ډېر پخوا سره ټول سوي ډېر مرغان وه

د پاچا په انتخاب کي سر ګردان وه

 

چا ویله چي ګوربت دي زموږ پاچا وي

ټول مرغان دي په یوه خوله او سلا وي

 

هم ښایسته هم په ځان غټ هم زورور دی

تر شهپر یې لاندي کړی سمه غر دی

 

که ګوربت سي زموږ پاچا موږ یو بېغمه

له حملو د غلیمانو له ستمه

 

یوه ږغ کړه چي ګوربت ظالم مرغه دی

زموږ پر کور باندي چي غم دی خو له ده دی

 

د ګوربت، باز او شاهین خبري مه کړئ

نور په داسي ظالمانو زړه ښه نه کړئ

 

شتُرمرغ ویله زه ستاسي پاچا یم

په ځان غټ یمه غښتلی تر هر چا یم

 

زورور یم خو څوک نه آزارومه

نه په ژوند کي د مرغانو غوښی خومه

 

ټولو وویل چي ته الوتای نه سې

د مرغانو په کتار کي راتلای نه سې

 

ته په ډله کي روان سه د څارویو

مرغه نه سي څوک یوازي په هګیو

 

د باښو او د کارګانو هم نارې سوې

د دوی هم د پاچهۍ ویني تودې سوې

 

خو د دوی د پاچهۍ نه وه رنګونه

توري پښې توري مشوکي بد مخونه

 

کرۍ ورځ ګرځي د کلیو پر مردارو

پر مردارو وي راټول پر لویو لارو

 

چاویل چي بم ښایسته دی ښه مرغه دی

ډېر هوښیار دی مشرتوب لایق د ده دی

 

خو نارې سوې چي بم ټوله ورځ ویده وي

روڼي سترګي کرۍ شپه په شان د غله وي

 

د شپې ویښ په ورځ ویده نه په کارېږي

د مرغانو پاچهۍ ته نه جوړېږي

 

ډېر مرغان سوه د جرګې مخي ته وړاندي

ډېر نومونه سول په منځ کي لاندي باندي

 

یوه ورځ په دې جرګه کي آوازه سوه

چي پاچا سو انتخاب فیصله وسوه

 

چوروندوک چي هم چالاکه هم هوښیار دی

هم منلو د خبرو ته تیار دی

 

په تن خوار دی خو په عقل دی تللی

زموږ پاچا دی موږ په ټولو دی منلی

 

چوروندک له خوشالیه په ګډا سو

له یوه ښاخه تر بله په هوا سو

 

پاچهي دي مبارک سه چوروندکه

ستا دي غاړه وي په ټوله قام کي لکه

 

چوروندک سو، پاچهي سوه، فرمانونه

چلېدل یې په مرغانو کي امرونه

 

دوې درې ورځي کراري وه هر څه ښه وه

څلورمه هغه آش هغه کاسه وه

 

بیا حملې سوې د بازانو شاهینانو

شپې په برخه سوې د غلو او د بمانو

 

شاهینان وه چي کوترې یې خوړلې

د بازانو د حملو کیسې کېدلې

 

چي هر ځای به څو مرغان سره جرګه سوه

د ګوربت او د بازانو به مېله سوه

 

چوروندک ته هره ورځ راتلل عرضونه

د کوترو د چوغکو فریادونه

 

چوروندک ځالګۍ نه سوه پرېښودلای

یو ګړی له وهمه نه سوای راوتلای

 

پاچهي یې د مرغانو مسخره سوه

هم په غره هم په ځنګله کي کیسه سره سوه

 

مرغکیو به نارې پسي وهلې

شین طوطي کیسې د ټوکو جوړولې

 

چاویل چي چوروندک د وازګو ډک دی

چاویل مور یې بي بي پلار یې اوزبک دی

 

له سدیو تښتېدلی چوروندک دی

ښاخ پر ښاخ باندي پټېږي کور یې ورک دی

 

نه خبره یې پر باز باندي اثر کړي

نه شاهین به یې له سیوري برابر کړي

 

په ځنګله کي د ځنګله قانون چلېږي

غټ منګول تېره مشوکه په کارېږي.

 

عبدالباري جهاني

 

د ۲۰۱۸ کال د مي شلمه، ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.