اسمان غورېږي

باران ورېږي

ونې غوټۍ کې

ګلان غوړېږي

د لمدې خاورې

بوی ښه لګېږي

جان! په سیم ناسته

مرغۍ لمدېږي

سبق روان دی

معلم غږېږي

وايي سپرلي کې 

دا شانې کېږي 

 شاعره : رڼا زرمتۍ

منبع: د «خانه ادبیات کودک، د ماشوم د ادبیاتو کور» فېسبوک پاڼه، د ۲۰۱۶ کال د اپريل د مياشتي د ۲۵مې نېټي پوسټ 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.