source of image: http://bit.ly/2rzr534
source of image: http://bit.ly/2rzr534

 

  په یوه ځنګله کي یو ډېر خوار سړی د خپل ماېنې او دوو ماشومانو، چې یو « هنزل » او بله ئي « ګرېتل» نومېده اوسېده، چې ده د لرګو پرې کولو کار په دغه ځنګله کي کاوه . دا سړي په ډېر ربړ سره به یوه ګوله ډوډۍ و خپل کورنۍ ته پيداکوله . د « هنزل » او « ګرېتل » مور مړه وه، خو دوي د میرې سره ژوند کاوه . یوه ورځ ئي ښځي و خپل مېړه ته پټ په غلا د ماشومانو وویل : ( دغه واړه بوزه یو ځائ لیري په ځنګله کي ایله کړه، چې بېرته بیا رانسي . ) دا خبره « ګرېتل » واورېده . « ګرېتل » له ځانه سره څو سپیني شګي پیدا کړې او واي خستې. پلار ئي دواړه ماشومان له ځانه سره لیري په ځنګله کي دننه بوتله . خو «ګرېتل» پر لار یوه یوه شګه د لاري د نښه کولو لپاره غورځول . پلار خپل ماشومان په ځنګله کي ایله کړه، خو دی په پټه ځني راغی . څرنګه چې « ګرېتل » لیار نښاني کړې وه؛ دواړه ماشومان بېرته کور ته راغله . د میرې ئي د دې وارې چم جوړ نسو . بیا ئي خپل مېړه ته وویل، چې دا ماشومان ځنګله ته بوزي! د دې وارې « ګرېتل » له ځانه سره دلیاري د نښه کولو لپاره ډوډۍ له ځانه سره واخسته. هغه ډوډې چې « ګرېتل » پر لیار غورځولې وه مارغانو خوړلې وه . له دې واري ماشومانو د کور لار ونه موندله . او په ځنګله کي ورک سوه . دوی درې ورځي په ځنګله کي ګرځېده، چې په یوارې پر یوې وړوکي کوډلي پېښ شوه . دا کوډله د شکولادو او کېکو څخه جوړه سوې وه . ماشومان هم ډېر وږي وه؛ د دغي وړې خوني د کېکو او شکولادو څخه ئي پرېکول او خوړلې . په دغې خوني کي یوه زړه جادوګره انسان خواره ښځه اوسېده . جادوګري دا کړپی واورېدی او ږغ ئي وکی : دا زه اورمه څرنګه کړپی داڅوک دی زما پر خونه کړي شړپی. جادوګري ته جواب ورغی: 

 واوره دا کړپی د باد دی ګوره له اسمان څخه په ساز دی خو جادوګره کله ختا وتله؛ ور ووتله دواړه ماشومان ئي ونیوله . « ګرېتل » ئي وکار ته ودروله او « هنزل » ئي په کپس کي واچاوه، چې چاغ سي وروسته ئي بیا وخوري . و « هنزل » ته ئي ښه خواړه ورکول، چې ژر چاغ سي او هر سهار به ئي د لاس یوه ګوته ځني کتله ، چې چاغ سوی دی که نه . خو د «هنزل» څخه یو اوږد کلک هډوکی ورڅخه وو دغه به ئي تر کپسه راوایسته بوډۍ ته به ئي ور وړاندي کړ .بوډۍ په سترګو چندان شی نه لیده . نو په اندېښنه سوه، چې دا دومري مهال تېر سو لا دا هلک چاغ نسو او ګوته ئي لا کلکه ده . نو بوډۍ بې موله سوه . کوره ئي ولګوله اوتوده ئي کړه . « کرېتل » ته ئي وویل :کوره وګوره، چې توده ده که څرنګه؟ « ګرېتل » ورته وویل : زما وس نه په رسي، چې د کورې ور خلاس کړم .بوډۍ پخپله ور تر مخ سوه د کورې ور ئي خلاس کړ او سر ئي ور دننه کی . « ګرېتل » دا بوډۍ له شا د خوا څخه و کورې ته ورپوري وهل او جادوګره په کورې کي ولوېده . دوی دواړو د جادوګري شتمني راواخستل خپل د پلار کورته راغله . خو په دغه مهال کي ئي میره هم مړه سوې وه . دوی له خوارۍ څخه خلاس سوه او خپل ارام ژوند ئي پیل کړ .

ژباړونکی: محمدسرور وکیلي، بوناتال نېټه ۲۴ . ۱۱ . ۲۰۰۹ ز کال = ۳ . ۹ . ۱۳۸۸ هـ ش کال

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): 
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : نېټه ۲۰ . ۴ . ۲۰۱۰ ز ک

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.