کله چي معلم صاحب/ښوونکی سهار ټولګي/صنف ته راننوت نو يې وليدل چي شاګردان ځغلي او راځغلي او لوبي يې پېل کړي دي. د معلم صاحب/ښوونکي په ليدلو ټول پر خپلو ځايونو ودرېدل او معلم صاحب ته يې په يو آواز وويل «سلام عليکم معلم صاحب» او خپلو چوکيو ته ولاړل.
معلم صاحب چي نوي او سپيني جامې يې اغوستي وې په خورا مينه د شاګردانو سلام ته جواب ورکړ: «وعليکم سلام زما ګرانو شاګردانو»
کله چي درس پېل سو نو د معلم صاحب پام سو چي د ټولګي/صنف د اوبو ګلاسي جيک د ټولګي د کړکۍ/کلکين مخ ته مات پروت دی. معلم ږغ ونه کړ او درس ته يې ادامه ورکړه.
په ټولګي کي د چايو د تفريح پر وخت معلم صاحب له خپل ترموس څخه په يوه پياله کي ځان ته چای واچولې او نورو شاګردانو هم له خپلو بستو څخه خپلې مړۍ را وايستلې چي سهار ناری/ناشته وکړي. معلم صاحب چي غوښتل يې کتاب پر مېز کښېږدي نو يې پام نه ؤ او د چايو له پيالې سره يې دغه کتاب وجنګاوه/ولګاوه او چای پر مېز توی سوې. چای له مېز څخه د معلم صاحب پر سپينو جامو هم توی سوې او کالي يې ور ولړل. معلم صاحب ژر له جيب څخه دسمال راوايست او اول يې په خپلو جامو تېر کړ او بيا يې له مېز څخه توی سوي چای په پاکي کړې.
کله چي درس بېرته پېل سو نو معلم صاحب وويل: «تاسو وګورئ چي زه ستاسو معلم يم او په عمر کي هم لوی يم. خو د هغه باوجوده راڅخه چای توی سوې او هم مي ميز خيرن کړ او هم مي خپلي جامې خيرني کړې. خو دا هر چا ته پېښېدلای سي. غلطي د هر انسان څخه کيدلای سي او په دې کي تر هغه وخته چي څوک يې ومني هيڅ خرابه خبره نسته. صرف الله داسي دی چي بې غلطۍ دی. خو د انسانانو څخه غلطۍ کيدلای سي که هغه واړه وي او که لويان وي. البته که له يو چا څخه غلطي وسي او بيا هم خپله غلطي نه مني، نو دا ډېره بده خبره ده.»
د صنف له شاګردانو ياد زده کوونکو څخه يو هم ولو خان ؤ چي لږ شان ته شوخ ؤ. هغه معلم ته وويل: «معلم صاحب، زما څخه هم نن یوه غلطي سوې ده. هغه دا چي زما څخه زموږ د ټولګۍ ګلاسي جيک مات سو. وبخښئ چي دا خبره مي تر مخه درته ونکړه. زه ډېر بېرېدلم چي ته به راته په غوسه سې. زه شرمېدلم هم چي ته به راته ووايې چي ولي مي دا کار کړی دی.»
معلم صاحب له خپل ځای څخه راولاړ سو او د ولو خان د چوکۍ پر لور ور روان سو. ولو خان ډېر وارخطا سو چي ايا معلم صاحب غواړي چي ورته په غوسه سي يا ورته ودرديږي. خو کله چي معلم صاحب د ولو خان چوکۍ ته ورسېد نو يې په ډېره مينه د هغه پر سر لاس ورتېر کړ او ورته ويې ويل: «شاباس ولو خانه، دا دي ډېر ښه کار وکړ چي خپله غلطي دي ومنل او بخښنه دي وغوښته. دا دي ډېر ښه کار وکړ او زه ډېر درڅخه خوشال سوم.»
بيا معلم نورو شاګردانو ته مخ واړاوه او ويې ويل: «که هر څومره لويه غلطي درڅخه سوې وي، هيڅکله يې له معلم او مور او پلار څخه مه پټوئ، بلکه له خپلي کورنۍ، ملګرو او هيڅ چا څخه يې هم حتی مه پټوئ. د خپلي غلطۍ منل او ورباندي پښېماني ښودل د ښو انسانانو کار دی.»
بيا معلم صاحب وويل: «ډېر ښه، اوس نو خپل د رياضي کتابچې راوباسئ او راته وښاياست چي کارخانګي مو کړې ده که نه.»
ولو خان وويل: «معلم صاحبه، ډېره بخښنه غواړم، خو زما څخه يوه بله غلطي هم سوېده. ما د رياضي خپله کتابچه په کور کي هېره کړې ده.»
ټولو شاګردانو وخندل او معلم صاحب ته هم لږ غوندي موسکا ورغله.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسامبر ۷مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.