لیکوال : H.C.Andersen
ژباړه : عبدالمالک پرهيز
اصلاح: احمدولي اڅکزی
وياند: اسدالله بلهار

په یوه کلي کې دوه تنه اوسيدل چې ددواړو نومونه يو شان ول، د دواړو نوم کلاوس ؤ. خو توپیر یې دا ؤ چې یوه له هغوی نه ، څلور آسونه لرل او بل يې يوازې يو آس درلود. د دې دپاره چې دوی يو له بله توپير شي خلکو به دا يو چې څلور آسونه يې لرل، لوی کلاوس باله او دا بل چې يوازې يو آس یې درلود د کوچني کلاوس په نامه يادولو. نو راځئ چې د دوی کيسه واورو چې دوی څه حال درلود، دا ځکه چې دا يوه ريښتنې کيسه ده.

په ټوله اونۍ کې به کوچني کلاوس د لوی کلاوس مرسته کوله او خپل يوازنی آس به يې هغه ته ورکاوه او بيا لوی کلاوس به له کوچني کلاوس سره هم مرسته کوله او خپل څلور آسونه به يې هغه ته ورکول، خو هغه به په اونۍ کې يوازې يو ځل دا کار کاوه او هغه هم د جمعې په ورځ. هو! په دې ورځ به نو کوچنې کلاوس خپله قمچينه پړه کوله او ويل به يې: «ځغلئ زما پنځو آسونو ځغلئ». دا ډيره په زړه پورې وه. په دې وخت کې به پنځه واړه آسونه ده ته لکه د خپلو آسونو په شان ښکارېدل. خو له دغه کاره به ده يوازې يوځل په اونۍ کې خوند اخيستلو.

نن يوه ښکلې ورځ وه آسمان تک شين ؤ، لمر ځليده او د کليسا زنګونه کړنګيدل. خلکو ښې جامې آغوستې وې او د تخرګ لاندې يې کتابونه نيولي ول او د کليسا په لور روان ول څو د کلیسا د ملا خبرې واوري. خلکو کوچنی کلاوس ليده چې د پنځه آسونو سره روان ؤ. هغه دومره خوښ ښکاريده چې قمچينه به يې پړه کوله او ويل به يې «چو، زما پنځو آسونو ځغلئ!»

«ته بايد داسې ونه وايـې» لوی کلاوس ورته داخبره وکړه، « دلته يوازې يو آس ستا دی.»

خو کله چې دوی بيا يو څه وړاندې ولاړل او د کليسا له څنګه تير شول نو کوچني کلاوس د لوی کلاوس خبره هيره کړه او بيا يې غږ کړ: «چو زما پنځو آسونو ځغلئ!»

« هو نور نو غواړم له تا څخه په ټينګه هيله وکړم چې دا خبره بيا ونه کړې. دا دې وروستی ځل وي چې ته دا خبره کوې او که بيا دې دا خبره وکړه نو ستا د آس سر به په دغه تبرګي ووهم او ځای پر ځای به يې ووژنم. نور نو بس دی!.»  کوچني کلاوس وویل: «زه به نور دا خبره بیا ونه کړم.»

خو کله چې دوی بیا د خلکو څنګ ته نژدې شول او خلکو د سر په اشاره دوی ته ويل « سهار مو نيکمرغه!» نو هغه بیا له زياتې خوښۍ نه دا سې ښودله چې دی د پنځو آسونو خاوند دی او خپلي کروندې پرې يووه یا قُلبه کوي. نو بيا يې غږ کړ چې « چو زما پنځو آسونو ځغلئ!»

لوی کلاوس بیا ورته وویل: «زه به اوس ستا آسونه چو کړم، او په تبرګي یې د کوچني کلاوس يوازنی آس په سر وواهه، د هغه آس پر ځمکه پريوت او بې له ځنډه مړ شو.»

کوچني کلاوس دا خبره وکړه:  «اخ اوس نو زه هيڅ آس نه لرم.» او په ژړا شو. وروسته هغه د خپل آس پوستکي و یوست او په آزاده هوا کې يې وځړاولو څو ښه وچ شي او کله چې د آس پوستکی وچ شو نو هغه يې په يوه خلته کې کيښود او خلته يې په شا کړه او د ښار په لورې لاړ څو د آس پوستکی خرڅ کړي.

تر ښاره لاره اوږده وه او ده زيات مزل وکړ څو په پای کې يوه ځنګل ته ورسیده، دا يو ډیر ګڼ ځنګل ؤ او په کې تپه تياره وه او ډير ډارونکی حالت يې درلود. ناببره هوا ډيره ترينګلې شوه. هغه په ډیرې چټکۍ سره مزل کاوه او مخکې له دې چې هغه يوې سمي لارې ته ورسيږي، شپه شوه، تر ښاره لاره اوږده وه او تر کوره هم لاره اوږده وه.

هلته لارې ته نژدې د يو ځمکوال بزګر کور ؤ. د کور کړکۍ د سړک په لورې پرانیستې وې او د کړکيو نه رڼا بهر را وتله. کوچني کلاوس له ځانه سره فکر وکړ چې دا به عجب ښه کار وي که ما ته اجازه راکړي څو شپه هلته تيره کړم. نو د کور په لور ولاړ څو دروازه ووهي.

د بزګر ميرمن ور پرانيست. د بزګر ميرمنې هغه ته وويل چې د هغې ميړه په کور کې نشته او هغه پردیو ته په کور کې ځای ورکولی نه شي او ورته يې وويل:« چې ځه په خپله مخه ځه.»

کوچنی کلاوس وویل: « ښه نو د دې خبرې مانا دا شوه چې زه باید شپه بهر تيره کړم او د بزګر ميرمن ور پورې کړ.

کور ته نژدي يوه بوساړه وه او د بوساړې او کور ترمنځ يوه کوټنۍ وه چې دپاسه يې هم يوه کوچنۍ کوټه وه.

«هو کيدی شي همدلته شپه تيره کړم! » کوچني کلاوس له ځانه سره دا خبره وکړه. هلته په بر پوړ(بامبوټۍ) کې يو ښه کټ هم پروت ؤ. بې د شکه چې زاڼي نه راځي چې زما پښې په مښوکه ووهي. هلته په ريښتيا هم د زاڼو يوه جوړه د بام د پاسه ولاړه وه چې هم هلته يې ځاله لرله.

کوچنی کلاوس د زينې د لارې دويم پوړ ته پورته شو او پر کټ پريوت او د دې دپاره چې آرامه ويده شي په يو اړخ واوښت. له دغه ځایه د کړکۍ له منځه کيدی شول په کور کې د سالون خونه په ښه ډول وويني.

هلته په سالون کې يو لوی ميز ؤ چې راز راز خواړه لکه کباب، کب او واين پرې ايښودل شوي ول او د بزګر ميرمن او د کليسا يو چړي ورته ناست ول او بل هيڅ څوک هلته نه ول. د بزګر ښځې به هغه ته د خوړو ست او سلا کوله او هغه به د وريتو کبانو څخه ځانته يو څه راجلا کړل، څرګنده وه چې دا هغه څه ول چې د چړي زيات خوښيدل.

کوچني کلاوس له ځانه سره وویل: «دا به څوک وي چې هلته ناست دی؟» او سر يې د کړکۍ خواته نور هم نژدې کړ. «خدايه! کيک، هلته پر ميز څه ښه کيک ايښې دی! داسې ښکاري چې کومه ميلمستيا وي.»

په دغه وخت کې هغه (یعني کوچني کلاوس) په لويه لاره د چا د راتلو غږ واوريده چې د کور په لور را روان ؤ. دا د ښځې ميړه یعني ( بزګر) ؤ چې د کور په لور روان ؤ.

هغه ډير ښه سړی ؤ خو هغه يوه عجيبه شانته ناروغي درلوده او هغه دا چې د کليسا چړي يې ډير بد ایسیده  او د هغه د ليدو او يا له هغه سره د خبرو کولو زغم يې نه درلود. کله که چړي به په مخه ورغی نو سخت به عصبي کيده. له دې کبله کله به چې هغه ته څرګنده شوه چې بزګر په کور کې نشته نو چړي به د بزګر کور ته ورغی څو د هغه ميرمنې ته ووايې «میرمن ورځ مو نيکمرغه!» او د بزګر مهربانې ښځې به هغه ته هر ډول خوندور خواړه پر ميز کيښودل. نو کله چې دوی د بزګر د پښو غږ واوريده چې کورته راځي، ډير وډار شول او د بزګر ښځې له چړي نه وغوښتل څو په هغه تش او لوی صندوق کې ننوزي چې د کوټې په يو ګوټ کې ايښی ؤ، نو چړي دا کار وکړ او په صندوق ته ننوت، ځکه هغه پوهيده چې بزګر د هغه د ليدلو زغم نه لري. ميرمنې ټول خواړه او واين په پخلنځي کې پټ کړل ځکه که د هغې ميړه دا هر څه ليدلي وای نو له خپلې ميرمنې به يې پوښتلي وای دا ټول د چا دپاره دي؟

کله چې کوچني کلاوس و ليده چې ميرمن ټول خواړه پټ کړل نو وښوريده او له ځانه سره يې دا خبره وکړه:« اوه نه!»

بزګر وپوښتل: «آيا هلته پورته په بامبوټۍ کې څوک شته دي؟» او پورته يې سر ور ښکاره کړ بیا یې کوچنی کلاوس وليده. هغه ته يي وویل:«ولې دلته پروت يې راځه! کورته، زما سره سالون ته راشه.»

کوچني کلاوس ټوله کيسه ورته وکړه چې ده د شپې د تيرولو غوښتنه کړې وه.

بزګر ورته وویل: «ښه نو داسې؟ خو اوس بايد يو څه وخورو؟ »

ميرمنې په ورين تندي د دواړه هرکلی وکړ او يو لوی ديګ یې د دواړو مخې ته کيښود. بزګر ډير وږی ؤ او په زياتې اشتها سره يې په خوړلو پیل وکړ. خو کوچني کلاوس نه شو کولی يوه شيبه هم د کباب، وريت کب او کيک فکر له سره وباسي، هغه پوهيده چې خواړه چيرته دي. هغه چې د آس پوستکې چې په خلطه کې يې ايښی ؤ، خپلو پښو ته نژدې د ميز لاندی کیښود. په اصل کې هغه د همدغه پوستکي لپاره له را رهي شوی و. څو په ښار کې يې و پلوري. ده ته د ديګ خوړو (غذا) خوند نه ورکاوه، نو ځکه یې د پوستکي پر خلطه خپله پښه راکشه کړه او د پوستکي څخه يو عجيبه غوندې د کړپ کړپ غږ پورته شو. 

« بس» کوچني کلاوس وويل او بيايې پښه پر خلته وموښله او دا ځل له خلطې څخه لا جګ غږ پورته شو.

بزګر له کوچني کلاوس نه دا پوښتنه وکړه: «یاره دا ستا په خلته کې څه دي؟»

کوچني کلاوس داسې ځواب ورکړ: «هو،  دا یو کوډګر دی! هغه وايې چې موږ بايد د دغه ديګ خواړه ونه خورو، بلکې هلته په هغه بل ديګ کې کباب، وريت کبان او کيک شته چې هغه له کوډو جوړ کړي دي.»

« څه دې وويل؟» بزګر داخبره وکړه او لاړ د ديګ سر يې جګ کړ او ټول هغه خوندوره خواړه يې وليدل چې ميرمن يې پاخه او هلته يې پټ کړي ول. خو اوس بزګر ګومان کاوه چې دا هر څه کودګر چمتو کړي دي. ميرمن زړه نه شو کولی چې څه ووايې او ډير ژر یې خواړه د ميز د پاسه کيښودل او دواړو په کډه کباب، کبان او کيک وخوړل او کوچني کلاوس بيا پر خلته خپله پښه تیره کړه او له پوستکي بيا غږ پورته شو.

بزګر له کلاوس نه پوښتنه وکړه: «بیا څه وايي؟»

کوچني کلاوس ورته وویل: «دی وايي، هغه موږ ته درې بوتله واين هم برابر کړي  دي او هلته په المارۍ کې دي.» اوس نو ميرمن دې ته اړه شوه هغه واين هم پر ميز کيږدي چې په المارۍ کې يې پټ کړي ول او کله چې دوی واين وڅښل نو بزګر ته دا هيله پيدا شوه چې داسې يو ښه کو‌ډګر چې د کوچني کلاوس په خلته کې دی، باید تر لاسه یې کړي.

بزګر دا پوښتنه هم وکړه: «هغه نورې کوډې هم کولی شي؟» اوس چې د بزګر طبعه بيخي سمه شوې وه نو ویې ويل: «زه غواړم هغه و وينم!»

کلاوس وویل:«هو، زما کوډګر هر کار کولی شي، هر څه چې زما زړه و غواړي، ایا ته باور نه کوې؟» هغه دا وویل او خپله پښه يې بیا پر خلته کش کړه چې بیا غږ ترې پورته شو، «کولی شې واورې! چې هغه څه وويل؟ خو هغه ډیر بدرنګه دی او هيڅ د ليدلو نه دی».

« نه زه بيخي نه ډاريږم، ويې ښايه هغه څنګه ښکاري؟» بزګر وویل. 

«هغه بيخي چړي ته ورته دی!»

بزګر بیا وویل: « ډیر ناوړه دی! ته بايد پوه شې چې زه د چړي د ليدو زغم نه لرم! خو اوس سره له دط بیا هم غواړم هغه ووينم، زه به ځان ښه چمتو کړم او وبه نه ډار شم، يوازې هغه مه پريږده چې ماته نژدې راشي.»

کلاوس بیا وویل: « اوس به زه له خپل کوډګر نه پوښتنه وکړم.»

کوچني کلاوس پر خپله خلته فشار راوړ او خپل غوږونه يي هغې ته نژدې ونیول.

«څه وايې؟» بزګر وویل.

کلاوس په ځواب کې ورته وویل: «هغه وايې تاسې د صندوق خوا ته لاړ شئ او هغه پرانيزۍ اوهلته به یوڅه ووينې چې ما ته ورته دی او وبه وينئ چې څنګه غږونه کوي، خو د صندوق سر ټينګ ونيسې چې ونه تيښتي.»

بزګر دا خبره وکړه: «غواړې له ما سره مرسته وکړې او هغه ونيسې؟» او بیا د هغه صندوق خواته لاړل، چيرې چې د بزګر ميرمن ريښتنی چړي په کې پټ کړی ؤ او هلته په ډار او ويره کې ناست ؤ.

بزګر لږ شان د صندوق سر پورته کړ چيغه یی کړه « اوه» اوبیرته یې شاته ټوپ کړ.

« هو، اوس مې وليد، بيخي زموږ چړي ته ورته دی. دا بيخي وحشتناکه ؤ.» دوی په دغه وياړ د شپې تر ناوخته واين وڅښل.

بزګر دا خبره بیا وکړه: «ته کولی شې دغه کوډګر پر ما وپلورې؟ هر څه چې وغواړې درکوم يې! زه به له پيسو ډک يو لوی صندوق درکړم.»

کوچني کلاوس وویل :«نه! زه نه شم کولی. ته په خپله فکر وکړه چې دغه کوډګر ماته څومره ګټې رسولی شي.»

بزګر بیا دا خبره وکړه: «زه زيات غواړم چې هغه ماته راکړې» او خپلې غوښتنې ته يې دوام ورکړ.

کوچني کلاوس په پای کې وویل: «هو، تا ډیره مهرباني وکړه او ماته دې په خپل کور کې د شپې د تيرولو ځای راکړ، نو زه نه شم کولی ستا خبره ونه منم، زه به د يو صندوق پيسو په بدل کې هغه تا ته درکړم خو شرط مې دا دی چې صندوق بيخي له پیسو ډک کړې.»

بزګر ورته دا خبره وکړه: «سمه ده ډک صندوق به تر لاسه کړې» او زياته يې کړه چې هغه صندوق به هم له ځانه سره یوسې. زه نه غواړم يوه شیبه هم دغه صندوق په کور کې ووینم. نه پوهيږم هغه به لا تر اوسه هم هلته په صندوق کې ناست وي.

کوچني کلاوس بزګر ته د وچ پوستکي خلطه ورکړه او د پيسو ډک صندوق او هغه بل لوی صندوق يې هم ورڅخه واخيست. بزګر یوه بله مهرباني هم وکړه او يوه کراچۍ يې هم ورکړه څو صندوق او پيسې په کې يوسي.

کوچني کلاوس دا خبره وکړه: «د خدای پامان» او د پيسو او هغه لوی صندوق چې چړي په کې ناست ؤ صندوقان یې ورسره واخیستل او روان شو.

د ځنګل په بل سر کې يو لوی او مست سيند ؤ او لامبو په کې آسانه کار نه ؤ. خو هلته د سيند دپاسه يو پل ؤ چې نوی جوړ شوی ؤ.کوچنی کلاوس د پل په منځنۍ برخه کې ودريده او په جګ غږ يې وويل، داسې چې چړي يې واوري: «له دغه لوی صندوق سره څه وکړم؟ بيخي دروند دی. ته به وايې چې له تيږو يې ډک کړی وي. نور نو د وړلو وس يې نه لرم. بيخي يې ستړی کړی يم. نور يې د وړلو اړتيا هم نشته. سيند ته به يې ګوزار کړم. کور ته يې نه وړم همدا اوس يې ارتوم»، او صندوق یې په یوه لاس لږ جګ کړ داسې چې ګنې اوبو ته يې غوځوي؟

چړي د صندوق له منځه داسې چيغه کړه:« پام کوه! ما پريږده چې له صندوقه  راووځم.»

کوچني کلاوس وویل: «اوهو!» هغه داسې وښودله چې ګنې ډار شوی دی، «هغه لا تر اوسه همدلته په صندوق کې دی. ښه نو اوس يې بايد ډير ژر هغه اوبو ته ګوزار کړم څو په اوبو کې ډوب شي.»

« نه نه دا کار مه کوه!» چړي داسې چيغه کړه، « زه به تاته له پيسو ډک يو لوی صنوق درکړم که ته ما پریږدې او سیند ته مې ګوزارنه کړې.»

« هو دا نو بله خبره ده!» کوچني کلاوس داخبره وکړه او صندوق يې خلاص کړ او چړي ترې را ووت او بیا تش صندوق يې سیند ته غوځار کړ او خپل کور ته لاړ او هلته کوچني کلاوس له هغه نه د پيسو یو ډک صندوق واخیست . اوس کوچنی کلاوس هغه کراچۍ چې بزګر ورته ورکړې وه بيخي له پيسو ډکه کړې وه.

کوچني کلاوس له ځانه سره وویل:« وګوره ما د خپل آس په بدل کې څومره پيسې تر لاسه کړې» او د خپل کور د سالون خونې ته راغی او ټولې پيسې يې د سالون په منځ کې پر ځمکه وغورځولي او له ځانه سره يې و ويل: «کله چې لوی کلاوس راشي او وويني چې ما د خپل يو آس له برکته څومره پيسې پیداکړې او څومره شتمن شوی يم نو زیات به پریشانه او خپه شي. خو زه بايد اوس هغه ته ټول ريښتيا ونه وايم چې دا هرڅه څنګه پيښ شول.»

نو يو هلک يې په لوې کلاوس پسې واستاوه څو له هغه نه د پيسو يو سیف (صندوق) په پور راوړي. لوی کلاوس وویل: « هغه پر دغه صندوق څه کوي؟»

 لوی کلاوس له ځانه سره دا فکر وکړ او د صندوق منځ یې و کوت کيدای شوای هلته پيسې وي ځکه د صندوق په بيخ کې ده لږ قير تپلي ول او پخوا يې هم دغه صندوق په پور ورکړی ؤ او کله چې يې بيرته صندوق اخيستی ؤ نو په صندوق کې د سپينو زرو درې سکې او اته پيسې يې موندلي وې.

« څه وينم؟» لوی کلاوس د کوچني کلاوس په لور منډه کړه او ترې يې و پوښتل « دا دومره زياتې پيسې دې له کومه کړې؟»

« دا مې د آس د پوستکي له درکه وګټلې، تيره شپه مې خرڅ کړ.»

لوی کلاوس داسې وویل: «ډیرې زياتې پیسې يې درکړي دي» او کور ته ستون شو، يوه لويه چاړه يې را واخيستله او خپل څلور واړه آسونه يې حلال کړل پوستکي يې ترې و یايستل او د ښار په لور ولاړ.

لوی کلاوس په کوڅو کې داسې چیغې وهلې.« پوستکي! پوستکي! څوک يي غواړي؟ پوستکي را ونيسئ.»

ټول موچيان او څرمنه جوړوونکي په منډه منډه د هغه خوا ته راغلل او  د بيې پوښتنه يې ترې وکړه:« په څو يې پلورې؟»

«د هر يو په بدل کې له پیسو ډک يو سيف (د پيسوصندوق)»

ټولو په یوه غږ ورته دا خبره وکړه:« ليونی شوی خو به نه يې؟ ته ګومان کوې چې موږ دومره پيسې لرو چې په سيف کې یې ساتو؟»

لوی کلاوس بیا داسې غږ اوچت کړ: « پوستکي! پوستکي! څوک پوستکي رانيسې؟» هر چا به چې د پوستکي د بيې پوښتنه ځنې کوله نو هغه به ويل چې «د يوه پوستکي په بدل کې يو صندوق پيسې غواړم.»

ټولو به وویل: «دی غواړي پر موږ ملنډې ووهي.» نو موچيانو او څرمن جوړونکو خپل سټک او سوباړی را واخيسته او د لوی کلاوس  مخې ته یې واچول.

اوس نو موچیانو او څرمن ګنډونکو په کلاوس ملنډې وهلې او چیغې به يي کړي: «پوستکی ! پوستکی!» او ورته ويل يې «موږ به تاته داسې پوستکی درپه غاړه کړو چې ټول بدن دې په سره خالونو پټ شي، ځه ورکيږه ، ځه له ښاره وځه!» لوی کلاوس په ټول قدرت سره هڅه کوله چې په چټکۍ سره له ښاره وتيښتي، هيڅکله هم چا په ژوند کې دومره ملنډې پرې نه وې وهلې لکه اوس.

 لوی کلاوس له ځانه سره دا خبره وکړه:«ښه نو زه به له تا سره ګورم.» کله چې کور ته ورسيد ويي ویل:« کوچنی کلاوس به د دې کار بيه ورکوي، زه يې داسې نه پريږدم.»

په دې وخت کې د کوچني کلاوس نيا یا انا مړه شوې وه، هغې د کوچني کلاوس سره دومره ښې اړيکې نه درلودې او ناوړه چلند به يې ورسره کاوه. هغه خپله مړه نيا یا انا له ځايه پورته کړه او په خپله توده بستره کې يې واچوله. بیا يي وویل: « هغه مړه ده او بیرته نه ژوندۍ کيږي، هغه بايد ټوله شپه د ده په دغه بستره کې تيره کړي» او بیا هغه په خپله د يوي څوکۍ د پاسه کيناست څو همالته ويده شي. پخوا هم هغه دا کار کاوه او د څوکۍ دپاسه به ویده کيده.

تر اوسه لا کوچنی کلاس په څوکۍ ناست ؤ چې ور خلاص شو او لوی کلاوس د خپل تبر سره خونې ته ننوت. هغه پوهيده چې د کوچني کلاوس کټ چيرته پروت دی نو کټ ته نژدې شو پر تبر يې د هغې پر سر ګوزار وکړ، هغه فکر کاوه چې په کټ کې کوچنی کلاوس ويده دی. بیا يي وویل: « ګوره! نور به له ما سره داسې ټوکې نه کوي او پر ما به ملنډې نه وهې.» او بيرته خپل کور ته ستون شو.

کوچني کلاوس له ځانه سره داسې وویل:« ته ډير بد او ناوړه انسان يې! تا غوښتل ما ووژنې، دا ښه ؤ چې هلته زما د زړې بوډۍ نیا مړی پروت ؤ، هغه خو بې له دي هم مړه وه، که نه نو هغه بېوزلې به يې وژلې وای.»

هغه خپله انا په يوه شال کې تاو کړه ، له خپل ګاونډي څخه يې يو آس په پور واخيست او ګاډۍ یې په آس پورې وتړله. خپله انا يې د ګاډۍ پر شاتنۍ سيټ کې کینوله، داسې چې ونه لويږي ، نو حرکت يې وکړ او له يوه ځنګل څخه تير شول، د لمر خاته پر مهال دوی يوذلوې ميلمستون ته رسيدلي ول. ګاډۍ يې ودروله او د میلمستون په لور لاړ څو هلته يو څه و خوري.

د ميلمستون خاوند ډيرې پيسې ليدلې وې، هغه ډير ښه سړی هم ؤ، خو هغه يو څه عصبي مزاجه ؤ، ځکه نو زيات تنباکوذبه يې څکول.

کوچني کلاوس ورته وویل: «سهار په خير!» هغه کوچني کلاوس ته وويل،« ته ډیر وختي دلته راغلی يې.»

کوچني کلاوس وویل:«هو! زه د خپلې بوډۍ انا سره ښار ته روان يم، هغه هلته بهر په ګاډۍ کې ده، دلته يې راوستی نه شم، ته نه شي کولی يوه پياله د شاتو شربت هغې ته يوسې، خو هيله کوم لږ په جګ غږ ور سره خبرې وکړه! ځکه هغه په غوږونو کڼه ده او ټيټ غږ نه آوري او په سترګوهم نه ویني.»

 د ميلمستون خاوند په يوه لويه پياله کې  ورته د شاتو شربت جوړ او بهر ته ور ووت څو زړې بوډۍ ته يې يوسي، کومه چې په اصل کې مړه وه او هسې د ګاډۍ شاته کينول شوې وه. د ميلمستون خاوند هغې ته داخبره وکړه:
«دلته ستا د لمسي له خوا مي تا ته يوه پياله شربت راوړی دی، وا يې خله.» خو د بوډۍ له خو لې يوه خبره هم و نه وتله او بيخي چوپه ناسته وه! د ميلمستون خاوند داسې چيغه کړه: «نه آورې کڼه يې؟! دلته يوه پياله د شاتو شربت دی چې لمسي دې را ليږلی دی.»

هغه يو دوه ځله نور هم په جګ غږ چيغه کړه خو بوډۍ هيڅ غبرګون ونه ښود. هغه زيات په قهر شو او د شاتو پياله يې د هغې پر مخ وويشتله. شربت د هغې پر مخ او پزه جاري شو او بوډۍ له ځايه ولويده، ځکه هغه په څوکۍ پورې ټينګه تړلې شوې نه وه، بلکې هسې کينوله شوې وه.

کوچني کلاوس د ميلمستون څخه د ګاډۍ په لور منډه کړه او د ميلمستون خاوند يې له ګريوانه ټينګ و نیوه:« زما مور دې مړه کړه. و ګوره د هغې سر دي مات کړی دی.»

د ميلمستون خاوند داسې وويل:«اوه ! دا یوه بد چانس ده.» هغه خپل لاسونه و مښل او ويې ويل:« دا هر څه زما د اعصاب خرابۍ پايله ده. زه به تاته له پيسو ډک سيف (صندوق) درکړم او ستا مور به هم په زيات درناوي سره همدلته خاورو ته و سپارم، بس دی غالمغال مه کوه په دې کار به زما سر غوڅ کړي. په داسې حال کې چې دا يوازې یوه بد چانسي وه او ما نه غوښتل چې داسې وکړم.»

کوچني کلاوس له پيسو ډک يو صندوق واخيست او د ميلمستون خاوند همدارنګه د هغه نیا - انا لکه د خپلې مور په شان خاورو ته وسپارله.

کله چې کوچنی کلاوس له زياتو پيسو سره بيرته کورته راغی نو يو هلک يې د لوی کلاوس کورته واستوه څو له هغه نه يو سيف (د پيسو صندوق) په پور واخلي.

لوی کلاوس په حيرانتيا سره دا خبره وکړه:«څه وايي! آیا ما هغه نه دی وژلی؟ زه يې بايد په خپله ووينم»، او د صندوق سره د کوچني کلاوس کور ته ورغی. «نه نه! دا ټولې پيسې دې له کومه کړې؟» او په خپلو سترګو يې باور نه شو کولی چې دا ټولې پيسې هغه له کومه کړې دي.

کوچني کلاوس وویل:« تا زه نه، بلکې زما انا دې ووژله!» کوچني کلاوس زیاته کړه « ما د هغې مړی و پلورلو او دا ټولې پيسې مې د هغې د مړي په بدل کې واخيستې»، لوی کلاوس بیا دا خبره وکړه.

« دوئ تا ته ډيرې زياتې پيسې درکړي دي» او بیا په چټکۍ سره کور ته لاړ او تبر يې واخيست خپله زړه نيا يې په سر ووهله او ځای پر ځای يې ووژله، په ګاډۍ کې يې کينوله او ښار ته لاړ، چيرې چې د درملتون خاوند اوسيده له هغه يې پوښتنه وکړه چې د یوې زړې بوډۍ مړی پيري او که نه؟ ( د پيسو په بدل کې یې اخلي او که نه؟) د درملتون والا ترې پوښتنه وکړه: « داڅوک ده؟ او تاله کومه کړې ده؟»

لوی کلاوس ورته وویل:« دا زما انا ده! ما په تبر ووژله څو يو صندوق پيسې پرې وګټم.»

« خدای دې موږ له دې حاله وساتي، ته خو به هسې ټوکې کوې خو پام کوه چې په داسې خبرو به خپل سر له لاسه ورکړې» او بيا يې په ټينګه ورته وويل چې نوموړي ډیر بد کار کړی دی او هغه ډیر بد او ناوړه انسان دی، هغه بايد ددې کار په خاطر سزا وويني. لوی کلاوس زيات و ډار شو او په يوه منډه له درملتون څخه ووت. په ګاډۍ کې کيناست او آسونه يې قمچين کړل، د کور په لور روان شو. خو په درملتون کې خلکو دا ګومان وکړ چې دا هسې يو ليونی ؤ، نو ځکه دوی هغه ته څه و نه ويل او پرييېښود چې ولاړ شي.

لوی کلاوس وویل:«ته به دا ځل د خپل دغه کار بیه پرې کړي.» کله چې د کلي په لاره روان ؤ. بیا يي له ځانه سره وویل« کوچنی کلاوسه ته به د خپل دغه کار جزا ووينې!» اوس نو لوی کلاوس خپل کور ته رسيدلی ؤ او يوه لويه ګونۍ يې پيدا کړه او په کوچني کلاوس پسې ولاړ، کوچني کلاوس ته يې وويل:«تا بيا پر ما ملندې ووهلې! لومړی دې پر ما آسونه مړه کړل او بيا دي پر ما زما نيا مړه کړه! دا هر څه ستا د لاسه پيښ شول. نور به هيڅکله ته پر ما ملنډې ونه شي وهلی.» نو کوچنی کلاوس يې ونيوه او په خپله بورۍ کې يې واچولو، بورۍ يې  شا ته کړه او کوچني کلاوس ته يې وويل:«اوس تا وړم او په سيند کې دې لاهو کوم.»

ترسینده پورې ډيره لاره وه او بايد زياته لاره يې وهلی وای او کوچنی کلاوس دومره سپک هم نه وه چې په آسانۍ سره يې تر هغه ځايه پر اوږو وړی وای. لاره د کليسا له څنګه تیريده، هلته په کليسا کې آرکيستر غږيده او خلکو ښې ترانې او سندرې ويلې، نو لوی کلاوس د کليسا د وره تر څنګه خپله بورۍ چې کوچنی کلاوس په کې ؤ، پر ځمکه کيښوده او له ځانه سره يې فکر وکړ مخکې له دې چې خپلې لارې ته دوام ورکړم دا به ښه وي چې لومړی کلیسا ته لاړ شم او يوه ترانه واورم، کوچنی کلاوس خو بې له هغې هم تيښتيدلی نه شي او نور خلک هم ټول په کليسا کې راغونډ شوي دي، نو کلیسا ته ننوت.

 کوچني کلاوس د اخ اخ  غږونه ايستل او له يوه اړخ نه بل اړخ ته آوښته را آوښته، خو هغه نه شو کولی د ګونۍ خوله خلاصه کړي. په دې کې وخت يو ډير زوړ او ډير بوډا شپون راغی چې د سر ويښتان يې بيخي سپين ول او يوه امسا يې هم په لاس کې وه. هغه د غواګانو او غوايانو يوه ګله د ځانه سره لرله، دوی د بورۍ له څنګه تیریدل او بورۍ يې واړوله.

 کوچني کلاوس  اخ کړل او ځګيروي ايستل او ويل يې « زه لا بيخې ځوان يم خو دې ته اړ يم چې هسک ته لاړ شم(بلې نړۍ ته)!» او شپون وويل« زه بېوزلی دومره سپین ږيری او بوډا يم خو لا هلته رسيدی نه شم. کوچني کلاوس له ځانه سره يي وویل:«ته راځه دا ګونۍ خلاصه کړه او ګونۍ ته ننوزه ډير ژر به هلته ورسيږې.» شپون وويل« زما زړه غواړي ډير ژر هلته و رسيږم.» د بورۍ خوله يې خلاصه کړه او کوچنی کلاوس ترې راووت. سپين ږيری بورۍ ته ورننوت کوچني کلاوس ته يي وویل: «په غوايانو ته پام ساته!» کوچني کلاوس ومنله او بورۍ يې ټينګه وتړله او د غواګانو او غويانو سره په خپله لاره روان شو.

لږ وروسته لوی کلاوس له کليسا نه راووت او بورۍ يې په شا کړه. لوی کلاوس احساس کړه چې بورۍ لږه سپکه شوې ده او د کوچني کلاوس نيمايې دومره هم نه ده.  هغه له ځانه سره یې وویل: « دی څومره سپک شوی دی، چې په آسانه يې وړی شم. دا ځکه دومره سپک شوی دی چې ما په کليسا کې ترانه واوريده!» او د سيند په لور لاړ بورۍ يې سيند ته واچوله او غږ يې کړ چې «نور هم پر ما ملنډې وهه!» هغه ګومان کاوه چې کوچنی کلاوس يې سيند ته غورځولی دی.

کله چې هغه کلي ته نژدې راورسيد نو کوچنی کلاوس د غوايانو او غواګانو له ګلې سره په مخه ورغی. لوی کلاوس وویل: « څه دا څه وینم؟  آیا ما ته په سيند کې لاهو نه کړې؟»

« هو! تا يو ساعت د مخه زه په سيند کې لاهو کړم!»

  لوی کلاوس پوښتنه وکړه: «نو دا ګله دي له کومه کړه؟» کوچني کلاوس ورته وویل: «مطلب دې له دغه غوايانو او غواګانو دی؟ زه به ټوله کيسه درته بيان کړم، خو لومړی له تانه مننه کوم چې زه دې په اوبو کې ډوب کړم او اوس زه دلته يم او ډير شتمن يم، باور دې کيږي او که نه؟ زه دومره ويريدلی وم کله چې تا د پله له سره سړو اوبو ته ګوزار کړم، يخ شمال هم لګيده. زه ډیر ژر د اوبو تل ته ورسيدم. خو هيڅ ژوبل نه شوم ځکه هلته ډير پاسته واښه شنه شوي ول چې زه پرې ولویدم، سمدلاسه ګونۍ خلاصه شوه او د اوبو یوې ښاپيرۍ چې سپین کمیس يې آغوستی ؤ او ويښتان يې په شنه وریښمین ټوکر تړلي ول، زه له لاسه ونيولم او ويې ويل: آيا ته کوچنی کلاوس يې؟ ما ورته وویل: هوزه کوچنی کلاوس یم. بیا يي راته وویل: د غه د غوايانو او غواګانو ګله ستا دپاره ده او هلته يو ميل وړاندې يوه بله ګله هم ولاړه ده چې تاته يې درکوم. باید ووايم چې تر اوبو لاندې لويه لاره وه چې د سيند خلکو به پرې تګ او راتګ کاوه. هلته يوه لاره بيخي کلي ته نژدې د سيند غاړې ته رسيده چې شا او خوا يې ډير ښکلي ګلان زرغون شوي ول، هلته ډير تازه واښه ول او کبان هرې خواته ښکته پورته تلل او خواږه غږونه يې لرل لکه مرغان چې يې په هوا کې باسي. لنډه داچې يوه ډيره ښکلې سيمه وه. هلته ډير ښه او مهربانه خلک ول او د څارويو رمې او ګلۍ به په وښو کې څريدلې.»

لوی کلاوس ورته وویل: « نو ولې ته دومره ژر بيرته راستون شوې او بيرته دلته راغلې؟» لوی کلاوس زیاته کړه: «چې هلته دومره ښه ځای ؤ ما به هيڅکله هم دا کار نه وای کړی.»

کوچني کلاوس ورته وويل: « هو، دا کار خو ما په خپله خوښه وکړؤ ځکه د اوبو ښاپیرې ويلي وه چې د يو ميل په واټن کې هلته يوه بله ګله هم ده چې ماته يې راکوله. خو تر هغه ځايه لاره زياته وه او ټولې لاري يوې او بلي خوا ته غزيدلي وې، زه پوهيدم چې زموږ کلي ته کومه لاره لنډه ده او په دې کار سره ما سمه نيمه لاره لنډه کړه او که نه زه بايد هلته يو میل تللی وای او بيرته راغلی وای. نو ما غوره وګڼله همدغه د غوايانو ګله له ځانه سره کلي ته راولم!» 

لوی کلاوس وویل: «ته يو نيکمرغه سړی يې! خو څه فکر کوې چې که زه هم هلته د اوبو تل ته ولاړ شم او له هغه ځايه يوه ګله له ځانه سره راولم؟»

« هو، زه فکر کوم ته هم دا کار کولی شي، خو زه تا تر هغه ځايه په ګونۍ کې په شا نه شم وړلی ، ته تر ما زيات دروند يې، ته بايد په خپلو پښو د سيند تر غاړی لاړ شې او هلته په بورۍ کې ننوزه، نو زه به په زياتې خوښۍ سره تا اوبو ته ټيله کړم!»

لوی کلاوس وویل: «ډيره مننه! خو که زه د غوايانو ګله تر لاسه نه کړم نو ښه پوه شه چې دا ځل به په وهلو وهلو د بوسو ګوډی در څخه جوړ کړم، پوه شوې؟!»

کوچني کلاوس ورته وویل: « نه، نه! دومره بد نيته کيږه مه!» له دې خبرو وروسته د سيند په لوري لاړل. په دې وخت کې د غوايانو يوه لويه ګله چې ډيره تږې وه د اوبو په ليدو سره د سيند په لور په ځغاستو شوه، څو اوبه وڅيښي.

کوچني کلاوس ورته وویل: « هلته ګوره څومر بيړه لري! دوی بيړه لري بيرته د اوبو تل ته ښکته لاړ شي.»

لوی کلاوس ورته وویل: «ښه نو اوس له ماسره مرسته وکړه او که نه سخت به دې وډبوم.» بیا لوی کلاوس په يو غټه ګونۍ کې ننوت او کوچني کلاوس ته يې وويل يوه لويه ډبره هم په بورۍ پورې و تړه، کيدی شي په اوبو کې ډوب نه شم.»
کوچني کلاوس ورته وویل: « سمه ده!» بیا يي د ګونۍ خوله يې ټينګه وتړله او يوه لويه ډبره يې هم په  پورې وتړله سيند ته يې ټيل وهلو، لوی کلاوس په چټکۍ سره په اوبو کې ډوب شو.

 کوچني کلاوس وویل:« ويريږم چې هغه به هلته غوايان مايان پيدا نه کړي.» او بيرته خپل کورته ستون شو.

 

 منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2A8Vidk

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.