یو سپین ږیری وو ناروغه له کلونو

رنځ یې تللی له هډونو تر رګونو

 

وچ ډنګر وو له کلونو ژړ زبېښلی

تش یو پوست وو پر هډوکو غوړېدلی

 

لکه مړی وو بې واکه سوی سکور وو

له ټوخي یې په عذاب کلی او کور وو

 

نه په ژوند کي یې څه پاته نه یې خوند وو

له دوا او له طبیب سره یې ژوند وو

 

بې غاښو خوله به یې وازه وه نیولې

دوې یې سترګي وې په سر کي غړېدلې

 

که یې مږور وه که یې زوی که یې لمسیان وه

شپه او ورځ به په رنځور پوري حیران وه

 

نه چاره یې په دارو درمل کېدله

نه د مرګ یې چاته پته لګېدله

 

یوه ورځ یې زوی له ځان سره سلا سو

نیمه شپه روان د خپل بابا پر خوا سو

 

پلار یې پلنډه کړ روان مخ پر بېدیا سو

شپه تیاره وه ژر نیهام ځانته تنها سو

 

که هر څو یې کړېدی پلار له دردونو

زوی یې زور کاوه پر لور د تورو غرونو

 

د بوډا وو یو لمسی اته کلن وو

هم زړه سواندی هم د ښه عقل څښتن وو

 

پر خپل پلار باندي شکمن سو ورپسې سو

دی هم پټ روان پر لور د هدیرې سو

 

پلار یې تېر تر هدیرې سو تر قبرونو

لار یې واخیسته د غره او د لاښونو

 

په شا کړی یې رنځور پلار لکه مړی

یوه لوی کمر ته پورته سو ډېر ستړی

 

لا تیاره وه په اوږو یې ساه شړله

وارخطا یې ښي او کیڼ لور ته کتله

 

چي له شا څخه یې خلاص د اوږو بار کړ

غورځولو ته د پلار یې ځان تیار کړ

 

یو ناڅاپه پر یو سیوري برابر سو

په تیاره کي یې پر زوی باندي نظر سو

 

وارخطا سو ویل څه غواړې په غره کي

دا ته څنګه راپسې وې په تیاره کي

 

زوی یې پرانیستله خوله ویل بابکه

زه راغلی یم چي لار نه کړمه ورکه

 

یوه ورځ به زه هم تنګ یمه له پلاره

هسي نه راڅخه ورکه سي دا لاره

 

یو نن نه دی زه به څو ځلي راځمه

دغه ځای به مي تر مرګه یادومه

 

دغه پاڼ به مي په یاد وي له دې دمه

یوه ورځ به زه هم تا دلته راوړمه

 

ما خو ستا څخه څو ځله اورېدلي

چي« رېبې به هغه څه چي دي کرلې»

 

پلار یې خړي سترګي کښته واچولې

سر تر نوکه لا خولې پر بهېدلې

 

هم یې پښې هم یې لاسونه رېږېدله

هم ګونګی سو هم یې مځکه نه لیدله

 

ټول جهان ورته تیاره سو لاندي باندي

شرمنده سو ته وا ټول عالم پر خاندي

 

سمدستي د خپل کهاله پر لور روان سو

خو تر مرګه یې دا لوی شرم په ځان سو

 

څه ښه وايي « بنده راسه د خدای خپل سه

چي پر ځان دي وي پېرزو هغه پر بل سه ».

 

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۹ کال د فبروري دیارلسمه 

ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.