مثنوي کي دا کیسه مي ده لوستلې

چي له چا به مولوي وي اورېدلې

 

یو عطار وو یو طوطي یې وو ساتلی

له کلونو له عمرونو یې روزلی

 

په کمال کي د خبرو یک تنها وو

که په ښار کي نور طوطیان وه دی پاچا وو

 

په کټ کټ به یې په داسي زور خندله

چي په ګور کي به یې مړې خندوله

 

چي ژړل به یې ویلې به یې ساندي

اوبولې یې ریشتیا د زړونو مراندي

 

په مجلس کي ږغېدی لکه بلبله

نه خبره نه کیسه ترې هېرېدله

 

ورښودلي خپل استاد وه څو شعرونه

په مجلس کي به یې وویل نظمونه

 

په هر کور کي د طوطي کیسه توده وه

د ښار خلک د حیرت ګوته په خوله وه

 

ډلي ډلي به مخلوق ورته راتلله

له عطاره یې عطرونه رانیوله

 

طوطي نه وو یوه لویه ننداره وه

د سودا اخیستل هر چاته پلمه وه

 

یوه ورځ عطار د ښار د باندي تللی

او طوطي ته یې دوکان وو ورسپارلی

 

چي ناڅاپه سوه پیشو دوکان ته پورته

په غوټه سوه ور نیژدي د طوطي لورته

 

طوطي والوتی یوې او بلي خواته

د روغن یوه ښیښه یې کړله ماته

 

دا روغن په ټول دوکان کي قیمتې وه

بیا میندل یې په بازار کي قیامتي وه

 

چي عطار دوکان ته راغی ډېر خپه سو

پر هوښار طوطي بې حده په غوسه سو

 

لاس یې پورته د غریب طوطي پر سر کړ

په ګوزار یې د مرغه زړګی خبر کړ

 

د طوطي بڼکي تویي سوې ګنجی سو

چوپه خوله سو له هغې ورځي ګونګی سو

 

چي عطار هر څه شکري ورکولې

د طوطي له خولې خبري نه وتلې

 

په علاج یې سول د ښار طبیبان ستړي

بیا یې مات سول تماشې ته ډېر وګړي

 

چي هوښیار طوطي ګونګی سو په سر پک سو

له عطاره دوکان پاته سو هک پک سو

 

میاشتي ووتې طوطي هسی ګونګی وو

پر دوکان بېهوښه ناست لکه لرګی وو

 

یوه ورځ قسمت راویښ بخت د عطار کړ

یو ګنجی خدای برابر پر دې بازار کړ

 

چي طوطي ګنجي ته وکتل ګویا سو

په وینا سو په کټ کټ سو په خندا سو

 

ویل ګوره چي ګنجی سر دي نیولی

ته هم چا یې پر نزله باندي وهلی؟

 

تا هم لوښی د روغن دی چپه کړی؟

مصیبت دي پر وېښتانو راوستلی؟

 

عطار وځغستل ګنجي پسي روان سو

له ګنجي سره را ستون تر خپل دوکان سو

 

په لمن کي یې ور واچول قندونه

لپی لپی یې لا ورکړل غیرانونه

 

سیال له سیال له سره ملګری ښه ښکارېږي

د ګنجي په ژبه بل ګنجی پوهېږي

 

که طوطي چېري ګنجی لیدلی نه وای

تر قیامته به یې حرف ویلی نه وای.

 

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۸ کال د مي د میاشتي یوویشتمه، ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.