الف، بې، تې
‎زموږ و کور ته به راځې
‎ثې، جیم، حې
‎حلوا به پخوې
‎تې، ټې، ثې
‎مستې به هم څټې
‎چې، ځې، څې
‎هګۍ به ماتوې
‎حې، خې، دال
‎ته را واچوه یو بال
‎ ‌‌‌‌‌‌ډال، ذال، رې
‎ماته را که الوچې
‎ړې، زې، ژې
‎وریځي ځغلي لکه بزې
‎ږې، سین، شین
‎زموږ په کور کي دئ کاشین
‎ښين، صاد، ضداد
‎دا ګیلاس دي کئ نو مات
‎طا، ظا، عین
‎ستس د کور دئ غټ مابین
‎غین، فې، قاف
‎غر دی لوی د کوه قاف
‎کاف، ګاف، لام
‎زموږ د کور دئ یو لوی بام
‎میم، نون، ڼون
‎په ژوبڼ کي دئ یو شکوڼ
‎واو، هې، یې
‎نن به و چښو شېدې

ليکونکی: محمود مرهون ۲۰۱۷ عيسوي کال

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.