یو لېوه د غره لمن کي وږی تږی

له ستړتیا یې خوږېدی په نس کي سږی

 

څو شپې ورځي وو په غره کي ګرځېدلی

وږي نس ته یې لا ښکار نه وو میندلی

 

ګرځېدلی وو پر ونو او پر ژر ګو

سپینه ورځ یې توره شپه لیده په سترګو

 

یوه سوی وه راوتلې له خپل غاره

برابره یې قسمت کړه پر ده لاره

 

په یوه حمله یې پورته کړه له مځکي

په غاښونو یې ورمات کړله هډوکي

 

یوهډوکی یې د پښې وو که د ملا وو

رسېدلی د لېوه په ځان بلاوو

 

دا هډوکی د لېوه ستوني کي بند سو

پوري زهر د خپل ښکار د غوښو خوند سو

 

نه تر ستوني یې سو کښته تېرولالی

نه په زرو یې سو د باندي را ایستلای

 

لېوه جوړي په ځنګله کي کړې رمباړي

مرګ له خدایه په زاریو ځانته غواړي

 

کښته پورته یې ځغستله لاندي باندي

خوله یې خلاصه دواړي سترګي یې ژړاندي

 

چي پر ستوني به یې زور وکړ یو نوکی

ښخېدی به یې په غوښو کي هډوکی

 

له ناکامه د قسمت په انتظار سو

وازه خوله د مرګ راتللو ته تیار سو

 

له رمباړو له زګېروي څخه سو ستړی

یوه سیوري ته دمه سو لکه مړی

 

له هوا یوه کومول کښته کتله

د رنځور لېوه ژړا یې اورېدله

 

کښته راغی ورته کښېنستی پر مځکه

ویل راسه پر لېوه پوښتنه وکه

 

ورو په ورو د لېوه خواته ور نیژدې سو

ور شریک یې په زګېروي په اندېښنې سو

 

په زګېروي لېوه ورږغ کړله چي وروره

سوځوي مي د خپل ستوني درد بې اوره

 

که دي دا هډوکی وکېښ زما له ستوني

انعامونه درکومه په سل ګوني

 

نه یوازي به دي دا احسان منمه

نعمتونه انعامونه درکومه

 

کومول زړه نا زړه سو تېر له سر او تنه

د لېوه ستوني ته سر یې کړ دننه

 

د عذاب علت یې کش کړ په مشوکي

د لېوه ستونی فارغ سو له هډوکي

 

د ده سترګي سولې خلاصې ژوند یې سم سو

کومول هم د څه انعام لپاره تم سو

 

ویل خلاص مي کړې له غمه انعام څه دی

پر خپل قول درېدل خوی د مېړه دی

 

د لېوه سترګي سوې سرې په غړومبېدو سو

لا کومول ته په غوسه په خروښېدو سو

 

ویل پوه لا د ژوندون په قانون نه یې

ته کم عقل ته کومول څومره ساده یې

 

ته احمق یې خو له بخته ګړندی یې

چي لا ګرځې پر دنیا باندي ژوندی یې

 

زما له ستوني سلامت سر دي ایستلی

دا احسان دي لا پر ځان نه دی منلی

 

ستا پستو غوښو ته اوس مي هم زړه کیږي

بختور یې چي مي ستونی لا خوږیږي

 

ایله عقل د کومول ورغی سرته

غوږ یې ونیوی منطق د زورور ته

 

د نېکۍ او د احسان خبري ښې دي

پر غوږونو ښې لګېږي او خوږې دي

خو هر غوږ نه وي لایق د دې خبرو

احسان نه مني قانون د زورورو

 

د احتیاج په ورځ د هر سړي غلام وي

له احتیاجه چي سي خلاص بادار د قام وي.

 

د ۲۰۱۹ کال د فبروري لسمه، ویرجینیا

عبدالباري جهاني

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.