوۍ بد رنګه چورګوړی

)Den grimme ælling(

دویمه برخه
  

چورګوړي ژوره سا واخسته او وې ویل:» خدایه شکر! زه دومره بد شکله یم چې سپی هم نه غواړي ما په غاښ کړي!« چورګوړی پرته له غږ ځوږ نه هلته غلی پاتې شو، خو په ډنډ کې ټوپکو پر له پسې ډزې کولې او کارتوسو چغې وهلې. ډیره ورځ واوښته، څو هر څه غلي شول، خو خوارکوټي چورګوړي نه شوای کوالی چې د باندې را و وزي.

 څو ساعته وروسته یې شا و خواته وکتل. وروسته په ډیره بیړه په تند باد کې له ډنډ نه و وت او د کروندې او چمنونو په لوري وتښتید. بیا یوه واړه کلیوالي بیوزلي کور ته ورسید. کور ډیر بیوزلی او فقیر و، چورګوړي نه شوای کوالی فیصله وکړي چې کوم خوا والړ شي، نو یو چیرې ودرید. تند باد ډیر په عذاب کړی و، دی اړ وت چې په خپله لکۍ کیني، څو ځان ونیوالی شي. هوا نوره هم پسې خرابیده. نا څاپه یې له ودانۍ نه یوه را لویدلي نل ته پام شو چې دروازه یې نیم کښه نیولې ده او کیدای شي له نیم کښه دروازې نه د ناستې کوټې ته ور ننوزي او چورګوړي دا کار وکړ.

 په کور کې یوې زړې ښځې له یوې پیشکې او یوې چرګې سره ژوند کاوه. ښځې پیشکې ته د »زویه!« په نامه غږ کاوه. پیشي کوالی شول خپله مال چنګه کړي او وخریږي، که یې په شا باندې چا الس تیر کړی وای، ویښتانو یې رڼا هم کوله. چرګې لنډې پښې درلودې، د همدې له پاره یې »ښایسته چرګه« ور ته ویلې. ښې هګۍ یې اچولې او زړې بوډۍ لکه خپل اوالد مینه ورسره کوله. سبا سهار وختي د ټولو د بتکې چورګوړي ته پام شو، پیشي خرهاری ورته پیل کړ او چرګې د قُد قُد غږ و ایسته.

 زړې ښځې شا و خوا ته وکتل او وې ویل:»څه خبره ده، څه پیښ دي؟« د زړې ښځې سترګو سم لیدل نه شوای کوالی، نو یې د یوې چاقې بتکې خیال پرې وکړ او وې ویل:»که نارینه نه وي، نو کوالی شم چې وروسته له دې د بتکې هګۍ هم ولرم، باید وې آزمایم!« درې اونۍ یې د بتکې چورکوړی د آزمویلو له پاره و ساته، خو کومه هګۍ یې وا نه چوله. پیشي د کور نارینه و او چرګه د کور میرمن. هغوی په دې عادت شوي وو چې و وایي:»موږ او دنیا!« هغوی داسې انګیرله چې دوی د دنیا نیمه برخه دي، هغه هم د دنیا ډیره ښه نیمه برخه! د بتکې چورګوړي فکر وکړ چې دا خبره باید بله مانا هم ولري، خو څه یې و نه ویل. چرګې پوښتنه ځینې وکړه:»کوالی شې هګۍ واچوې؟« ــ »نه!« ــ »سمه ده، نو خوله دې وتړه!« پیشکې و پوښته:»کوالی شې شا دې چنګه کړې، وخریږې او یا دې له ویښتانو بریښنا راوزي؟« ــ »نه!« ــ »

 ډیر ښه، کله چې پوه خلک غږیدل، ته څه مه وایه!«   د چورګوړي وضعیت ډیر خراب شو او یوې څنډې ته کیناست. لږ څه وروسته د تازه هوا او د لمر د رڼایي شوق پرې ولګید او په اوبو کې د ور ګډیدو عجب شوق ور ته پیدا شو او په پای کې یې و نه شو کړای خوله پټه ونیسي او نا چار یې چرګې ته و وایي. چرګې و پوښته:»څه در پیښ دي؟ کوم کار نه لرې، د همدې له پاره دې داسې خیالونه په سر کې پیدا کیږي. یا څو هګۍ واچوه او یا لږ وخریږه، ټول فکرونه دې له سره ورکیږي!« چورګوړي و ویل:»

 خو په اوبو کې تلل ښکلي دي! ډیر ښکلي وي چې سر دې خم ونیسې او په ابو ځان ښکته وغورځوې!« چرګې و ویل:»هوکې، ډیر خوند بښونکی دی! ته لیونۍ شوې یې! پیشکه و پوښته، تر هغو چې زه پوهیږم، هغه تر ټولو هوښیار موجود دی. وګوره، د هغې خوښیږي چې لمبا وکړي یا په اوبو کې ځان ښکته و غورځوي؟ زه څه نه وایم، ورشه ته خپله له دې زړې ښځې نه، د کور له خاوندې څخه پوښتنه وکړه! په ټوله دنیا کې له هغې نه هوښیار څوک نه شته. ته فکر کوې د هغې خوښیږي چې د ډنډ په اوبو کې والمبي او یا خپل سر تر اوبو الندې کړي؟« چورګوړي و ویل:»تاسو زما په مقصد پوه نه شوئ!« ــ »بلې، که موږ ستا په مقصد پوه نه شو، څوک کوالی شي تا درک کړي؟ غواړم پوه شم چې ته خو به له دې پیشکې او زړې ښځې نه ډیره هوښیار نه یې، د خپل ځان په هکله څه نه وایم! هلکه نخرې مه کوه! له خپل خالق نه د ټولو هغو ښیګڼو په خاطر مننه وکړه چې ستا په حق کې یې کړې دي! آیا یوې تودې کوټې ته رانغلې او داسې دوستان دې نه لرل چې یو څه ور نه زده کړې؟ که څه هم ته کودن یې، له تا سره دوستي په زړه پورې نه ده، خو کوالی شې پر ما باندې باور وکړې! زه ستا ښیګڼه غواړم، زه تا ته ځیږې خبرې کوم، په همداسې یو حالت سړی کوالی شي خپل حقیقي دوستان وپیژني! اوس نو ګوره، هڅه وکړه چې یا هګۍ واچوې، یا خریدل زده کړه او یا به دې له ویښتانو بریښنا والړیږي!« چورګوړي و ویل:»فکر کوم چې زه باید د باندې لویې دنیا ته و وزم!« چرګې و ویل:»هوکې، ته کوالی شې!« دغسې چورګوړی الړ، د اوبو پر مخ یې لمبا وکړه، ځان یې تر اوبو الندې کړ، خو د بد رنګۍ په خاطر یې نورو څارویو چندان خیال ورباندې را نه وړ.

 منی را ورسید، د ځنګله د ونو پاڼې زیړې او قهوه یي شوې، باد د پاڼو په منځ کې تاو را تاو شو او هغوی یې په ګډا سر کړې. پاس هوا ډیره سړه ښکاریده، داسې مالومیده چې د اوریها وریځ ده، د دیوال پر سر د ایښودل شوو اغزیو اولرګیو پر سر کارغه ناست و او له سړو نه یې کړاغ، کړاغ غږونه ایستل! داسې اوره او هوا که د چا په فکر کې هم راغلې وای، ساړه یې کیدل! خوارکوټي چورګوړی ډیر بد حالت درلود. یوه ورځ له لمر لویدو وروسته د بوټو له منځ نه یوه ډله ښکلي الوتونکي را و وتل.

 چورګوړي هیڅکله داسې ښکلی مرغان نه وو لیدلي. بڼکې یې سپینې او ځلیدونکې وې او جګې ښکلې غاړې یې درلودې. دا مرغان قو)قانس( نومیدل، نا آشنا غږوه یې ایستل، خپل ښکلي اوږده وزرونه به یې غوړول، له سړو سیمو نه به تودو هیوادونو او پراخو سیندونو ته الوتل. هغوی جګ الوت کاوه، دومره جګ چې بد رنګه چورګوړی ورته هک پک پاتې و. چورګوړی لکه څرخ په اوبو کې تاو شو، خپله غاړه یې هوا ته د هغوی پرلوري ور جګه کړه، داسې یو اوږد او عجیب غږ یې و ایسته چې خپله هم و ډار شو. هغه نه شو کوالی چې دا ښکلي او نیکمرغه الوتونکي هیر کړي. څنګه چې هغوی له سترګو پناه شول، ده په ابو کې غوټه و وهله. کله چې بیرته د اوبو سر ته راغی، ځان بیخي بدل ور ته ښکاریده. دی نه پوهیده چې هغه الوتونکي څه نومیدل، په کوم لوري والوتل، سره له دې چې پخوا له دې هیڅ څوک ورباندې ګران نه وو، خو دوی یې په زړه کې ځای نیولی و او هغوی ته یې کومه رخه په زړه کې نه وه. 

 څه وشول چې ده ته داسې یو ښکلی خیال پیدا شو؟ دی به ډیر خوشاله شوی وای که نورو بتکو له ده سره لږ کوزاره کړې وای، خوارکوټی بد رنګه موجود. ژمی سوړ شو، ډیر شوړ. چور ګوړی مجبور و چې والمبي او پرینږدي چې اوبه بیخي یخ و وهي، خو هغه سوری چې دی به له هغه نه اوبو ته و ورننوت، سړو به، ورځ تر بلې وړکی کاوه، چورګوړی اړ و چې هر شیبه ور شي او د سوري د ابو د بیخي یخ وهلو مخنیوی وکړي. په پای کې بې سده شو او یخ و واهه. یوه ورځ وروسته سهار یو بزګر له هغه ځای نه تیریده، چورګوړی یې ولید، په خپله کڼاوه یې یخ مات کړ او هغه یې کور ته، خپلې ښځې ته ور ووړ او هلته وړوکی مرغه بیرته را ژوندی شو.  

 ماشومانوغوښتل له هغه سره لوبې وکړي، خو چورګوړي فکر کاوه چې هغوی دی زوروي، په ډار سره د شودو کټوې ته ولوید، کټوه یې واړوله او شودې د ناستې په کوټه کې چپه شوې. ښځې السونه جګ کړل، په هوا کې یې یو په بل و وهل او چیغه یې کړه، د همدې چیغو په سبب چورګوړی د غوړیو خیګ ته ور والوت او له هغه ځای نه د وړو کندو ته ورغی او بیا پاس خوا ته والوت. خوارکوټی به څه ډول ښکاریده. ښځې چغې کړې او اورنیونکی)آتشګیر( په الس او منډې یې ور پسې وهلې. کوچنیانو په لوړ آواز سره خندل یو پر بل لویدل او هڅه یې کوله چې هغه ونیسي. ښه وه چې ور خالص و اوچورګوړي په ډیرې خوارۍ سره ځان د باندې و ایسته، د نوې اوریدلې واورې د پاسه یې منډې کړه، ځان یې د بو ټو منځ ته ورساوه، ولوید او بیسده شو. په سخت ژمي کې چې کومه بد مرغي اوسختي په چورګوړي باندې راغله، که یوازې په هغو وغږیږو، کیسه یوې غمیزې غوندې کیږي. چورګوړی په ډنډ کې د نیزار په منځ کې اوږد غځیدلی و چې تود لمر راوخوت، ښکلی پسرلی را رسیدلی و او نورو مرغانو سندرې پیل کړې.

 د بتکې بچې نا څاپه خپل وزرونه جګ کړل، وزرونه یې له پخوا نه قوی شوی و او د ده بدن یې ښه جګوالی شو. بیا نو پوه شو چې په یوه ستر بڼ کې دی. د مڼو د ونو غوټۍ غوړیدلې دي او د هغو ګالنو خوږ بوی را ته چې په بڼ کې له جګو څانګو نه را تویې شوي وو. اوه، دا ځای څومره ښکلی و، تاند لکه پسرلی! په همدې وخت کې له مخامخ ځنګلګوټي نه درې ښکلي قو)قانسان( را و وتل، خپل وزرونه یې وغوړول او په آسانتیا سره پر اوبو ور خوشې شول.

 د بتکې بچې هغه پرتمین الوتونکي وپیژندل او عجیب ویر یې زړه ته الر وموندله. له ځان سره یې و ویل:»زه به د دې شاهانه مرغانو خوا ته ور والوزم، هغوی به ما د دوی خواته د ورتګ د جرآت په پار او زما د بد رنګوالي په خاطر، د مرګ تر بریده په ټونګه باندې و وهي! هیڅ ارزښت نه لري! چې بتکې مې په غاښ کوي، چرګان مې په ټونګو باندې وهي، چرګ ساتونکې جلۍ مې په لغته و وهي او د ژمي له سړو نه زوریږم، ښه ده چې د دوی له خوا مړ شم. بیا د اوبو منځ ته والوت او د پرتمینو الوتونکو خواته په لمبا ورغی. الوتونوکو د ده په لیدلو سره وزرونه وښورول. خوارکوټي و ویل:»ما دې و وژنئ!« خپل سر یې د ابو په لوري خم کړ او مرګ ته سترګې په الره شو. خو هغه د رڼو اوبو په منځ کې څه ولیدل؟ هغه ځان ته مخامخ خپل ځان ولید چې دی نور یو بد قواره تور، خړ او معمولي الوتونکی نه و، هغه خپله یو قانس)قو( و. تاسو خپله یو قانس یاستئ، دا مهمه نه چې تاسو د بتکو په یوه کرونده کې دنیا ته راغلي اوسئ، مهمه دا ده چې تاسو د قانس)قو( بچی اوسئ! په الوتونکي باندې چې څومره سختۍ او بد بختۍ تیرې شوې وې، له هغه نه یې د خوشالۍ احساس کاوه. هغه اوس کوالی شول چې له ورته راغلو نیکمرغیو او ښکال نه مننه وکړي.

 غټ قانسان یې شا و خوا ته تاویدل او په خپلو ټونګو یې دی نازاوه. څو ماشومان بڼ ته راغلل، ډوډۍ او دانې یې اوبو ته واچولې، تر ټولو واړه یې نارې کړې:»یو نوی قانس راغلی!« او نورو ماشومانو هم د خوشالۍ غږونه و ایستل:»هوکې، یو نوی قانس راغلی!« ماشومانو السونه وپړقول او په یوه دایره کې وګډیدل او په خپلو میندو پلرونو پسې یې منډې کړې. کیک او ډوډۍ د اوبو منځ ته ور ولویدل او ټولو و ویل:»نوی قانس تر ټولو ښکلی دی! ډیر ځوان او ډیر ښکلی دی!« او مشرانو قانسانو هغه ته درناوی وکړ.

  دې جریان سره هغه لږ و شرمیده، خپل سر یې تر وزرونو الندې کړ او نه پوهیده چې څه وکړي. هغه ډیر نیکمرغه وه، خو تر اوسه مغرور نه و، ځکه چې یو مهربانه زړه هیڅ کله نه مغروریږي. هغه فکر کاوه چې له ده پخوا څنګه کرکه کیده او څنګه دی تحقیریده او اوس ټولو ویل چې دی تر ټولو الوتونکو ښکلی دی. ګالنو خپلې څانګې د هغه له پاره د اوبو خوا ته ور ښکته کولې او لمر دومره له تودوخې او مینې سره ځلیده چې هغه هم خپل وزرونه یو بل سره وټپول، خپله نرۍ غاړه یې جګه کړه او د زړه له کومې نه یې د خوښۍ نارې سر کړې: »کله چې زه د ایلې یو بد رنګه چورګوړی وم، هیڅکله مې د داسې نیکمرغۍ خوب نه لیده!« پای  

منبع:

,Odensa, Denmark, 1994, pp 177-(Eventyr,2, (Den grimme ælling،H.C.ANDERSEN,

 197.

منبع: جرمن افغان انلاين
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_bad_ranga_chorgulay2.pdf

د اخذ نېټه: د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۳مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.