خيرسک وغوښت د کبانو يخ شيريخ يو
دکاندار ويل سبا به درکړم يخ يو
په سبا چي خيرسک راغلی نو ګويان سو
بد يې بوی دی د کبانو په بيان سو
د کبانو شيريخ پاته سو خراب سو
دکاندار له دې کبله په عذاب سو
خيرسک وغوښت شيريخ ګرم ايشېدلی
دکاندار ويل سبا به راوړم ښکلی
په سبا چي خيرسک راغلی نو ګويان سو
ډېر تود لمر دی نه يې غواړم په بيان سو
شيريخ ګرم ګرم پاته او خراب سو
دکاندار له دې کبله په عذاب سو
خيرسک وغوښت د شيريخ ښه لوی يو غر بيا
دکاندار ويل سبا به سې خبر بيا
په سبا چي خيرسک راغلی نو ګويان سو
دا ډېر لوی دی نه يې خورم په دې بيان سو
لوی لوی غر د شيريخ هم هله خراب سو
دکاندار له دې کبله په عذاب سو
خيرسک وغوښت ويل غواړم کيک د کريمو
دکاندار ويل سبا به يې بيا وينو
په سبا چي خيرسک راغلی نو حيران سو
دکاندار چي په کيک وويشت ښه خندان سو
د خيرسک پر مخ مښتی کيک کريمدار ؤ
ژبه ده پر تېرول ښه مزېدار ؤ
هم خيرسک هم دکاندار ډېر په خندا سول
په خندا په خوشالۍ په زنګېدا سول

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۹مه نېټه، بون
يادونه: دغه منظوم نکل الهام د آلماني ژبې د ماشومانو له سندري (Der Eisbär ging zum Eismann) څخه يستل سوی دی

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.