Source of Image: https://www.etsy.com/de/listing/686417606/baby-elefant-zeichnung-fur-kinder?gpla=1&gao=1&&utm_source=google&utm_medium=cpc&utm_campaign=shopping_de_de_de_e-art_and_collectibles-prints-digital_prints&utm_custom1=_k_EAIaIQobChMI2Ifrx5mu9AIVWNnVCh2olgDiEAkYBSABEgIk7PD_BwE_k_&utm_content=go_316422529_18240491569_63996090049_pla-106555091555_c__686417606dede_102852917&utm_custom2=316422529&gclid=EAIaIQobChMI2Ifrx5mu9AIVWNnVCh2olgDiEAkYBSABEgIk7PD_BwE

 

تر يو هسک غر لاندي د اوبو يو ښايسته جهيل يعني د اوبو ډنډ ؤ. د دغه ډنډ پر شاوخوا ونې ولاړي وې. دلته د فيلانو يوه کورنۍ اوسېدله چي يو کوچنی ټنډکی ټنډکی غونډاری نانی فيل هم پکښې ؤ. د دغه کوچني فيل نوم ټنډکو ؤ. يوه ورځ د ټنډکو مور او پلار راغلل او هغه ته يې وويل: «زموږ ګرانه ټنډکيه پنډکيه، راځه چي په ګډه په ځنګل کي چکر ووهو، چهل قدمي وکړو.» ټنډکي ورته وويل: «زه نه غواړم چي هره ورځ ستاسو سره په ځنګل کي وګرځم. زما ستاسو سره نفس تنګيږي. ماته خوند نه راکوي چي هميشه يو فيل واوسم.» د هغه مور او پلار ډېر حيران سول. مور يې ورته وويل: «زما ګرانه پستکيه، داسي مه وايه. ته فيل يې، ښايسته يې، ګردی يې، ټنډکی يې، زورور يې. ته بايد شکر وباسي پر هغه څه چي ته اوس يې.» پلار يې ورته وويل: «ستا نور خوېندي او ورونه غواړي چي زموږ سره نژدې ځنګل ته ولاړ سي. نو موږ ځو روانيږو. ته کولای سې چي دلته پاته سې. موږ به تر ماښامه پوري بېرته راسو.»
ټنډکو په هغه ځای کي پاته سو او په اول سر کي ډېر خوشاله ؤ. هغه يوازي يو څه لوبي وکړې او د اوبو په ډنډ کي يې لامبو هم وکړه. خو ډېر ژر يې نفس تنګ سو او د ډنډ پر غاړه په ځړېدلي شونډک کښېنست. شونډک د فيل هغه عضو يا د بدن برخي ته وايي چي د خولې پر سر د اوږد پيپ په شان وي. فيلان په خپل شونډک هغه باندي څيزونه نيولای سي، اوبه په کشولای او بيا بېرته پاشلای او په همدې شان باندي درانه څيزونه پورته کولای سي. شونډک ته خرتم، خړتم يا خرطوم هم ويل کيږي.
ټنډکو نفستنګی ناست ؤ چي ويې ليدل يوه هوسۍ په تيز رفتار يعني تېز سرأت سره د ونو آخوا په ځغاسته تېره سوه. ټنډکو ته د هوسۍ چټکتيا ډېر خوند ورکړ او د ځان سره يې وويل: «بس، اوس پوه سوم چي زه بايد څه شی جوړ سم. زه غواړم چي هوسۍ واوسم.» همدا ؤ چي ټنډکو هم په ځغاسته پېل وکړ او کوښښ يې کاوه چي د هوسۍ په شان جګ جګ ټوپونه ووهي. خو د ټنډکو پراخي او ټنډکۍ ټنډکي پښې ډېر ژر ستړي سوې. ټنډکو ډېر ژر ډېر زيات ستړی سو او ساه يې داسي شڼېدله چي نور يې تقريبا ساه نه سوای اخيستلای. په دغه وخت کي يې پښه پر مځکه د ونې د يو لوېدلي ښاخ سره ولګېدله او هغه درب سو ولوېد. ټنډکو هم ستړی سو او هم يې لږ ځان خوږ کړ. هغه په ځغاسته کي د اوبو له ډنډ او خپل کور څخه ډېر ليري سوی ؤ. هغه د ځان سره وويل: «يا زه نه غواړم چي هوسۍ سم. زه د هغوی په شان تېز نه سم ځغستلای.»
کوچني فيل د اوبو د ډنډ پر لور روان ؤ چي په ونو کي يې بيزوګاني وليدلې. هغوی له يوې ونې څخه بلې ونې ته غورځېدلې او خپل تر منځ يې لوبي کولې. ټنډکو د ځان سره وويل: «اوهو، د دغو بيزوګانو څومره ښه ساعت تېر دی. د ونو پر سرونو ټوپونه وهي او ټول ځنګل له پاڅه ويني. زه هم غواړم چي يوه بيزو واوسم.» همدا ؤ چي ټنډکو تر هغې ونې لاندي ودرېد، چيري چي بيزوګانو لوبي کولې. هغه هم هلته د بيزوګانو په شان ټوپونه وهل شروع کړل. بيزوګانو چي وليدل چي يو کوچنی فيل د دوی پېښې کوي نو هغوی راکښته سوې. يوې بيزو د ټنډکو شونډک ونيوی او کش يې کړ. بلې بيزو د ټنډکو غوږ ونيوی او کش يې کړ. بلې بيزو د ټنډکو لنډه او نازکه لکۍ ونيوله او ټينګه يې کش کړه. په دغه حال کي يوې بلي بيزو د ونې له سر څخه يوه کوپړا را وغورځوله او ټنډکو يې په دا سر په وويشت. د ټنډکو سر درد وکړ او هغه زور وواهه او ځان يې بيزوګانو خلاص کړ. ټنډکو په ځغاسته شروع وکړه او څومره چي يې کولای سوای، هومره چټک له هغه ځای څخه وتښتېد.

په ټنډکو غوږونه ځړېدل او د اوبو د ډنډ پر لور روان ؤ چي يو سنجاب يې وليد چي پلۍ يې را اخيستې وه. سنجاب د پلۍ سره د ونې د تنې په لاندي برخه کي په يو سوري کي ننوت. سنجاب هغه حيوان ته ويل کيږي کوم چي د لوی موږک په شان معلوميږي او پراخه له ورېښتانو ډکه ډانګ لکۍ لري. سنجاب کولای سي چي پر ونو وخيژي او پکښي له يوې څانګي بلي څانګي ته ټوپونه ووهي. ټنډکي وويل: «اوس پوه سوه چي زه څه شی جوړېدل غواړم. زه غواړم چي سنجاب سم او ځان د ونې په تنه کي پر سوري کي پټ کړم.» همدا ؤ چي ټنډکو پېل وکړ چي خپل سر د ونې په تنه کي جوړ سوي سوري کي ننباسي. خو سوری ډېر کوچنی ؤ او د ټنډکو سر ډېر لوی ؤ. په دغه حال کي سنجاب هم وبېرېد او له سوري څخه راووت او ويې ځغستل. ټنډکي خپل شونډک د ونې په سوري ننباسی خو چي هر څه کوښښ يې وکړ نور يې سر په سوري نه ننوتلی. د لږ وخت له پاره حتی د هغه شونډک او سر په دغه غار کي بند سول. ټنډکي خورا په تکليف خپل شونډک راخلاص کړ. د هغه شونډک لږ خوږ هم سو. همدا ؤ چي ټنډکي وويل: «نه، زه نه غواړم چي سنجاب واوسم. د دې ځنګل ونې او په تنو کي يې غارونه ډېر کوچني دي. زه نسم پکښي پټېدلای.»
پر خپلې مور او پر خپل پلار ګران نانی دغه فيل د اوبو د ډنډ پر خوا روان ؤ چي ويې ليدل چي يو ښکلی طوطي په هوا ؤ او بيا د ونې پر يوې څانګي کښېنست. ټنډکو د خپل ځان سره وويل: «اوس پوه سوم چي زه څه شی جوړېدل غواړم. زه غواړم چي طوطي واوسم.» همدا ؤ چي ټنډکي کوښښ وکړ چي په هوا سي. هغه جګ جګ وغورځېد خو ډېر ژر ستړی سو. هغه پوه سو چي نسي کولای چي د مرغانو په شان په هوا سي. همدا ؤ چي هغه بېرته د اوبو ډنډ ته راغلی او د هغې ونې لاندي کښېنست چي بالکل د اوبو پر ډنډ ولاړه وه. په دغه ونه کي د طوطي له هګيو واړه واړه د طوطي چيچيان راوتلي ول. چيچانو لا تر اوسه بڼکي نه لرلې او په هوا کيدلای نه سوای. له دغو چيچيانو څخه يو چيچي کوښښ کاوه چي په هوا سي خو له ځالګۍ څخه لاندي د ډنډ په اوبو کي ولوېد. د طوطي د چيچي لامبو نه وه زده او په اوبو کي ورک سو. په دغه حال کي د چيچي مور هم راورسېدله او په وارخطايي يې د اوبو پر سر الوتنې پېل کړې. خو د خپل چيچي سره يې کومک نه سوای کولای. ټنډکو چي دا حال وليد نو په ځغاسته په اوبو ورګډ سو او ډېر ژر يې تر اوبو لاندي د طوطي چيچی وموند او په خپل شونډک يې راپورته کړ. کوچني فيل دغه چيچی په خپل شونډک بېرته د ونې څانګي ته پورته کړ او په ځاله کي يې کښېښود. لږ وخت وروسته هغه چيچی بېرته راکښېنست او د نورو چيچيانو سره يې لوبي پېل کړې. د چيچي مور هم خورا خوشاله معلومېدله او پر خپلو چيچيانو يې وزرونه وغوړول.
ټنډکي چي کله وليدل چي د ده په سبب د طوطي چيچی وژغورل سو، نو ډېر خوشاله سو. هغه د ځان سره وويل: «شکر چي فيل يم. که زه فيل نه وای نو زما به لامبو نه وای زده او ما به دغه چيچی نه سوای ژغورلای. شکر چي زه هوسۍ نه يم. شکر چي زه بيزو نه يم. شکر چي زه طوطي نه يم. شکر چي زه ټنډکو يم. شکر چي زه د خپل مور او پلار پنډکو يم. شکر چي زه فيل يم.» پنډکو همدا فکر کاوه چي کورنۍ يې له ځنګل څخه کور ته راورسېدله. ټنډکو هم په ځغاسته خپل مور او پلار ته ورغلی او د هغوی په پښو پور ټنګ وموښت او زړګی يې ورسره وکړ. د ټنډکو مور او پلار او خوېندي او ورونه سره راټول سول او د ټنډکو سره يې مينه وکړه. ټنډکو په زوره وويل: «شکر چي داسي پنډه او د ميني ډکه کورنۍ لرم. زه بيا هيڅکله ستاسو څخه نه جلا کېږم. شکر چي فيل يم.»

ژباړه او زياتونې: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۲۳مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.