دا زړه کیسه راپاته له پلرو ده

اورېدلې مي په کور کي له کلو ده

 

چي پخوا چېرته په ښار د نوبهار کي

له قلا څخه دباندي یا په ښار کي

 

خلک وه ډېر وه په عذاب له کفن کښه

نه یې پل معلومېدی او نه یې نښه

 

چي د شپې به مړی ښخ سو په کفن کي

په سبا به آوازه سوه په وطن کي

 

چي یې بیا دی را ایستلی د ګور مړی

بیا یې نوی سپین کفن ورڅخه وړی

 

چي هر مړی ښخېدی همدا کیسه وه

له کلونو دغه آش دغه کاسه وه

 

یوه ورځ کفن کښ زوی ته ویل ګرانه

ما په ژوند کي ښه کار نه دی کړی جانه

 

ما له مړو کفنونه تښتولي

ما ژوندي پر لویو لارو دي شکولي

 

زورولي مي دي خلک په سل ګونو

آزارونه را پسې به وي د زړونو

 

که زه مړ سوم ما به څوک په دعا یاد کي

چي یو ځل مي په لحد کي زړګی ښاد کي

 

یادوي به مي هر څوک په بد ویلو

په ښراوو، په بد نوم او په ښکنځلو

 

زوی یې وویل غم مه کوه بابکه

زه به لار د ښار له خلکو کړمه ورکه

 

زه به وکړم په مخلوق داسي کارونه

هره ورځ به درلېږي سل رحمتونه

 

زه به دومره دعاګوی درته پیدا کړم

چي د ښار خلک به ستړي په دعا کړم

 

عمر تېر سو کفن کښ د خدای په کار سو

هر سړي به ویل ښه سو چي مردار سو

 

یو څو ورځي بېغمي وه په کورو کي

خلکو مړي ښخول په هدیرو کي

 

رساوه چي به یې مړی تر خپل ګوره

ستنيدل به په بېغمه زړه تر کوره

 

نه له چا سره د مړي د غله غم وو

نه جوړ کړی کفن کښ پر چا ماتم وو

 

خپل یې کلی او دېره، خپله حجره وه

د کفن له غله بېغمه هدیره وه

 

میاشت لا نه وه تېره سوې چي قیامت سو

او پر ښار باندي نازل نوی آفت سو

 

د زاړه کفن کښ زوی شنل قبرونه

را ایستل یې له قبرونو کفنونه

 

د دې نوي کفن کښ نوې نخره وه

په کور کلي کي ماتم وو هنګامه وه

 

په کور کلي کي اوس ګډه واویلا وه

د دې نوي کفن کښ کیسه جلا وه

 

چي فارغ به یې کړ مړی له کفنه

یو لرګی به یې لا هم کړ ور دننه

 

نه یې شرم وو له کلي نه له ښاره

نه یې وېره وه له خدایه له دې کاره

 

سپکاوی تر اندازې تېر سو د مړو

لاره ورکه سوه د کلي له وګړو

 

هر سړي ویل په عامه هم په زړه کي

خدای دي رحم پر زاړه کفن کښ وکي

 

چي یوازي یې ایستله کفنونه

نور یې نه کول د مړو توهینونه

 

نر او ښځو به نارې وهلې خدایه

کفن کښ ظالم کړې ورک له دغه ځایه

 

په هر ځای کي نر او ښځي په ژړا وه

د دې نوي کفن کښ ګډه غوغا وه

 

دا کیسه ده زموږ د کور او زموږ د کلي 

چي تل نوي کفن کښ یو زورولي

 

نه مو سر نه مو مالونه په امان وي

دا دښمن وي د عزت بلا د ځان وي

 

خلک ځغلي تر ملا تر زیارتونو

تر کوډ ګرو، مداریانو، تعویذونو

 

تل له نوي کفن کښه څخه ژاړي

تل زاړه کفن کښان له خدایه غواړي

 

پر سجدوی وي زیارتو کي د پیرانو

دعا ګوی وي د زړو کفن کښانو.

 

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۸ کال د نومبر شپږمه 

ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.