په پخوا وختونو کي زمری په ځنګله کي حاکم وو، ګیدړه ئې ارشد مشاوره او خر د نورو حیواناتو استازی وو.
د زمري له ظلمه، د ګیدړي له چل او فریبه او د خره له خرتوبیه ټول حیوانان له ځنګل څخه وتښتېدل؛ دوی هم تصمیم ونیوئ، چی له ځنګله ولاړ سي.
په لاره کي خر واښه خوري، د زمري او ګیدړي خوراک نسته؛ ګیدړه چی ډېره وږې سوې وه، زمری ته ئې وویل: که ځان ته پام ونه کړو، زه او ته به له لوږي مړه سو، خر خو واښه خوري هغه به پاته سي.
زمری وویل نو څه باید وکړو؟
ګیدړي وویل، و خره ته ور ږغ کړه، ورته ووایه چي موږ د سفر له پاره یو مشر ټاکو او مشر باید د شجرې له مخي وټاکل سي، بیابه د هغه مشر امر منو؛ ته حتمي مشر ټاکل کېږې، تر مشرتوب وروسته امر وکړه، چي خر مړ کړو، بیابه ئې خورو.
زمری جلسه جوړه کړه، اول ئې خپله شجره بیان کړه، چي زما نیکه ګان ټول پاچاهان ول؛ ګیدړي د زمري د خبري په تائید سره وویل، موږ د نیکه ګانو له وخته د پاچا خدمتګاران یو.
خر پوه سو چي نقشه یې ماته اچولې ده، ما له منځه وړي؛ ویل زه خو سواد نه لرم، زموږ شجره زما تر لکۍ لاندي لیکل سوې ده، که په تاسو کي څوک سواد لري، را دي سي زما شجره دي وګوري.
زمری سم د لاسه ور ولاړ سو، ویل زه سواد لرم، د خره تر شا ودرېدئ، غوښتل یې چي د خره تر لکۍ لاندي شجره ووايي؛ خره په دواړو پښو زمری په دا خوله کي داسي وواهه چي مغزی ئې ځای پر ځای ور مات کړ.
ګیدړي چی دا کیسه ولیده، په ځغاسته سوه، خره ور ناري کړه، چیري ولاړې؟
ګیدړي ویل کار لرم، ځمه د پلار قبر پیدا کوم، اووه واره یې پر قبر را څرخم، زیارت یې کوم، چی زه یې درس ته نه یم لېږلې او سواد یې نه دئ را زده کړی، که نه اوس به د زمري پر ځای زما مغزی مات وای.

هدف : یوازي دوست پیدا کول مهم نه دي بالکي د دښمن پېژندل د دوست تر پیدا کولو ډېر مهم دي.

ليکونکی: مولا نا جلاالدین بلخي
ژباړونکی: سيد احمد قانع

د لغتونو معناوي:
ارشد مشاور: تر ټولو مهم مشوره ورکوونکی
شجره: د پلار او نيکونو نومونه
سواد: ليک او لوست

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.