source of image: http://bit.ly/2rg7GEp
source of image: http://bit.ly/2rg7GEp

 

  یوه ورځ د باچا زوی د خپل نوکر سره ښکار ته را ووتی، چې ناڅاپه ئي یوه سحرګره ښځه مخي له راغله . ښځي د باچا زوی و پوښته! چې : چيري ځې؟ د باچا زوی ورته وویل : ښکار ته روان یم . ښځه ورته په درد کي سوه؛ وې ویل : ولي ښځه نه کوې؟ د باچا زوی ورته وویل : یوه د باچالور به وکم . بیا دې ښځي ورته وویل : ما وکه!! دباچا زوی ورته وویل : د باچا زامن اجازه نه لري چې د ولس څخه یوه ښځه وکړي . دوی باید ځانو ته د باچا لوڼي ولټه وي او وې کړي . دغي ساحرې ښځي د باچا زوی چونګښه کی .د باچا د زوی نوکر هر څومره زارۍ دا ښځي ته وکړې او ورته ئي و ژړل خو هیڅ سوده ئي و نه کړه . څرنګه چې د نوکر زړه ډېر درد کاوه نو خپل ځيګر ئي په یوه ځنځیر کلک وتاړه . او ساحره ځني ولاړه. او دغه چونګښه چې نږدې یو ډم اوبه وې ځان ئي په هغه ډمو اوبو کي واچاوه . او هلته ئي په لامبو پیل وکړ . د دغه ډم پر غاړه د یوه باچا لور د نورو انجونو سره لوبي کولې ‏، چې د باچا د لور څخه د دې د سرو زرو غټی په دغه ډمو اوبو کي ولوید او ورک سو . د باچا لور هک پک سوه او ډېره خوابدې هم سوه . دغه چونګښه د باچا لور ته راغله او د باچا لور ته ئي وویل : که ستا د سرو زرو غټی له اوبو را وباسم او تاته ئي درکم زما شرطونه منې؟ د باچا لور چونګښه وپوښتل : ستا شرطونه څه دي؟ چونګښي ورته وویل : زبه ستا سره ستا په غاب کي ډوډۍ درسره خورم او ستا سره ستا په پالنګ کي وېدېږم . د باچا لور دا شرطونه ومنل . او چونګښه غوټه سوه د باچا د لور د سروزرو غټی ئي له اوبو نه راوایست او په لاس ئي ورکی . د باچا لور د سرو زرو غټی له چونګښي نه واخست او منډه ئي کړه له چونګښي څخه ولاړه .چونګښه سمه دمه د باچا د لور پل پسې واخست او کور ته ورغله . چې دوی پر ډوډۍ ناست دي . چونګښي و باچا ته د خپل شرط کیسه د ده د لوره سره، وکړه . باچا خپل لور ته وویل : چاچي وعده کړي وي بايد هغه وفا کړي. شهزادګۍ د چونګښې سره د مېز د سر په هکله وعده ومنله یاني ددې سره ئي د دې په غاب کي ډوډۍ وخوړله . کله چې د باچا لور خپل پالنګ ته تله دا شرط ئي نه مانه . خو باچا پر خپلې لور امر وکی، چې شرط به مني! د باچا لور مجبوره سوه چونګښه ئي له ځانه سره یووړه .کله چې د باچا لور په خپل پالنګ کي وغځېده، نو چونګښه ورله راغله او وپالنګ ته ورپورته سوه . د باچا لور چونګښه د دېوال خواته وغورځول . چې چونګښه ډېره کلکه پر دېوال ومښته . چونګښه په ژړا سوه . د باچا د لور زړه پرچونګښي وسو او چونګښه ئي را پورته کړه او مچ ئي کړه . چونګښه سمدلاسه انسان سو . په دې توګه شهزاده چي چونګښه سوی ؤ بېرته انسان سو. دغه شهزاده د شهزادګۍ د پلار په اجازه د هغې سره واده وکړ . نوکر ئي بګۍ راوسته دوئي په بګۍ کي د باچا د زوی کور ته بوتله . پرلاري د نوکر له ډېره خوښۍ هغه ځنځير چې د ده پر ځیګر تړلی وو پرې سو .

ژباړونکی: محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځائ: آلمان، بوناتال نېټه ۲۳ . ۱۱ . ۲۰۰۹ ز کال = ۲ . ۹ . ۱۳۸۸ 

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): Froschkönig
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : نېټه ۲۰ . ۴ . ۲۰۱۰ ز ک

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.