source of image: https://thumbs.dreamstime.com/b/der-wolf-und-das-lamm-%C3%A4sop-m%C3%A4rchenillustration-karikaturvektor-f%C3%BCr-m%C3%A4rchengeschichte-buch-schafe-mit-pastellhintergrund-140559232.jpg

 

يوه ورځ يو وری د نورو پسونو سره يوځای څړځای ته راوتلی ؤ. هغه د خوږو وښو په تلاښ ورو ورو د پسو له رمې څخه ليري سو. د پسو، بزو ډلې ته رمه ويله کيږي. نو وری له خپلې رمې او په دې توګه له نورو پسونو څخه دومره ليري سو چي نور يې رمه نه ليدله. بالآخره هغه تر يوې لويي ونې لاندي ښه خواږه واښه پیدا کړل. کوچني وري د دغو خوږو وښو په خوړلو پېل وکړ. د وښو د ژوولو پر وخت د هغه د غاړي زنګوله کرار کرار زنګېدله او ږغ يې کاوه. خو وری نه ؤ خبر چي د ونې تر شا يو زورور شرمښ پټ ؤ.
شرمښ يو دم د وري مخي ته راووت او خوله يې خلاصه کړه چي کوچنی وری وخوري. خو وري وته وويل: «پام چي اوس مي ونه خورې که نه ډېر به پښېمانه سې.» شرمښ ورته وويل: «ولي به پښېمانه کېږم؟ که زه تا وخورم نو ډېر به خوشاله سم. زما نس به ډک سې او نور به وږی نه يم.» وري وته وويل: «پام چي ما اوس ونه خورې. ما ډېر واښه خوړلي دي. که ته ما وخورې نو زما سره به زما په نس کي پراته واښه هم ستا نس ته ولويږي. دغه واښه به ستا پر نس در درد کړي.» شرمښ وويل: «هو، دا خو رشتيا خبره ده. زه هيڅکله هم واښه نه خورم. بلکه ټول شرمښان واښه نه خوري. شرمښان خو غوښي خوښوي. کوچني کوچني وري يې خوښ دي چي ويې خوري. نه غواړم چي ستا سره ستا په نس کي پراته واښه هم وخورم. خو زه ډېر وږی يم. نو اوس بايد څه وکړم؟»
وري ورته وويل: «انتظار وکړه چي زما په نس کي واښه هضم سي. کله چي مي واښه هضم سول نو بيا کولای سې ما وخورې. بيا به دي پر نس هم نه درد کيږي.» شرمښ هم کښېنستی او انتظار يې شروع کړ. پنځه دقيقې وروسته يې وويل: «واښه دي هضم سول.» وري ورته ويل: «يا، لا تر اوسه نه دي هضم سوي.» شرمښ پنځه دقيقې نور انتظار وکړ او بيا يې له وري وپوښتل: «واښه دي هضم سول؟» وري ورته ويل: «يا تر اوسه لا نه دي هضم سوي. ما بيخي ډېر واښه خوړلي دي. کيدای سي داسي په آساني هضم نه سي. کاشکي زه اتڼ شروع کړم. کيدای سي بيا واښه ژر هضم کړلای سم.» شرمښ ورته ويل: «نو ولي انتظار کوې. اتڼ شروع کړه.» وري ورته وويل: «زه به د خپلې غاړي څخه زنګوله راوباسم او تاته به يې درکړم. ته په زور زور زنګوله راته شرنګوه، او زه به اتڼ ورته کوم. په دې توګه به مي واښه ژر هضم سي.» شرمښ هم له وري څخه زنګوله واخيستله او په زوره په زوره يې د زنګولې شرنګول شروع کړل. وري و زنګولې ته اتڼ شروع کړ. وري غوښتل چي د زنګولې په شرنګا شپون او د رمې ساتونکي سپي پوه کړي چي دی په خطر کي دی.
په رشتيا هم د زنګولې د شرنګي په اورېدو سره شپون ځان راورساوه. د شپون سره سپي هم مل ول او هغوی و شرمښ ته غپا شروع کړه. شرمښ چي پوه سو چي شپانه د سوټي سره ورته رانژدې سوی او سپي هم ورسره مل دي، نو يې په تېښه شروع وکړه. شرمښ داسي ژر وځغستل چي کولای يې سوای. شپون راغلی او وری يې د ځان سره بوتلی او د رمې سره يې بېرته يوځای کړ.
په دې توګه کوچني وري خپل ځان په خپله هوښيارۍ له زورور شرمښ څخه خلاص کړ.
کيسۍ ولاړه پورته زه راغلم کور ته!

ژباړونکی: احمدولي اڅکزی

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.