ژباړه : اتل ترين - لندن

 یو وخت په یوه ځنګله کي یو کور وو او په هغه کور کي یوې بزې د خپلو اوو بچیانو سره ژوند کاوه. یوه ورځ بزه تله چي خپلو بچیانو ته د خورک شیان راوړي. هغې بچیانو ته وویل چي دروازه هیڅ چا ته خلاصه نه کړي، ځکه ویل که یو شرمښ یا یوه ګیدړه راغله نو هغه به تاسي ټول وخوري. په د غه وخت کي یو شرمښ د هغوی د کور تر شا پټ وو، هغه دا ټولي خبري واورېدې.

کله چي بزه ولاړه، نو شرمښ دروازې ته ورغی، دروازه ئې وټکول او وې ویل:

– مرغومي! دروازه خلاصه کړئ، ما تاسي ته اوبه او واښه راوړي دي.

خو مرغومي دروازه خلاصه نه کړه او وې ویل:

– ته زموږ موږ نه یې، ته شرمښ یې. زموږ مور نری او ښایسته ږغ لري.

شرمښ پښ ته ولاړی او ورته وې ویل:

– پښه، زما ژبه رانرۍ کړه چي زما ږغ نری او ښایسته سي.

پښ د شښ ژبه ورنرۍ کړه. هغه بیا د بزې کور ته ورغلی او وې ویل:

– مرغومې! دروازه خلاصه کړئ. ما تاسي ته اوبه او واښه راوړي دي.

مرغومو وویل:

– دا خو زموږ د مور ږغ دئ، دروازه به خلاصه کړو.

خو تر ټولو کوچني مرغومي وویل:

– اول موږ ته خپله پښه راښکاره کړه.

شرمښ خپله توره پښه هغوی ته ورښکاره کړه. مرغومي نارې کړې:

– ته زموږ مور نه یې! ته شرمښ یې. زموږ د مور پښه داسي سپینه ده لکه د هېلۍ بڼکي.

 شرمښ ولاړی اښپ ته اورته وې ویل:

– اشپزه، زما پر پښو اوړه راواچوه چي داسي سپیني سي لکه د هېلۍ بڼکي.

کله چي اشپز د شرمښ پر پښو اوړه ورواچول نو شرمښ بیا د بزې کور ته ورغلی او وې ویلی:

– مرغومو! دروازه خلاصه کړئ. ما تاسي ته اوبه او واښه راوړي دي.

شرمښ خپله سپینه پښه هم هغوی ته ورښکاره کړه. یوه مرغومي وویل:

– دا خو زموږ د مور ږغ دئ او پښه هم داسي تکه سپینه ده لکه زموږ د مور، دروازه به ورخلاصه کړو.

خو تر ټولو کوچنی وري بیا وویل:

– اول موږ ته خپله لکۍ راښکاره کړه.

شرمښ خپله غټ لکۍ ورښکاره کړه. مرغومي نارې کړې:

ـ ته زموږ مور نه يې. ته شرمښ یې. زموږ مور ډېره کوچنۍ لکۍ لري.

شرمښ ولاړی نجار ته او ورته وې ویل:

– نجاره، زما لکۍ داسي راکوچنۍ کړه لکه د بزې.

نجار د شرمښ لکۍ ورکوچنۍ کړه. هغه یو وار بیا د بزې کور ته ورغلی او وې ویل:

– مرغومې دروازه خلاصه کړئ ما تاسي ته اوبه او واښه راوړي دي.

شرمښ خپل سپینه پښه او خپله کوچنۍ لکۍ هم هغوی ته ورښکاره کړه.

یوه مرغومي وویل:

– دا خو زموږ د مور ږغ دئ، د هغې سپین لاس او کوچنۍ لکۍ هم داسي دي لکه زموږ د مور. دروازه به ورخلاصه کړو.

هغوی دروازه خلاصه کړه. شرمښ سملاسي ورننوت او ټول مرغومي ئې وخوړل. یوازي ئې تر ټولو کوچنی مرغومی پیدا نه کړ، ځکه هغه ژر په داښت کي پټ سوی وو. شرمښ ټول مرغومي ژوندي تېر کړل، بیا ویالې ته ولاړی چي اوبه وچښي، اوبه چي ئې وچښلې نو بیده سو. په دغه وخت کي بزه خپل کور ته راغله، کله چي ئې دروازه خلاصه ولیده نو په تشویش کي سوه. کور ته چي ننوته نو نارې ئې کړې:

– مرغومو! چیري یاست؟ ما تاسي ته اوبه او واښه وراوړي دي!

کله چي تر ټولو کوچنی مرغومي د خپلي مور ږغ واورېدی نو د داښت څخه راووتی او خپلي مور ته ئې ټول نکل وکړ. کله چي بزې د مرغومي خبري واورېدې نو سملاسي ویالې ته ولاړه. هغې شرمښ پیدا کړ، د هغه نس ئې په خپلو تېرو ښکرو ورڅیري کړی او شپږ سره مرغومي ئې بیرته ورڅخه راوایستل.

موږ د دې نکل څخه دا زده کوو چي موږ باید پردیو خلګو ته دروازه خلاصه نه کړو.

(د جرمني د هیواد څخه)

 منبع: http://larawbar.net/33713.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.