source of image: http://thumbs.dreamstime.com/z/five-senses-kids-19438104.jpg

 

 

حسه پنځه دي د انسان

احساسوي په ځان جهان

حس يو د سترګو بينايي ده

حس د ړنا او تاریکي ده

ليدل په سترګو باندي کيږي

مور پلار دوستان په ليدل کيږي

د انسان بل حس اورېدل دي

په غوږو ږغ احساسېدل دي

و اورېدو ته دي غوږونه

ښايسته خبري ښه ږغونه

بويول بل حس د انسان دی

په وږمو ښکلی ګلستان دی

احساسوي يې پوزه بوی

وږمه د ګل او ناپاکۍ

بل حس د ژبي د خولې خوند دی

په خوندور د انسان ژوند دی

مالګي تروې ګوړي خوږې دي

د خوند په حس ټولي مزې دي

يو بل مهم حس لمسول دي

د زيږ او ښوی احساسول دي

د يخ و ګرم فرق په کيږي

په لوند او وچ پوست زموږ پوهيږي

شکر پکار دی هر انسان ته

حسه پنځه چي لري ځان ته

په پنځو حسو کي بايد وي

تقوا(۱) دي زما او ستا قايد(۲) وي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د اپريل ۲۴مه نېټه، بون

 

۱ـ تقوا: صرف واوا او ښه چمونه کول او د کخ او خرابو چمونو او کارونو څخه ځان ساتل

۲ـ قايد: هغه څوک چي چا ته لاره ښيي

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.