پخوانيو زمانو كي يو لوى ښار وو

چېرته ليري په شنو غرونو كي ايسار وو

له نړۍ څخه يې بېل وه عادتونه

له مخلوقه يې جلا وه رواجونه

يو يې دا وو له سلگونو رواجونو

پاچهي به هيچا نه كړل په كلونو

نه له پلاره پاتېده پاچهي زوى ته

نه هوس د ميراث پاته كم او لوى ته

په دې ښار كي يې جوړ كړى يو ميدان وو

د ښار ټولو اوسېدونكو ته عيان وو

هري درې مياشتي ميدان كي غونډېدله

د قاضي مخي ته ټول حاضرېدله

لوى قاضي به گيند را خوشي پر ميدان كړ

او جارچي به په هغه گړي اعلان كړ

كه هر چا كړ دا گيند پورته زموږ پاچا دئ

پوره درې مياشتي امير دئ زموږ پېشوا دئ

چي يې درې مياشتي د قدرت پر تخت تېرېږي

په هغه ورځ به يو لاس ورنه پرې كېږي

شاهدان كه د چا ډېر وه د ظلمونو

ترې به سترگه ايستل كېږي په سيخونو

نه دعوه نه بهانه سي څوك منلاى

نه يوه ورځ پاچهي سي اوږدېدلاى

په دې ښار كي د قدرت لېوني ډېر وه

پاچهۍ لره تر لاس تر سترگه تېر وه

د دوى مخي ته لاسونه پرې كېدله

لا د چا سترگه په سيخ ايستل كېدله

د قدرت گيند چي به خوشي پر ميدان سو

د نيولو په تكل به زوړ او ځوان سو

د قدرت دپاره هر يو تر لاس تېر وو

هم د لاس هم يې د سترگي نعمت هېر وو

 

چي په برخه به د هر سړي قدرت سو

چي به پورته څوك پر تخت د سلطنت سو

په غوغا به يې په ښار كي ځوان او زوړ كړ

په دريو مياشتو به يې زړه په خلكو سوړ كړ

پس له وخته به روان وو كږه غاړه

چا او چا بايللى لاس او سترگه دواړه

يوه ورځ چي گيند را خوشي سو ميدان ته

جارچي خوله وه سمه كړې و اعلان ته

چي راټوپ كړله ميدان ته يو وگړي

نه يې لاس و نه يې سترگه د زوى مړي

چا پوښتنه ورنه وكړله نادانه

ته په څه منډي وهې موړ يې له ځانه

په دريو مياشتو كي به لاس درنه اره كړي

يا دي ښايي بله سترگه در ړنده كړي

ويل درې مياشتي چي كړې مي نشه ده

لا په زړه كي مي هغه نشه تازه ده

لا هنوز لرم يو لاس او يوه سترگه

د قدرت نشه مي نه پرېږدي تر مرگه

 

كه لاسونه مي پرې كېږي سترگي نه وي

د دريو مياشتو پاچهي به مي په ښه وي

په دريو مياشتو كي به ډېر كم بې لاسونو

ډېري سترگي به كم كمي له سرونو

چي قاضي وي چي دا گيند او دا ميدان وي

په دې ښار كي داسي ډېر به لېونيان وي.

 

عبدالباري جهاني

ويرجينيا

2001/1/9

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.