ژباړه : اتل ترين - لندن

 یو وخت د حیوانانو پاچا زمری ناجوړه سو. ټول حیوانان د هغه پوښتني ته ورتلل. شرمښ هم غوښتل چي د هغه پوښتني ته ورسي. خو هغه اول د ګیدړي کور ته ورغلی او ورته وې ویل:

– ګیدړي! ته باید د پاچا پوښتني ته ورسې، ځکه هغه ناجوړه دئ، موږ باید د هغه سره مرسته وکړو.

ګیدړي وویل:

– پاچا ما ته څه اهمیت لري؟ خپله ورسه.

شرمښ ته درد ورغی. د ځان سره ئې وویل: دا خبري ګیدړي ته ګټه نه رسوي او ولاړی. کله چي د پاچا قصر ته ورسېدی، نو وې ویل:

– سلام پاچا صاحب، څنګه يې؟

زمري وویل:

– ډېر ښه نه یم. داسي راته معلومیږي چي نور به هیڅکله جوړ نه سم.

شرمښ وویل:

– ګیدړه ستا سره مرسته کولای سي. زه په دې خاطر د هغې کور ته ورغلم. خو ته پوهېږې چي هغې څه وویل؟ هغې وویل چي پاچا ما ته څه معنیا لري؟!

پاچا ته درد ورغلی او وې ویل:

– زه به ګیدړي ته سزه ورکړم!

دا چي ګیدړه په دې پوهېده چي شرمښ به زمري ته خامخا ووایي، چي هغې څه ویل، نو ډېر ژر ئې د پاچا کلا ته وروځغستل. چي ورسېده نو وئې ویل:

– سلام، څنګه يې پاچا صاحب؟ دا څلورمه ورځ ده چي زه ستا له پاره په یوه دوا پسي ګرځم.

د زمري خپل درد هېر سو او وې ویل:

– نو تا دوا پیدا کړې ده؟

ګیدړي وویل:

– یا، خو یوه لار سته چي ستا درد جوړ کړي. ته باید خپل ځان د شرمښ په پوستکي کي پټ کړې.

شرمښ وبېرېدی، او وې ویل:

– زه ستا سره مرسته نه سم کولای، ځکه زه بیخي زوړ یم.

ګیدړي وویل:

– د څو کالو به یې؟

شرمښ وویل:

– د پنځوسو کالو یم.

ګیدړي وویل:

– دغه عمر بهترین عمر دئ!

د زمري مزدورانو سملاسي شرمښ مړ کړ او پوستکی ئې ځني وایستی. (ګیدړي چي هر څه ویلي وه هغه درواغ وه مګر هیڅ څوک نه پوهېدل.)

د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي مه کوه په چا چي وبه سي په تا.

(د هندوستان د هیواده څخه)

 منبع: http://larawbar.net/33714.html

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.