د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ


د H. C. Andersen ليکنه
ژباړه: د عبدالملک پرهيز
 

هلته يو سرتیری د ښار په لاره روان ؤ یو، دوه، مارش. د هغه ترشا يوه کڅوړه وه او توره يې هم تر ملاتړیې وه. هغه تازه له جګړې ستون شوی ؤ او د خپل کور په لور روان ؤ. د لارې په اوږدو کې د يوې کوډګرې (جادوګرې) سره مخامخ شو. هغې ډيره کرغيړنه څيره لرله د هغې کوزنۍ شونډه دومره پلنه وه چې د هغې پر ټټر پرته وه.هغې وويل:« شپه په خير سرتيريه!»

 کوډګرې وويل: «ته ډيره ښه توره او لويه کڅوړه لرې. ته يو ريښتنی سرتيری يې! اوس ته کولی شې زياتې پيسې وګټې!»

 سرتيري وويل:« مننه زړې ګوډګرې!»

 کوډګرې وويل: « دغه لويه ونه وينې؟» او يوې ونې ته يې ګوته ونيوله چې دوی ته نژدې د لارې په سر ولاړه وه. هغې زياته کړه:« هلته پاس په ونه کې يو غټ سوری دی! ته بايد ونې ته پورته شې او هلته پورته د ونې په سر کې به يو سوری ووينې. ته بايد هغه سوري ته ښکته شي او په سوري کې ډير ښکته لاړ شي. زه به ستا ملا په یوه پړي وتړم او کله چې ته پر ما غږ وکړې نو زه به تا بيرته پورته را کش کړم!»

 سرتيري وويل: «هلته ښکته د ونې په منځ کې زه څه وکړم؟ »

 کوډګرې وويل: «پيسې به را وباسې» « کله چې ته ډير ښکته او بيخي د ونې بيخ ته ورسيږې نو هلته به يو لوی دالان ته ورسيږې چې ډير روښانه دی، دا ځکه هلته له سلو زياتې ډيوې بلې دي. بیا به هلته ته درې وَرونه ووينې، ته کولی شي وَرونه پرانيزې. کلي ګانې هلته په ور کې موندلی شي. کله چې ته لومړۍ خونې ته ور ننوزې، هلته د خونې په منځ کې پر مځکه يو لوی صندوق ايښی دی، د صندوق د پاسه يو سپی ناست دی. هغه لکه د پيالو په څير غټې سترګې لري، خو ته بايد ونه ډار شې! زه تا ته خپل څادر درکوم او ته دغه څادر پرمځکه غوړوې، او نيغ په نيغه د سپي په لور ورځې او سپی را اخلې او پر دغه څادر يې کينوې چې ما در کړی. صندوق خلاص کړه او څومره چې دې وس رسي دومره سکې ترې واخله. په دغه صندوق کې نقره ده خو که ته غواړې چې د سپينو زرو پيسې واخلې نو دويمې خونې ته ورشه. هلته هم د صندوق د پاسه يو سپی ناست دی چې لکه د ژرندې د پل په شان غټې سترګې لري خو ته بايد ونه ډار شې، سپی زما په څادر کينوه او څومره پيسې چې دې خوښه وي واخله. که غواړې چې سره زر واخلې نو دا هم تر لاسه کولی شې څومره چې د زړه غواړي نو دریمې خونې ته ورشه، کوم سپی چې هلته پر صندوق ناست دی، ډيرې غټې سترګې لري بيخي لکه د برج په شان! دا يو ريښتنی سپی دی خو ته بايد ونه ډارشي، سپی زما پر څادر کينوه هغه تاته هيڅ زيان نه رسوي، له صندوق نه څومره چې دې زړه غواړي سره زر واخله.»

سرتيري وويل: «دا خو دومره بد کار نه دی!» هغه زیاته کړه: « خو زړې کوډګرې! تاته څه درکړم؟ کيدی شي ته به هم کوم څه غواړې چې زه باید په هکله يې فکر وکړم!»

 کوډګرې وويل: « نه! زه ان يوه پيسه هم نه غواړم، ته بايد ماته يوازې يو زوړ اورلګيد (لايتر) راوړې، کوم چې زما نيا (انا) هلته ايښی ؤ کله چې د وروستي ځل دپاره هغه هلته کوزه شوې ؤه!»

سرتيري وويل: « ښه نو چي داسې ده! راکړه چې اوس پړی په خپلې ملا پورې وتړم.»

 کوډګرې وويل: « پړی دلته دی او زما څادر هم دلته دی.»

 سرتيری ونې ته پورته شو، د سوري څخه د ونې په ډډ کې ښکته شو او اوس په هغه دالان کې وَلاړ ؤ چې کوډګرې يې په هکله ويلي وه. په دغه دالان کي په سلهاؤ ډيوې بلې وې.

 سرتيري هغه لومړی ور پرانيست. «وپ وپ وپ» هلته يو سپی د صندوق دپاسه ناست ؤ لکه د پيالې غټې سترګې يې لرلي او ده ته يې کتل.

 سرتيري وويل: « ته عجب حيوان يې!» بيا سرتیري هغه سپی په څادر کينوی او له صندوق څخه يې زياتې د نقرې پيسې واخيستلې. هغه دومره زياتې وې چې نور يې په جيبونو کې نه ځاييدلې. سرتيري صندوق وتړلو او سپی يې بيرته د صندوق دپاسه کينولو. او بلې خونې ته ولاړ. او هې! هلته د صندوق دپاسه يوسپی ؤ چې لکه د ژرندې د پل داسې غټې سترګې يې لرلې.

 سرتيري وويل:«دومره مه ګوره!» بيا يې زياته کړه:« په سترګو کې به دې خوږ پيدا شي!» هغه سپی يې هم د مخکني سپي په څېر د کوډګرې په څادر کينولو. هلته په صندوق کې بې شميره د سپينو زرو پيسې وې. هغه د نقرې ټولې سکې وغورځولې او خپل جيبونه يې د سپينو زرو له سکو ډکې کړې او بيا دريمې خونې ته ولاړ. اوه! ډير بوږنونکی سپی ؤ. په ريښتيا هم د دغه خونې سپي لکه د برج په څير لویې سترګې درلودې او د سپي په سر کې لکه د لويو ارابو په څير ښکاره کيدې.

 سرتيري سپي ته وويل «شپه په خير» او بیا يې کڅوړه را واخيستله او له ځانه سره يې وويل:«داسې سپی خو ما پخوا په ژوند کې هيڅ کله نه ؤ ليدلی.» سرتيري په داسې حال کې چې سپي ته يې کتل له ځانه سره يې فکر وکړ، چې وبه کړی شي دغه سپی له ځايه جګ کړي او پرځمکه به يې د څادر دپاسه کښېنوالی شي که نه؟ سرتيري همداسي وکړه او سپی يې له صندوق څخه واخيستلو او د څادر د پاسه کښېنولو. په صندوق کي ډير سره زر وه او په دغه پيسو ده کولی شو د کوپنهاګن ټول ښار او د نړۍ ترټولو ښه آسونه راونيسي او نور هرڅه چې يې زړه غواړي پر دغه پيسو رانيولی شي. کوپنهاګن هغه د سوېډن هيواد يو لوی ښار دی چي دغه سرتيري پکښي ژوند کاوه.

 په دغه صندوق کي کي زښتي زياتي د سرو زرو پيسې وې. سرتيري اوس له خپلو جيبونو او د عسکرۍ کڅوړې څخه د سپينو زرو ټولې سکې وغورځولې او د سرو زرو له سکو یې ډکې کړې. هغه خپل ټول جيبونه، کڅوړه، خولۍ او نور هر څه له سرو زرو ډک کړل. اوس نو هغه کولی شو چې لاړ شي! اوس يې زياتې پيسې لرلې! نو سپې یې بيرته د صندوق د پاسه کينولو. ور یې وتړلو او د ونې له منځه يې غږ کړ: « درکش مې کړه زړې کوډګرې!»

 کوډګرې وپوښتل:« اورلګيد دې له ځانه سره اخيستې او که نه؟»

 سرتيري وويل:« هو ريښتيا! ما بيخي هيره کړې وه چې اورلګيد بايد را واخلم!» همدا ؤ هغه لاړ او اورلګيد يې را واخيست، کوډګرې هغه پورته کش کړ، اوس نوهغه غوښتل بيا د ښار په لاره روان شي. په داسي حال کي چې جيبونه، خولۍ، موزې اوکڅوړه یې له سره زرو ډک ول.

 سرتيري له کوډګرې وپوښتل: « په دغه اورلګيد باندې څه کوي؟ » 

 هغې جواب ورکړ:« دا نو په تا پورې اړه نه لري! تا خپلې پيسې واخيستلې او ما ته دې يوازې اورلګيد راکړ.»

 سرتيري وويل: «ښه نو داسې خبره ده! ژر شه ما ته ووايه په دغه اورلګيد څه کوي؟ که نه نو توره به را واخلم او سر به دي له بدنه جلا کړم!»

 کوډګرې وويل: « نه نه داسي مه کوه! دغه دی، دغه ورلګيت واخله.»

 سرتيري هم ټولې پيسې د کوډګرې په څادرکې غوټه کړې او يو لوی پنډ يا پلنډه يې ترې جوړه او په شا يې کړه. هغه اورلګيد هم په خپل جيب کې کيښود او د ښار په لور روان شو.

 دا يو ښکلی ښار ؤ او نوموړی د ښار تر ټولو ښه مېلمستون (هوټل) ته لاړ او يوه ډیره ښکلي کوټه يې ونيوله او د ډيرو ښو اوخوندوره خوړو کوم چې د ده زيات خوښيده، غوښتنه وکړه ځکه اوس دی خورا شتمن سړی ؤ.

 هغه خدمتګارانو چې د ده موزې به يې پاکولې، ليدل چې دغه شتمن سړی ډيرې زړې او پخوانۍ موزې لري. دا ځکه چي ده لا تر اوسه نوي جامي او کالي نه وه اخيستي. بله ورځ يې موزی او ډيرې ښکلي جامي رانیولې او هغه يې واغوستلې. اوس نو سرتيری يو دروند او شتمن سړي ته پاتې کيده. اوس نو ټولو ده ته د ښار په هکله، د پاچا په هکله، د شازادګۍ په هکله يانې دا چې پاچا څومره ښکلې لور لري کيسې او خبرې کولې.

 سرتيري د شهزادګۍ په هکله د هوټل له مزدورانو وپوښتل: «څنګه سړی کولی شي هغه وویني؟»

 ټولو په يو ږغ وويل:« د هغې ليدل څه آسانه کار نه دی. هغه د سپينو زرو په يوه لويه ماڼۍ کې ژوند کوي او زيات ديوالونه او برجونه ترې تاو راتاو دي. پرته له شاه نه هيڅ څوک دا زړه نشي کولی هلته دننه او بهر شي اوهلته تګ او راتګ وکړي، ځکه د هغې په هکله داسې ګنګوسې دي چې هغه به د يو ساده سرتيري سره واده وکړي، دا هغه څه دي چې د شاه نه خوښيږي!»

 سرتيري له ځان سره فکر وکړ: « زه باید هغه ووينم!» خو سرتېري ويره درلوده چي هغه به په هيڅ ډول دا اجازه تر لاسه نه کړي چي شهزادګۍ وويني!

 خو هغه يو ډير ښه کار و کړ هغه د شاه محلې ته لاړ او هلته يې بې وزلو خلکو ته خورا زياتې پيسې وويشلې. دا يو ډیر ښه کار ؤ چې ده وکړ. هغه له ډير پخوا پوهيده چې دلته خلک دومره بې وزلي وه چې ان يوه پيسه یې هم نه لرله.

 سرتېری چي اوس ډير شتمن ؤ او ډيرې ښکلې جامې يې په غاړه وې، هغه ډير زيات دوستان پيدا کړي وه چې ټولو به د هغه صفت کولو. چا به ويل هغه ډير مهربانه سړی دی، چا به ويل ډيرځوان سړی دی، او داسې خبرې د سرتيري ډيرې خوښيدې. نو څرنګه چې هغه به هره ورځ پيسې ويشلې او هيڅ نوې پيسې يې نه ګټلې، نو په پای کې داسې وخت راغی چې يوازې دوه پيسې ورته پاتې شوې، او دې ته اړ شو چې له هغه ښکلې کوټې څخه چې دی په کې اوسيده، ووځي او په پورتنۍ پوړ کې د چت لاندې یوې ډيرې کوچنۍ کوټې ته په ګډه شي. اوس نو ده به په خپله خپل بوټونه پاکول او په خپله به يې ګنډل، د هغه له ملګرو څخه هيڅ يو هم د ده ليدو ته نه راتلل، ځکه هغه په پورتني پوړ کې اوسيده او سړی بايد له زياتو زينو پورته تللی وای.

 دا يوه ډيره تپه تياره شپه وه، خو هغه د دې وس نه درلود چې يوه ډيوه ځانته را ونيسي. خو ژر ورپه ياد شو چې په هغه اور لګيد (لايتر) کې چې د کوډګرې په مرسته يې د وني له سوري څخه را ايستلی ؤ، یوه کوچنۍ پلته وه. اورلګيد يې را واخيست او اورلګيد يې خپلې مخې ته ونيوه اوهمدا چې اورلګید يې ولګوه او د پلتې څخه يوه لمبه پورته شوه او د کوټي ور خلاص شو او هغه سپی چې لکه د پيالې غټې سترګې يې لرلې خونې ته ور ننوت. دا هغه سپی ؤ چې ده د ونې د ډډ په منځ کې په لومړۍ خونه کې ليدلی ؤ، او اوس د ده مخې ته ولاړ ؤ او ويې وويل:«باداره څه امر او خدمت لري!»

 سرتيري وپوښتل: «څه دې وویل؟ دا يو په زړه پورې اورلګيد دی، هر څه چې وغواړم غوښتلای يې شم! ماته پيسې راوړه!» کله چي نوموړي سپي ته دا خبره وکړه، او سپی د سترګو په يو رپ کې ورک شو او د سترګو په بل رپ کې بيرته را پيدا شو او د پيسو ډکه یوه بوجۍ يې په خوله کې له ځانه سره راوړله.

 اوس سرتيری پوه شو چې دا څنګه يو اورلګيد دی! یوځل يې اورلګيد وواهه نوهماغه سپی چې د نقرې په صندوق ناست ؤ راغی. دوه ځله يې وواهه نو هغه سپی چې د سپينو زرو په صندوق ناست ؤ راغی. درې ځله چې يې وواهه نو هغه سپی چې د سره زرو په صندوق ناست ؤ راغی.

 همدا ؤ چي سرتيری بیرته هغه پخوانۍ ښکلې خونې ته راغی او بيايې ښکلې جامې واغوستلې، د هغه ټول دوستان بيا را پيدا شول او اوس نو نوموړی بیا لکه د پخوا پر هغوی ګران ؤ.

 سرتيري ته بيا دغه فکر پيدا شو چې دا خو نو سمه نه ده چې شهزادګۍ و نه ويني! ټولو په يو غږ وويل:«هغه به ډيره ښکلې انجلۍ وي! خو موږ څه مرسته کولای شو؟ هغه تل د سپينو زرو په لويه ماڼۍ کې ناسته ده چې زيات برجونه او ديوالونه ترې تاو دي.»

 کله چي سرتيری خپلې خونې ته راغلی نو يې د ځان سره وويل:« ګنې زه به هيڅکله هغه ليدلی ونه شم؟ چيرته دی زما اورلګيد؟» همدا ؤ چي سرتيري اورلګيد ولګوه، په دې کې يو سپی چې د پيالې په شان سترګې لرلي خونې ته ننوت.

 سرتيري وويل:«اوس نيمه شپه ده. زړه مې زیات غواړي چې شهزادګۍ که يوه شيبه هم وي ووينم!»

 سپی په چټکۍ سره له خونې ووت او لا سرتيري غوښتل چې لږ فکرکولو ته ځان جوړ کړي چې سپی بيرته له شهزادګۍ سره راستون شو، هغه په داسې حال کې چې د سپي پر شا سپره وه او لا هم ويده وه. هغه دومره ښکلې وه چې له ورايه څرګنده وه چې شهزادګۍ ده. سرتيري نه شو کولی د هغې له ښکلولو ډډه و کړي، ځکه چې هغه يو ريښتنی سرتيری ؤ.

 سپی ډير ژر بيرته له شازادګۍ سره ستون شو، کله چې سهار شو او پاچا او ملکه د سهار ناري ته ناست وه، شازادګۍ وويل چې تيره شپه يې يو عجيبه شان خوب لیدلې ؤ. هغې وويل چي يو سرتيري او سپي يې په خوب کې ليدلي ول او دا چې سرتيري هغه ښکل کړې وه.

 ملکې وويل: « دا په زړه پورې داستان دی.»

 همدا ؤ چي راتلونکې شپه يوه وينځه په دې مؤظفه شوه چي د شازادګۍ د تخت پر شاوخوا پيره وکړي، څو وويني چې دا د تيري شپې خبره په ريښتيا هم يو خوب ؤ او که نور څه.

 سرتیری بله شپه بيا ډیر بيقراره ؤ څو شازادګۍ بيا وويني، نو کله چې شپه شوه سپی بيا راغی او شازادګۍ يې را واخيسته او په زياتې چټکۍ سره يې سرتيري ته راوستله، خو زړې وينځې بوټونه په پښو کړه او په سپي پسې يې منډه کړه. کله چې وينځي وليده چې سپی په يوه لوی کور ننوت، نو له ځانه سره يې فکر وکړ: «اوس زه پوهيږم چې دوی چيرته دي.» هغې په يو تباشير د کور په ور یوه لويه نښه و ايستله، او پخپله بیرته کور ته را ستنه شوه او بيغمه په خپل ځای کې پريوتله. سپي هم شازادګۍ بيرته راوستله. خو کله چې سپي وليده چې د سرتيري د اوسيدو د کور پر ور د تباشیر نښه ايستل شوې ده نو تباشير يې واخيست او د ښارد ټولو کورونو په ورونو يې هماغه شان نښه و ايستله. دا يو ډير سم اوهوښياره کار ؤ چې سپي وکړ. اوس نو وينځه نه پوهيده چې ده په کومه دروازه نښه اپستلې وه.

 سهار پاچا ، ملکه ، وينځه او جنرالان راغلل څو وويني چې شازادګۍ په کوم کور کې وه. کله چې د پاچا سترګې په لومړني ور ولګيدې په کوم باندې چې نښه لګيدلې وه، هغه وويل: « دا دی هغه کور!»

 خو کله چي د پاچا د ميرمن ترګې په دويم ور ولګيدلي نو يې وويل: « نه ګرانه هغه نه دغه ور دی!»

 ټولو په يوه غږ دغه خبره وکړه کله چې دوی د ورونو(دروازو) دپاسه نښې وليدلې: « دا دی دلته يوه نښه ده، دا دی دلته يوه نښه ده!» نو دوی په دې پوه شول چې دا کار بې ګټې دی او هغه څه پيداکولی نه شي چې دوی يې په لټه کې دي. خو ملکه ډيره هوښياره ښځه وه، هغې لا نور ډير څه کولی شو.

 ملکې د سرو زرو خپله لويه بياتي (قيچي) را واخيستله او د خپل ورېيښمين کميس نه يې يوه لويه ټوټه بياتي (قيچي) کړه، او يوه کوچنۍ کڅوړه يې ترې جوړه کړه ، بيا يې کڅوړه له کوچنيو غميو څخه ډکه کړه او کڅوړه يې د شهزادګۍ پر کميس د ولو شاته و ګنډله او په کڅوړه کې يې يو کوچنی سوری جوړ کړ چې غمي ترې د لارې په اوږدو کې لويدلی شوه.

 کله چې شپه شوه نو سپی بيا راغی اوشهزادګۍ يې په شا کړه او په منډه منډه شهزادګۍ يې سرتيري ته راوستله چې زيات یې په شهزادګۍ زړه بايللی ؤ. خو د شهزادګۍ سره يوازې يو شهزاده واده کولی شي.

 دا ځل د سپي دې ته پام نه ؤ شوی چې کوچني غمي د پاچا له ماڼۍ څخه د سرتيري تر کوره په ټوله لاره کې خواره شوي وه، په هغه لاره چې شازادګۍ یې د سرتیري کور ته وړې وه. کله چې سهار شو نو پاچا او ملکه پوه شول چې د دوی لور بيګاه شپه چيرته وه. نو د پاچا سرتيریو هغه سرتيری ونيوه او په جيل کې يې واچوه.

 سرتيری چي په کوم ځای کي بندي ؤ. هلته ډيره تياره وه او هغه يو ډير زړه تنګونکې ځای ؤ. سرتيري ته ويل سوي ول چي هغه به سبا په دار و ځړول شي. دا ډيره بوږنونکې خبره وه چې ده ته يې کړې وه. هغه خپل اورلګيد په هغه هوټل کې چيرې چې دی اوسيده، هير کړۍ ؤ. سبا ته ده کولې شو د کوچنۍ کړکۍ د اوسپنيزه ميلو له شا نه هغه خلک وويني چې په چټکۍ سره ښار ته د راتګ په حال کې وه څو پر دار باندې ددغه سرتيري ځړول وويني. ده عسکري موزيک او د سرتيريو د مارش غږونه آوريدل. هلته يو هلک چې موچې وه هم ليدل کيده.  نوموړی ډير بوخت ؤ او څپلۍ يې جوړولې چې يوه څپلۍ ترې والوته او مخامخ د هغه کړکۍ مخې ته ولويده چيرې چې سرتيري له هغه کړکۍ څخه بهر ته کتل.

 سرتيري هلک ته وويل:«ای موچي هلکه! ته په دې کار دومره څه نه تر لاسه کوې. زما له وتلو د مخه به هيڅ و نه شي. ځه لاړ شه له هغه ځايه چې زه په کې اوسيدم زما اورلګيد راوړه او ته به په بدل کې څلور سکې تر لاسه کړي. خو ته بايد دا کار ډير په چټکۍ سره وکړې.»

 د هلک زړه زيات غوښتل هغه څلور سکې تر لاسه کړي، نو په چټکۍ سره يې اورلګيد راوړ او سر تيري ته يې ورکړ.

 هو، اوس نو بايد موږ واورو چې څه وشول:

 هلته له ښاره بهر بې شمیره سرتيري ولاړ وه او په زرګونه خلک راټول شوي وه. پاچا او ملکه هلته په يو لوړ ځای د تخت د پاسه د قاضي او خلکو مخې ته ناست وه.

 سرتیرې د دار سر ته راوستل شوی ؤ او کله چې جلاد غوښتل د دار غړوندی د سرتيري  په غاړه کې واچوي، نو سرتيري وويل: «کله چې سړي ته د اعدام سزا ور کول کيږي نو مخکې له هغې چې ووژل شي د هغه وروستۍ غوښتنه هم پوره کيږي. نو زه هم غواړم چي په خپل ژوندانه کې د وروستي ځل د پاره د تنباکو پيپ دود کړم. دا به په دې دنيا کې د تنباکو وروستی پيب وي چې زه به يې وڅکوم.»

 پاچا نه شو کولی دغه غوښتنه ونه مني، نو سرتيري خپل اورلګيد را واخيست او يو، دوه او درې ځله يې روښانه کړ. اوس نو هلته درې سپي ولاړ وه، چې لکه د پيالې، د ژرندې د پل، او د برج په شان يې لویې سترګې لرلې.

 سرتيري سپيو ته وويل: «له ما سره مرسته وکړئ چې ما اعدام نه کړي!» همداؤ چي سپو په قاضيانو ، پوځيانو او سرتيريو بريد وکړ او داسې يو حال يې ګډ کړ چې چا سر له پښو نه پيژانده. هر څه يې دړې وړې او ګډوډ کړه.

 پاچا وويل: « زه نه پوهيږم!» خو هغه لوی سپي پاچا او ملکه چې عسکرو يې ټينګ امنيت نيولی ؤ له ځايه اوچت کړه او ليرې يې ګوزار کړه. سرتيري ډير ييريدلي وه او خلکو نارې وهلې چې :«دغه کوچنی سرتيری زموږ پاچا دی!».

 هغوی سرتيری د پاچايې پر تخت کښينولو او درې واړه سپي ددوی مخې ته په نڅيدو شوه او د « هورا!» غږونه يې ايستل. هلکانو خوښي کوله او سرتيريو پريډ يا رسم ګذشت کاوه. شهزادګې د سپينو زرو له ماڼۍ نه را وتله. هغه ملکه وټاکل شوه، هغه هم خوشحاله وه. د دوی واده اته ورځې اوشپې ؤ، سپي هم د ميز شاته ناست وه او په غټو سترګو يې کتل.

منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2vgReBR

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.