د اوبو لوی ډنډ یا جيل داسي يو ځای ته ويل کيږي چيري چي د بارانونو او د غرونو له څوکو څخه د ويلي سوو واورو اوبه ورته رابهيږي او په دغه لوی ډنډ کي جمع کيږي. د جيل اوبه پر يو ځای ولاړي وي او نه بهيږي. سيند بيا هغو بهېدونکو اوبو ته ويل کيږي چي له غرونو څخه رابهيږي او بيا پر هواره مځکه بهيږي.

انسانان له پخوا څخه پر داسي ځايونو خپل کلي او ښارونه جوړوي چيري چي يا خو د رود او سيند بهېدونکي اوبه وي او يا هم د اوبو کوم لوی ډنډ ورته نژدې وي. دا ځکه چي انسانان د چښاک اوبه، د پخلي کولو له پاره اوبه، د خپلو مالونو د تندې ماتولو له پاره اوبه او د خوراکي شيانو لکه غنم او نورو د کرلو له پاره هم اوبو ته ضرورت لري.

نن درته د يو داسي کوچني هيواد نکل کوم چي د اوبو پر يو لوی ډنډ جوړ سوی ؤ. دا صرف يو نکل دی او کيدلای سي چي په رشتيا کي داسي نه وي پېښ سوي. خو دا چي ماته دغه نکل ښه خوند راکړ، نو نن يې تاسو ته هم کوم او هيله لرم چي تاسو ته به هم ښه خوند درکړي.

نو چي ؤ دغه هيواد پر يو لوی ډنډ جوړ ؤ. د هيواد کب نيونکو يا ماهي نيونکو به په دغه ډنډ کي کبان نيول او په دې يې ګذاره کوله. د هيواد نورو کسانو بيا د اوبو دغه ډنډ ته والې جوړي کړي وې او د ډنډ په اوبو به يې کښتونه خړوبول. يعني د دغو اوبو په مرسته به يې غنم، سابه او نور د خوراک شيان کرل. د دغه کوچني هيواد ښځي به بيا راتللې او له دغه ډنډ څخه به يې اوبه وړلې. ښځو به دغه اوبه خپلو ماشومانو او د کورنۍ نورو غړو ته د چښلو له پاره ورکولې. هغوی به په دغو اوبو کالي مينځل او ډوډۍ به يې هم په پخوله. د هيواد هغه اوسېدونکي چي پسونه، وزې او نور مالونه يې درلودل، هغوی به هم له دغه ډنډ څخه خپلو مالونو ته اوبه ورکولې.

يو وخت داسي راغلی چي څو کاله پرله پسې بارانونه نه وسول. په دوبي که به سخته ګرمي وه او د ډنډ اوبه په تود لمر کي په کمېدو کمېدو بالکل دومره لږ سوې چي نور د خلکو نه بسېدلې. خلک وبېردل چي که دغه اوبه بالکل وچي سي نو به دوی له تندي مړه سي. همدا ؤ چي هغوی خپل پاچا ته ورغلل.

کب نيونکي و پاچا ته وويل: «اوبه دومره کمي سوي دي چي پکښي نور کبان نسته چي زه يې ونيسم. زه او زما اولادونه به وږي سو.»
شپون و پاچا ته وويل: «اوبه دومره کمي سوي دي چي ډېر ژر به بالکل وچي سي. زما مالونه به له تندې مړه سي.»
يوې ښځي پاچا ته وويل: «که اوبه وچې سوې نو زما کورنۍ به له تندې مړه سي.»

پاچا چي کله دا شکايتونه واورېدل نو يې خپل د عسکرو څلور زورور زورور قومندانان راوغوښتل. پاچا دغو څلورو قومندانانو ته وويل: «لومړی قومندان به د لمر ختو پر لور يعني د ختيځ پر لور د اوبو په تلاښ پسي ولاړ سي. دويم قومندان به د لمر لوېدو پر لور يعني د لوېديځ پر لور د اوبو د لټون له پاره ولاړ سي. دريم قومندان به د سويل يعني جنوب پر لور او څلورم قومندان به د شمال پر لور په اوبو پسي وګرځي.»

همدا ؤ چي څلور واړو عسکري قومندانانو د آس خپلي بګۍ په چټکۍ سره روانې کړې او پر څلورو سمتونو ختيځ، لوېديځ، جنوب او شمال روان سول.

لومړی قومندان لس ورځي وروسته بېرته ستړی هلاک راغلی او پاچا ته يې وويل: «د لمر خاته پر لور پرتو ټولو غونډيو او تپو کي مي په اوبو پسي وکتل هو هيڅ چيري مي هم اوبه پيدا نه کړې.»

دويم قومندان يولس ورځي وروسته بېرته ستړی راغلی او ويل يې چي د لمر لوېدو پر خوا په پرتو ټولو ډاګونو کي يې وکتل خو هيڅ اوبه يې پيدا نه کړې.
دريم قومندان دولس ورځي وروسته بېرته خپل هيواد ته راستون سو او ويل يې چي د سويل پر لور ډېر ځنګلونه ول او پکښي هيڅ اوبه نه وې.

څلورم قومندان پسله شلو ورځو خپل هيواد ته راورسېد. هغه د پاچا دربار ته ورغلی چيري چي د هيواد له ټولو سيمو څخه خلک راغلي ول او د قومندان په انتظار ناست ول. قومندان پاچا ته وويل: «ما د شمال پر لور حرکت وکړ چي هلته يو چيري اوبه پيدا کړم. زه پنځلس ورځي د اوبو په تلاښ وم او لا مي اوبه نه وې موندلي. ما د ځان سره هوډ کړی ؤ چي بېله اوبو به خپل هيواد ته نه ستنېږم. همدا ؤ چي په شپاړسمه ورځ يوې يخي او غرنۍ سيمي ته ورسېدم او هلته يو سپينږری سړی په مخ راغلی. ما له هغه ته ټوله کيسه وکړه چي زموږ په هيواد کي اوبه نسته او دا چي زه د اوبو په تلاښ راوتلی يم. هغه وويل چي هغه سيمه چي دغه سپينږری پکښي اوسيږي خلک له غره څخه يخی راکښته کوي او هغه د اوبو پر ځای کاروي.»

کله چي پاچا او حاضرو نورو خلکو د يخي نوم واورېد نو ټول حيران سول. هغوی يخی نه پېژندی او نه يې نوم ورمعلوم ؤ. هغوی له قومندان څخه وپوښتل: «يخی څه شی دی؟»

قومندان ويل: «ما هم ستاسو په شان په ژوند يخی نه ليدلی ؤ او نه مي يې نوم اورېدلی ؤ. هغه سپينږري سړي زه يو لوی يخ غر ته وخيژولم چيري چي د غره په غار کي يو لوی غار ؤ. هلته په غار کي سپيني ډبري ته ورته لوی لوی څيزونه ول. سپينږري راته وويل چي له دغو څخه بايد يوه لويه ټوټه ماته کړم او خپل هيواد ته يې يوسم. ما هم دومره لويه ټوټه راماته کړه چي زما په بګۍ کي ځايېدله. دغه ټوټه ډېره يخه وه او اوبه ورڅخه څڅېدلې. د سفر په جريان کي دغه ټوټه کرار کرار کوچنۍ کېدله چي اوس دومره کوچنې سوې ده چي ما د خپل جيب په دُسمال کي پېچلې ده.»

قومندان د خپل جېب دُسمال خلاص کړی او يو داسي برېښندوکی شی يې پاچا او خلکو ته ورښکاره کړ چي هغوی په ژوند نه ؤ ليدلی. دا د يخي هغه لويه ټوټه وه چي د سفر په جريان کي پر لاري ويلي سوې او کوچنۍ سوې وه. پاچا او د هيواد خلک نه پوهېدل چي په دغه کوچنۍ سپين غمي ته ورته څيز څه وکړي. هغوی په دې هم نه پوهېدل چي دغه يخی دی او دا چي هغه کرار کرار ويلي کيږي. همدا ؤ چي د پاچا وزير وويل: «کيدای سي چي دغه شی د اوبو تخم او زڼه وي. راځئ چي دغه په مځکه کي ښخ کړو چي اوبه ورڅخه راشنې سي.»

د پاچا هم د وزير دغه وړانديز خوښ سو او پر بزګرانو يې امر وکړ چي «د اوبو دغه زڼه» و پټي ته يوسي او هلته يې ښخه کړي. بزګرانو چي کله خاوره لږ واړوله نو يخی په رشتيا د يوې زني په شان کوچنی سوی ؤ. که چي هغوی دغه کوچنی يخی په خاورو کي کښېښود نو هغه په سمدلاسه توګه ويلي او ورک سو. دا چي بزګران په دې نه پوهېدل چي يخی ولي ورک سوی دی، نو دوی فکر وکړ چي تر خاورو لاندي ورڅخه لوېدلی دی. هغوی وبېرېدل او د مځکي کيندل يې شروع کړل. هغوی مځکه کيندله کيندله چي بالآخره په مځکه کي دومره ژور غار جوړ سو چي تر مځکي لاندي اوبو پوري ورسېد. هغوی ډېر خوشاله سول او پاچا ته يې حال ولېږئ چي تر مځکي لاندي يې اوبه موندلي دي. همدا ؤ چي پاچا وزيران او ټول قومندانان او د هيواد د بيلو برخو څخه راغلي خلک دغه ځای ته راغلل چي په خپلو سترګو د دغه ژور غار په پای کي اوبه وويني. هر چا چي به د غار په بيخ کي دغه اوبه لېدلې نو له خوشالۍ څخه به يې شکرونه باسل.

همدا ؤ چي د دغه هيواد په ټولو برخو کي دې ته ورته نور په مځکه کي ژوري کندي وکيندل سوې او د رسۍ او سلواغې په مرسته ورڅخه د اوبو را ايستل پېل سول. خلکو په دغو اوبو خپل ټول ضرورتونه پوره کول او ټول ډېر خوشاله ول. هغوی په مځکه کي کيندل سوي داسي ژوري کندي ته د «څاه» نوم ورکړ. بعضي خلک هغه ته کوهی يا کوئی يا څاګوړی هم وايي.

د دغې پيښي وروسته د انسانانو دا چل زده سو چي څنګه مځکه وکيندي او ورڅخه اوبه راوباسي. په هغو سيمو او علاقو کي چيري چي به د اوبو ډنډ يا سيند نه ؤ نو خلکو به څاهان يا کوهي کيندل او اوبه به يې ورڅخه راکښلې.

نکل خلاص سو، کيسۍ ولاړه پورته زه راغلم کورته!

له انګريزي نکل « The First Well» څخه ژباړه او زياتونې: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۰مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.