دا يو متل دی چي وايي «اوښ دي وليدئ خو ندي دئ ليدلی.»
دا متل هغه وخت ډیر استعمال لري چي یو سړی د خپل ښه نیت په خاطر په جنجال اخته سي او د یوې ناوړي پیښي د پړې ګومان پرې وسي.

اصلي کیسه داسي وه:

یو سړی په خپل ورک سوي اوښ پسي په صحرا کي سرګردانه ګرځیدئ، یو هوښیار هلک سره مخامخ سو. تر خبرو وروسته ځوان هلک د اوښ له خاوند نه پوښتنه وکړه: «کاکا اوښ دي په یوه سترګه ړوند وو؟»
هغه وویل «هو!»
بیا هوښیار هلک پوښتنه وکړه چي «د بار په یوه انډي کي خواږه بار وه او په بل انډي کي تروه شیان؟»
سړي وویل: «هو بالکل!»

اوس نو د سړی ګومان سل سلنه په یقین بدل سو چي ځلميګوټي ته اوښ معلوم دئ. نو یې ورته وویل: «ژر ووایه زما اوښ چیري دئ؟»

هلک وویل: «ما اوښ ندئ لیدلی.»
سړي ځلمې تر لاس ونیو او قاضي ته یې بوتئ. قاضي د هوښیار هلک نه پوښتنه وکړه:«تا اوښ ولیدئ؟»
ځلمي جواب ورکړ:«نه ما اوښ ندئ لیدلی.»
قاضي ورته وویل: «نو څه پوه سوې چي اوښ په یوه سترګه ړوند وو او خواږه او تروه شیان پر بار وه؟»
هوښیار هلک وویل:«کوم وخت چي ما د اوښ پلونه تعقیب کړه، د یوې خوا واښه یې خوړلي وه د بلي خوا یې نه وه خوړلي. زه پوه سوم چي اوښ په سترګه ړوند دئ. د اوښ د تللو پر لار مي ښې خوا ته مچان لیدل او کیڼي خواته غوماشي بوڼیدې. مچان پر خوږو را ټولیږي او غوماشي پر تروو او ترشو. نو پوه سوم د بار یوه خوا خواږه او بله خوا تروه بار ول.»

قاضي ته د ځوانګوټي منطق او استعداد خوند ورکړ خو ورته ویې ویل: «دا سمه ده چي ته بې ګناه یې. خو ستا ژبه ستا د ګنهکارۍ سبب سویده. پس لدې داسي کوه: اوښ دي ولیدئ خو ندي دئ لیدلی.»

د دې نکل معنی دا سوه چي بعضي وخت که څه چي چا بد کار نه وي کړی او له ښه نيت څخه بل چا ته مشوره ورکړي، نو د مننې پر ځای کيدای سي چي حتی د داسي يو کار په کولو تورن سي چي چا نه وي کړی. داسي کسان چي د ښه مشورې او ښېګڼي په بدل کي د چا سره بد کوي، بهتره دا ده چي څوک ځان ورڅخه ليري وساتي او په کارونو کي يې مداخله ونه کړي يا په بله اصطلاح: «اوښ دي ولیدئ خو ندي دئ لیدلی.»

دري متن: «شتر ديدی، نديدي»، ډاکتر ګلابشاه
پښتو ژباړه: عبدالمجيد راغستانی

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.